تاند- په کندهار کې نن /چهارشنبه/ یوې چاودنې د دغه ولایت د پولیسو د چټک غبرګون د قوماندان په شمول ۵ تنه ووژل.
د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي محمد نادر وویل، د پولیسو د چټک غبرګون قوماندان جنرال جانان ماما له درو پولیسو او یوه ملکي لاروي سره شهیدان او ۵ تنه نور ژوبل شول.
ده دا هم وویل چې تراوسه پورې په دې اړه معلومات نه لري چې چاودنه د ماین وه او که مقناطیسي بم.
خو د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی مطیع الله هلال وویل چې د قوماندان جانان ماما په پورې مقناطیسي یم نښلول شوی و.
تر دې دمه د دولت کومې وسله والې ډلې د دې حملې په اړه څه نه دي ویلي.