تاند- د خوست ځاځي میدان ولسوالي ته د پاکستاني پوځیانو د راوړاندې کېدو په نتیجه کې له شخړې وروسته د ځاځي میدان او کورمې ایجنسۍ قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې د داو ډول پېښو د مخنیوي لپاره به په خپل منځ کې جرګه شي.
د یکشنبې په ورځ پاکستاني پوځیان د ډیورند کرښې په اوږدو کې ځاځي میدان ولسوالي ته راواوښتل چې په پایله کې یې د ځاځي میدان د اوسېدونکو او سرحدي پولیسو له غبرګون سره مخامخ شول.
پاکستاني پوځیانو غوښتل چې د ځاځي میدان په اړونده سیمه کې پوسته جوړه کړي.
د دې نښتې په پایله کې تر۱۰ ډېر پاکستاني پوځیان ووژل شول.
پاکستان وايي ۵ پوځیان یې وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني ځواکونو ۵ مړي افغانانو ته په لاس ورغلي وو او نور دوی په خپله له ځان سره وړي وو.
همدارازد افغانستان د سرحدي ځواک یو پولیس او د ځاځي میدان یو اوسېدونکی شهیدان شول.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د کورمې ایجنسۍ او ځاځي میدان قومي مشران په دې خبرې وکړي چې په راتلونکې وخت کې د شخړو د مخنیوي لپاره باید څه وکړي.
پاکستان د دوشنبې په ورځ هڅه وکړه چې د کورمې ایجنسۍ بنګښ او توري قبیلې د جوماتونو له لارې د خپلو پوځیانو ملاتړ ته وهڅوي او د دواړو خواوو د پښتنو ترمنځ د جګړې اور بل کړي.
پرون /سې شنبه/ په کورمه کې قومي مشرانو په جرګه کې فیصله وکړه چې د ځاځي میدان له قومي مشرانو سره خبرې کوي.
دوی خپله پرېکړه د کورمې ایجنسۍ دولتي چارواکو ته هم اعلان کړه.
پاکستاني رسنۍ وايي چې په کورمه ایجنسۍ کې د پاکستان د مرکزي حکومت استازي (پولیټیکل ایجنت) بصیر خان او د پوځ د ۷۳ فرقې قوماندان اختر حلیم د توري او بنګښ قبیلو له پرېکړې سره موافقه وکړه.