ډاکټر نجیب الله ننګیال

د ولسي جرګې راهزنو پرېکړه کړې چې د ملي امنيت رئيس استيضاح کړي.

شايد تر ما پورې ځينې خلک د ښاغلي معصوم ستانکزي له کړنو راضي نه اوسي. څومره اميدونه او د څومره جارحانه اقداماتو هيله مو چې درلوده، هغسې ونشوه، خو په داسې يوه وخت کې يې استيضاح ته بلل، له ګټې تاوان ډېر لري. د کابل امنيت تر بل هر وخت ښه شوی، په تېرو درې مياشتو کې کومه لويه پېښه نه ده شوې او د استخباراتي راپورونو په اساس افغان هوايي ځواک د دښمن د سر سر سړي په نښه کړي. امنيتي ارګانونه په دې بوخت دي چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو امنيت ونيسي او دا برخليک سازه پروسه کاميابه کړي.

د ولسي جرګې په نيت کې حتما خلل شته. ولې يې د ملي امنيت رئيس د کانټينټل او صدرات څلور لاري له پېښې وروسته نه استيضاح کاوه؟ هغه وخت چې ټول ملت چيغې وهلې، چې بايد له دندې ګوښه شي. ولې يې د وزير اکبرخان او داودخان روغتون له بريدونو وروسته نه استيضاح کولو؟ هغه ورځ چې د پکتيا په امنيه قومندانۍ بريد کې ۲۰۰ سرتېري شهيدان شو، او هغه ورځ چې د بلخ په شاهين قول اردو کې ۳۰۰ تنه سرتېري په خپله قرارګاه کې وژل کېدل، ولې يې چا له دندې ګوښه کېدل نه غوښتل؟ هغه وخت مونږ لاريون وکړ. چيغې مو وهلې. زارۍ مو شنې شوې. چې دا چارواکي زمونږ امنيت نشي نېولی. په دا دومره فاجعو خاموشي او نن هيڅ بې هيڅه استيضاح؟ دال ميں کچهـ کالا ضرور هے.

رښتيا خبره خو دا ده چې ولسي جرګه غواړي راتلونکو ټاکنو ته د ملي امنيت د رئيس او ځينې وزيرانو د استيضاح له لارې لګښت پيدا کړي او يو وار بيا دغه غوجل ته د انډوخر لپاره ننوځي. ټاکنې په خپله خوښه مهندسي کړي. بې وسلې، روڼ اندي او وطن ته ژمن کانديدان تهديد کړي. د ولسي کمپاينونو مخه ونيسي او رايې واخلي. ځينې وکيلان د قتل، قاچاق او جاسوسۍ دوسيې لري، چې د هغو دوسيو په شتون کې نشي کولی ټاکنو کې بيا ځان کانديد کړي. د دې لپاره بايد لومړی د يوې ماملې په اساس هغه دوسيې له منځه ولاړې شي. تر څو دوی ته زمينه مساعده شي. هغه څه چې ملي امنيت يې نه مني او حکومت نه غواړي راتلونکی پارلمان بيا د بې حيثيته، وطن پلورو، غلو او غاصبينو ځاله شي. په دغسې يوه وضعيت کې د ملي امنيت د رئيس استيضاح کول، کاملا د وطن په زيان او د مافيا په ګټه دي.

که استيضاح د وضاحت په مانا وي، نو بايد وضاحت خو همدا وکيلان ورکړي. دا پارلمان زمونږ د تاریخ تر ټولو بدرنګه پارلمان دی. چې نهایت بې شرمه، خود خواه، بې سواده او فاسد غړي یې درلودل. استثناء د مرغۍ پۍ دي. په بې امنیتیو، اختطاف، غلاوو، جنسي تېریو، خلص د وطن په ټول ناورین کې مستقیم دخیل دي. اکثريت یې ځانمرګي د کابل په کورونو کې ساتي او فاحشې د ترکیې او دوبۍ په مېکدو کې.

غم دلته دی چې هر خاين غواړي ځان مصئون کړي، ولسي جرګې ته لاره ومومي. بيا يې ورته د ملي امنيت لاسونه تړلي وي، او هيڅوک نشي کولی چې ګرېوان ته يې لاس واچوي. کيسه خو همدلته خرابه ده چې د يوه هېواد تر ټولو مهمه اداره داسې خاينانو ته ځواب ګويه ده. پکار خو دا وه چې ملي امنيت حتا جمهور رئيس څخه پوښتنه کولی شوای، چې دا کار دې سم، دا دې ناسم دی. دلته به ملي امنيت اوس رڼې رڼې ګوري او د همايون او حاجي ظاهر په څېر قاچاقبر ته به لکه مجرم ولاړ وي. غل به قاضي وي، قاضي به مجرم. د پېړۍ ټوکه ده، جاسوسان وضاحت غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *