تاند- په امریکا کې د افغانستان سفیر د متحدو ایالتونو په مریلنډ کې د افغان هندوانو د لومړني معبد په پرانیستونکې غونډه کې ګډون وکړ.

په مریلنډ کې مېشتو افغان هندوانو او سیکانو د خپل سفیر تود هرکلی وکړ.

په مراسمو کې د افغانستان سفیر حمد الله محب وویل، لېواله دی چې په امریکا کې له مېشتو افغان هندوانو او سیکانو سره له نژدې تماسونه ولري.

ده همداراز وویل چې د افغانستان سفارت له افغان هندوانو او سیکانو سره هرراز مرستې ته تیار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *