داوود ترین ( کوټه) د شاوخوا یوي نیمې اونۍ له تیریدو سره سره لا هم د ډاکټر  مناف ترین د خلاصون څرک نه لګیږي.

نوموړي د بلوچستان ایالت له کوټي  څخه  د سپټمبر په ۱۷ مه نیټه نامعلومو کسانو تښتولی دی.

ډاکټر ترین  یو سوله غوښتونکی  او په سیمه کي یو خیر شخصیت وو چي په خیریه کارونو او د خپلي سیمي د سوکالۍ او هوسا کولو لپاره یي ډیر کار کړی دي.

د دغي تښتوني په غبرګون کي په ټول بلوچستان کي د شنبي له ورځي ډاکټرانو کاري اعتصاب پیل کړی دی.

هغوي ویلي چي تښتونکي باید مناف ترین خوشی کړي او حکومت باید د ډاکټرانو د خوندي توب لپاره ضمانت وړاندي کړي.

د ډاکټر ترین کورنۍ پر وینا چي دوي له هیچا سر شخصي دښمني هم نه لري او نه  پوهیږي چې نوموړی چا تښتولی دی.

د ډاکټر ترین د کورنۍ یوه غړي  نن رسنیو ته وویل چې دوي له تښتونکو غواړي چي ډاکټر ترین بي له قید او شرط څخه آزاد کړي چې د نوموړي د کورنۍ غړي یي په اړه سخته اندیښنه لري.

ډاکټرترین یو له هغو کسانو څخه وو چي د بلوچستان ایالت د کوټي په ګډون په یو شمیر نورو سیمو کي يي په لسګونو طبي بنسټونو بنسټ ایښودنه کړي وه او د زړه ناروغیو وتلی متخصص وو.

تر اوسه کومي ډلي او ویا کس د هغه د تښتوني پړا پر غاړه نه ده اخیستي.

One thought on “د ډاکټر مناف ترین د خلاصون غوښتنه وشوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *