ځاځي میدان ولسوالي

ودان روښان 

د رپوټونو له مخې د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ مېړنیو د یکشنبې سهار د خپلو امنیتي ځواکونو په ننګه د پاکستاني پوځیانو مقابلې ته وردانګلي او د خپلو دوو شا زلمیو په شهادت او دوو نورو په ټپي کېدو یې د لومړنیو مالوماتو له مخې یې درې پاکستاني پوځیان ووژل، یو اسیر او څلور نور ټپیان کړي دي. خو د ملي دفاع وزارت یوې خپرپاڼې د دوشنبې ورځ لیکلي چې افغان شا زلمیو په ځاځي میدان کې ۱۴پاکستاني پوځیان وژلي، ۱۷ ټپیان او یو بل یې نیولی دی. په دې جګړه کې د ځاځي میدان اوسیدونکي هر یو سپرلی خان د لاجمیر زوی د ځاځي میدان د تیاکي کلي اوسېدونکی او حاجي مت خان د جمال زوی د ځاځي میدان د سکندرې سیمې اوسېدونکی شهیدان شوي دي، الله(ج) دې شهادت قبول کړي.
په دې جګړه کې د ځاځي میدان اوسېدونکي هر یو خالد د سلطان زوی، مني ګل د نور محمد زوی، قدیرالله د چراغ الدین زوی، عنایت الله د سپرلي زوی او امین الله د جمال زوی ټپیان شوي چې   لوی خدای(ج) دې عاجله شفا ورکړي.

دا جګړه د یکشنبې سهار هله ونښته چې  پاکستاني ځواکونو د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

د ملي اردو سرتېري د خپلې پوستې له بېرته نیولو وروسته د پاکستان بیرغ ایسته کوي

له دې سره سم د ځاځي میدان مېړنیو اوسېدونکو له خپلو ورسره وسلو په ګټنې د هېواد دفاع تودو سنګرونو ته ور ودانګل او پر قسم خوړلي غلیم یې رڼا ورځ توره شپه کړه. غیرتي ځاځي میدان والو ته چې مېړانه، زړه ورتیا او وطنپالنه یې له خپلو توریالیو او ننګیالیو نیکونو په میراث رسېدلې د پرسونل، مسلکي زده کړو، وسلو او جګړه ییزو توکو په یوه نابرابره خو د مېړانې او وطنپالنې په برلاسې جګړه کې د انګریز میراث خورو او پاتې شونو ته داسې لوست ورکړ چې تر مرګه به یې له یاده ونه باسي.   

د ځاځي میدان ویښ ولس تل د خپل هېواد ملي ګټو په ملاتړ توره وهلې. په داسې حال کې چې ځاځي میدان د ډېورنډ کرښې پرغاړه پرته ولسوالۍ ده او ای اس ای او نوکرانو یې ډېرې هلې ځلې وکړې چې دغه ځای د خپلو وران کاره کړنو مرکز وګرځوي خو د ځاځي میدان غیرتي او مېړني ولس هر ځل داسې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چې په ژوند به یې هم هېر نه کړي. همدغو توریالیو ځاځي میدان والو نه یوازې د پردیو ګټو له ساتندیوانو ځکه خپله سیمه ساتلې چې بچیان یې زده کړې وکړي او د بشري تمدن له کاروانه وروسته پاتې نه شي بلکې خپل زرګونه بچیان یې هم د وسله وال پوځ لیکو ته لېږلي چې د هېواد ګوټ ګوټ کې په مېړانه له ترهګرو د دفاع په تودو سنګرونه کې پراته او د هغوی له شره خپل ولس ژغوري.

ځاځي میدان د هېواد نورو سیمو ته د وطنپالنې او مېړانې یوه داسې تاریخي بېلګه ګڼل کېږي چې د هېواد او ولس قسم خوړلي پنجابي دوښمن پر وړاندې په لومړۍ لیکه کې پروت ولس په خپله هوښیاري او زړه ورتیا له یوې خوا د ملي ګټو او د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي له بله پلوه د پردیو ګوډاګیانو ته اجازه نه ورکوي چې کور کلی، ښوونځی، کلنیک، پل، سرک او نور ټولګټي بنسټونو یې وران کړي. دوی پر دې سم پوهېږي چې د پنجاب او ای اس ای غلامان د هېواد له بربادي او ذلت پرته بله موخه نه لري دا ځکه هرچېرې چې یې پښه رسېدلې له جهالت، بربادي او وران کاري پرته بل زیری یې خلکو ته نه دی راوړی. وګورﺉ چېرې چې هغوی رسېدلي لومړی ګوزار یې پر ښوونځي کړی، لومړی یې ښوونکي، ډاکتران، انجنیران، روڼ اندي او نور لوستي ځکه په شهادت رسولي چې هېواد پرې ودانېږي. دغه راز، یې کلنیک، پل او سرک وران کړی او لکه خمنډکې د خلکو وینې ذبیښې، د عشر، ذکات، محصول څه او څه په نومونو د خلکو له دسترخوانه ډوډۍ تښتوي، نو ځکه خو ځاځي میدان وال هغوی ته مخه نه ورکوي او خپلو سیمو ته نه یې پرېږدي چې پر همدغه دلیل د پنجاب او ای اس ای له غصې او کرکې سره مخ شوي او له بچو یې غچ اخلي، خو هر ځل یې پوز په خاورو موښل شوی او له شرمونکې ماتې پرته یې بل څه نه دي ترلاسه کړي.

د ځاځي میدان وروستۍ پېښې د ولس او افغان وسله وال پوځ پر روحیه داسې بې ساری اغیز کړی چې په اوسني پړاو کې یې له اروایي پلوه د کلمې په رښتینې مانا اووښتون ګڼلی شو

دا ځکه چې په دې وروستیو کلونو کې پنجابی پوځ د افغانستان له بې وسي په ګټنې سره دومره سپین سترګی شوی و چې څه ناڅه هره ورځ به یې هم د خپلو لاسپوڅو په لاس د مظلومو افغانانو وینې تویولې او هم به یې په خپله په درنو وسله د ډېورند کرښې په اوږدو کې د بې دفاع افغانانو پر کورونو د توپونو ډزې او توغندویي بریدونه کول چې د سر او مال درانه زیانونه به یې اړول، خلک د خپلو کورنو او مینو پرېښودو ته اړ شوي چې د ځینو رپوټونو له مخې په کونړ کې د پاکستان پوځیانو توپونو او توغندویي بریدونو له امله سلګونو کورنیو خپلې مینې پرې اېښي او اوس هم خپلو سیمو ته نه شي تلی خو دا غاړه لږ پېښ شوي وو چې غوڅ ځواب یې ورکړی وي. ددغه حالت دوام ولس او وسله وال پوځ ډېر زیات ناهیلی کړی و له له بده مرغه نړیوالو هم د مظلومو افغانانو غږ چندان نه اورېده، نو ځکه خو دغه حالت نور د ذغملو نه و. په دغسې یو وضعیت کې د ځاځي میدان پېښې د افغان ولس او وسله وال پوځ په تن کې نوې سا وغړوله. ولس او افغان حکومت باید د ځاځي میدان والو دا مېړانه هغه ډول چې ښایي وستایي، ددې پېښې شهیدان، تپیان او ټول ګډونوال رښتیني ملي اتلان وګڼي او باید هم د ملي اتلانو په توګه وستایل شي، دا ځکه چې دوی د پاکستاني پوځ د وسلو برلاسي افسانه پر سیند لاهو او ولس ته یې دغه پیغام ورکړ چې ان که په تش لاس یا وروسته پاتې وسلو خو ملي غرور او ټینګ ایمان ته د دوښمن پر مختتلې وسلې نه شي ټینګېدی. په دې توګه ویلی شو چې ځاځي میدانوالو نور د پاکستاني پوځ پدل الوزولی او که هرځای بیا کومه هڅه وکړي له غاښ ماتونکي ځواب سره به مخ شي.      

One thought on “د ځاځي میدان سوبې د پاکستاني پوځیانو پدل والوزاوه      ”
  1. د ځاځی میدان ولس په تاریخ کښي هیڅکله زورواکو ته موقع ندی ورکړی چی پدی منطقه کښي وحشیانه رول ولوبوی لکه د قیصری ، دوستم ، عطا نور سره دده شورا نظاریانو ، محقیقیانو او قدیریانو په څیر ! دا یادو خرڅ شوو ډلو د اجنبیانو غلامی په هدایتونو سره لکه خرڅ شوی طالبانو په افغانستان کښي د ماتم اور بل کړۍ دی دا د یادو ډلو قاتلان د امریکا له برکته هم په حکومت کښي شامل دی او هم د ملت دوښمنان دی او د خپلو منطقو ولسونه ئي غلامان کړی دی تر څو چی دا حالت روان وی افغانستان ته صلحه نشی راتلۍ او امریکا باید ددوه مخه لوبی څخه لاس واخلی او دا قاتلان باید قضی ګانو ته معرفی شی او امریکا باید علنی ددوی فریبناکه حمايی څخه لاس واخلی که دا کار ونکړی نو دا فتوا ګانی کومه نتیجه نشی ورکولی پدی مجمل عمل باندی هم ملت ته فریب ورکوی او اسلام ته سپکاوۍ دی!!! د ځاځی میدان ولس باندی افتخار دی پخوا هم دی ولس د فتنه ناکه انګریز او دهغه وخت اتحاد شوروی ته د وینو په قربانی سره لکه د اوس په شان خولی ماتی ځوابونه ورکړی دی – د افغانستان ملت ټول غیرتی ملت دی او ټول ملت په اتحاد سره په خپله خاوره کښي غلیم ته ماتی ورکړی دی اما دی خرڅ شوو ګروپونو ملت د بی اتفاقی سره مخامخ کړۍ او اجنبیان په اسانی سره د غیوره افغانانو په کور کښي دغم اور ساتلۍ دی امریکا د افغان ملت په مقابل کښي مجبوریت لری چی ددی قاتلانو څخه چور شوی خپل ډالرونه دوباره واخلی او ملت ته ئي تسلیم کړی ! امریکاځکه پدی برخه کښي هم مسؤل ګڼل کیږی ځکه ددوی تر نظر لاندی او رضایت سره د ملت تر نامه لاندی داډالرونه چور شوی دی !!! منورین افغانان باید د شف شف څخه کار وانخلی بلکه باید شفتالوووائي !!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *