تاند- د ځاځي میدان اوسېدونکو نن /دوشنبه/ د ۵ وژل شویو پاکستاني ځواکونو مړي او یو ژوندی نیولی پوځي پاکستان ته وسپارل.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې ټولټال ۱۴ پاکستاني پوځیان او ملېشه وژل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، دا ۵ کسه وروسته له دې د افغان سرحدي پولیسو او ځايي خلکو له لوري ووژل شول چې د افغانستان په خاوره کې د تاسیساتو د جوړولو لپاره راواوښتل.
دواړو خواوو نن اعلان وکړ چې په اوربند یې سلا کړې ده.
رویټرز خبري اژانس وايي چې پر دیورند کرښه د افغانانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ عموماً نښتې کېږي خو داسې لږ شوي چې د نښتو په ترڅ کې دې د یو بل ژوندي کسان ونیول شي.
د پاکستان پوځ مخکې ادعا کړې وه چې دوه سرتېري یې وژل شوي دي خو نن افغانانو پاکستان ته د هغوی د ۵ ځواکونو مړي وسپارل.
رویټرز وايي چې د پاکستان د پوځ ویندوی حاضر نه شو چې په دې اړه څه ووايي.