افغانستان ته د نړیوالې ټولنې په راتګ سره په افغانانو کې  د جګړو له امله د ویجاړیو او اقتصادي زیربناو رغولو تر څنګ د یو منظم مجهز وسلوال پوځ هیلي لرلې. خو هغه ډول چې لازمه وه نه اقتصادي پرمختک وشو او نه تر دې دمه د یو مجهز او منظم پوځ څښتنان شو. افغان پوځ چې د نړۍ ساتني د جګړې په لمړۍ کرښه کې قرار  لري ، یوازي د هاموي ، رینجر وسایطو او( M16 ) M4A (په توپکو سنمبال شوه. په داسي حال کې چې د امریکا په شمول ناټو ځواکونو د جګړو د ګرمیدو سره د پرمخ تللو وسلو تر څنګ د هاموي ګاډو پر ځای د (M1A1Abrams) ،(M1A2 Abrams) ، ټینکونو او نورو پرمختللو زغروالو (armored personnel carriers )  لکه ( M1126 Stryker ICV )   او په ځیني نورو د جګړې لاري بدلي کړې.

که څه هم  افغان پوځ د جګړې په لمړیو کرښو کې جنګیږي. خو یوازي دا نه چې نړیوالو ځواکونو ځانونه په پرمختللو ټینکونو سنبال کړه ورسره یې د هرو لسو ټینکونو د ګزمې پر سر د هوای ځواک د نظارته هم برخمن شوه.

په دې کې شک نشته چې هوای ځواک د پوځ د ملا د تیر حیثیت لري او هم زموږ د پوځ اړتیاده خو مهمه دا وه او ده چې په دې فکر شوی وای او وشي چې زموږ د پوځ پر وړاندي څوک جنګیږي په کمو وسایلو جنګیږي  دکمو جنګي تاکتیکونو کار اخلي  او زموږ په لمړتیوب کې  باید د ځمکنیو قواو تجهیز  وي که د هوای؟

د تعجب ځای خو داوه چې د دومره جنرالانو په شتون کې  کرزي صاحب پرته د ځمکنیو او جګړیزو اړتیاو په نظر کې نیولو د پیاده پوځ دپاره د لازم تجهیز او یا په بل عبارت د یادو ټینکونو او اړینو وسایلو پر ځاي چې اساسي اړتیا ورته لیدل کیده د امریکا د  ( F16 ( F18 ( او F14 (  جنګي الوتکو غوښتنه کول حال داچې نه خو یادې الوتکې زموږ اساسي اړتیا وه نه یې موږ د مصرف توان درلود ځکه یادي الوتکي  د ترهګرو د ډلو پر ضد چې په کلیو او بانډو کې جنګیږي هیڅ موثري نه شوې ثابتیدای ځکه یادي الوتکې د لویو مځکني هدفونو او هواي الوتکو دپاره زیات موثریت لري.  په داسي حال کې زموږ جګړه د څو توریدلو بې نظمه یاغیانو چې کلي کورونه او کروندې د جګړې د سنګر په توګه په غلچکی بریدونو کې استعمالوي پر خلاف وه یا ده. همدارنګه د ځمکنیو قواو تجهیز د هوای قواو په نسبت څو ځله کم مصرفه او په لږ وخت کې کیدای شوای یا کیږي او که کرزي صاحب په معقوله توګه د نړیوالو د افغانستان د ځمکنی پوځ د لازم تجهیز غوښتنه کړې وای ممکن نن زموږ پوځ د اوس په پرتله د تجهیز له پلوه په ځلونو پیاوړی وای.

د ولسمشر غني د ادارې له خوا که څه هم د هوای قواو پرمختګ ته ډېره توجه وشوه  لا هم د ځمکنیو قواو د لازم تجهیز په برخه کې د کرزي صاحب پر پله روان دي او هغومره چې پکار ده او لازمه ده د پلي پوځ د پاره د تجهیز هڅې نه تر سترګو کیږي.
د افغانستان د ځمکني پوځ د تجهیز مسله یوې خواته خو د پوځ او په پوځ کې د رهبرۍ ستونزه بیا هغه څه ده چې نن غلیمانو ته د څلویښت او پنځوس فیصده افغانستان د نیولو دعوه په لاس ورکړ‌ې ده ځکه نړیوالو ځواکونو د بشپړو هوای امکاناتو په لرلو هم هیڅکله د دښمن په مینځ کې شل کسیزه پوستې نه جوړولې بلکي پر لوي قرارګاو او له قرارګاو پر کمینونو یې تمرکز کاوه خو زموږ جنرالانو صاحبانو بیا  دخپل پوځ سرتیري د دښمن په منځ د شل کسیزو پوستو ته ورغورځول چې نه یې د ضرورت پر وخت د هوای ځواک مرسته ورسره کولای شوه نه د مځکي دلاري.

په داسي حال کې چې زموږ جنرلانو صاحبانو د نړیوالو جګړیز تاکتیکونه په روڼو سترګو لیدل او ویني یې  او هم یې بې شمیره نظامي بهرني مشاورین لرل. او د جګړې په ډګر کې زموږ د زیات شمېر سرتیرو ژوند همدغه بې پروا او احمقانه نظامي تاکتیکونو واخیست ، ځکه شل کسانو د پاره ناممکنه وه چې هم متعرض و اوسي هم مدافع ، هم پوسته وساتي هم ور سپارل شوې ساحه ، په داسي حال کې چې د پوځ پر هره پوسته چې ترهګرو برید کړی دي شمیر یې هیڅکله تر سلو کم نه دی ښودل شوی ، ان په ځینو جګړیزو سیمو سرتیرو په ادعا تر دو میاشو زیات نه هوای ځواک مرسته ور رسېدلې ده نه مځکني ، او تر خپلو پوستو دباندي د خپلو نقیله وسایطو سره د ترهګرو د خښو شویو بمونو له امله وتلای نشوه چې پایله یې ترهګرو د هاموي شوبلو   او وسلو په لاس ورتلل او د سرتیرو شهادت وه. او په دې سره ترهګرو ته د پرپیګنډې او تبلیغاتو ښه زمبنه هم برابره کړه چې د جګړې له ساحو ویډیوګانې وکړي او بیا پرې خپله بهادري او د جګړې پرمختګ ثابته کړي . ډېر د تاسف ځای خو دادی چې همدا لړۍ لا ادامه لري.

که مو په بهرنۍ پالیسۍ کې دا په نړیوالو ومنل چې پاکستان د ترهګرو ځاله ده خو دا هم ډېره سخته نه ده چې په نړیوالو ځانګړي توګه امریکا ومنو چې زموږ سرتیري دجګړې په لمړۍ کرښه کې جنګیږي یوازي د افغانستان د پاره نه ، د نړۍ د تحفظ د پاره قربانی ورکوي او پکاره ده د هغو نظامي امکاناتو او تجهیزاتو برخمن وي چې نړیوال ځواکونه یې همدا اوس د ترهګرو پر ضد په افغانستان کې لري او هم یو پوځ اړتیا ورته ولري. او دا هم هغه نړیوالو نظامي چارواکو ته چې د افغانستان جګړه او ترهګر څاري معلومه ده چې د افغان پوځ تجهیز د افغانستان په جګړه کې دترهګرو پر ضد څومره ژور اغېز لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *