د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه
د حزب اسلامي غړي د ارغنديوال د وروستي دريځ او کابل ته د قطب الدين هلال د تگ په اړه پوښتني کوي، هغوى ته وايو: له ډاکټر عبډ الله سره د ارغنديوال توافق نه يوازي شخصي تصميم دئ بلکي هغه ته د يوه غلط او نا سم تصميم په سترگه گورو، دا د حزب اسلامي له لوړ شان ډېره لري ده چي د داسي توافق برخه شي او د داسي څېرو حمايت وکړي، حزب اسلامي به هيڅکله د داسي چا ملاتړ و نه کړي چي د دښمنانو په خدمت کي وي، د اشغالگرانو ملگرتيا کوي او د ناټو ځواکونو پر مزيد پاته کېدا ټينگار کوي. انجنير قطب الدين هلال په خپل سر او د حزب له اجازې او موافقې پرته کابل ته تللى، نه د حزب استازيتوب کوي او نه حزب دده له هڅو سره موافق دئ، که هغه په انتخاباتو کي د چا حمايت کوي او يا هم ځان کانديدوي دا په بشپړه توگه د هغه شخصي حمايت او ځانگړى تصميم وي او هيڅوک دي د هغه د حزب حمايت او دريځ نه تعبيروي، نو دا په بشپړه توگه شخصي حمايت دئ مونږ د هغه چا مرسته نه کوو چي امريکايکان يې را وړاندې کول غواړي.
په درنښت
د حزب اسلامی محترم امیر او ټولو غړو ته
رښتیا خبره خو داده چه حتما به ستاسو د پټی پالیسی له لارښونو سره ارغندیوال دا حرکت تر سره کوی
خو د یو مسلمان افغان او څیړونکی په حیث در ته وایم چه د عبدالله عبدالله سره د توافق به مو دریمه هغه ستره اشتباه وی چه بیا یی د هموارولو هیڅ علاج هم وشی اوله اشتباه مو د دوستم سره د ایتلاف اشتباه وه که کاملا ارامی او د نه جنګ پالیسی مو غوره کړی وای نو په دی کشی شک نشته چه هغوی خپله هم نه سره جوړیدل او نن به د حزب نوم د راکټیار نوم نه وه او هر حزبی به ښکته نه کتل
دوهمه اشتباه مو سره له دومره جنګ او جنجال څخه د ذلت د صدر اعظمی څوکی وه چه ورسته له دومره مړو څخه بیا هم د هغوی تر څنګ مو د طالبانو پر ضد جنګ کاوه ایا طالیبان د کنترول وړ نه وه؟
ایا هغوی ډیر پردی خلک ول؟ دا چه پاکستان یا پجابی خپلوالی شوای نو تاسو دا کار د حکمت له لاری نشو کولای؟
د امریکایانو پر ضد جهاد اعلان مو د خورا میړانی او غیرت کار او سیاست ده خو که مو د ډاکتر عبدالله تر څنګ څوک ولیدل شی نو دا مو هیڅ نه جبرانیدونکی ستره اشتباه ده او داچه وایاست د ارغندیوال خپل سری اقدام دی هیڅ چا ته د منلو وړ نه ده او ماته خو بیخی نه ده دا ځکه چه محترم فاروقی صاحب او د نور و له خولی
دوی یو هم د حکمتیار له اجازی بغیر کوم کار نکوی او نه مو کړی یو ځل خو لا دا هم وشوه چه
زما او د فاروقی صاحب تر منځ نژدی دوه ورځی ستر خفګان او لانجه په همداسی موضوعاتو را منځ ته شوه
چه بیا می الحمد الله د هغه ځان غوښتونکی مخ هم نه ده لیدلی اونه غواړم مخ یی وګوم
نو ښه به دا وی چه د افغانستان لپاره د امارت ا یا د خلافت د نظام د حکومت د جوړولو په لټه کښی اووسی
او که کامیاب نشی نو یو رښتنی د حقی لاری مجاهد به په حق ارمان کښی شهید وی
په خورا درناوی
مسافر
مننه
ارغندیوال ددې لپاره د عبدالله عبدالله سره دریدلی ترڅو د شمال ټلوالې ټاکنیز اتحاد پدې توګه مات کړي.
دا کار د کرزی خیلو او د خزب اسلامي د هغه غړو چې د کرزي شاوخوا را څرخي، په خوښه او سلا ترسره شویدی
دا باید تاسو (جهادیان،کمونستان) د افغانستان خرڅونکو ته ووایو چه نه یوازی ستا د حزب غړی بلکی د نورو جهادی احزابو غړی هم داسی کوی یعنی دا چه هم دولت کی چور کوي او هم اپوزیسیون دي نو که وګورو تاسو د خپل د پیدایښت څخه تر ننه د افغانستان خلکو سره دښمنی کوې او د حزب نور غړی په مختلفو نومونو بیا په حکومت کی کار کوی او ستا د حزب نماینده ګی کوی ،افسوس کوو چه افغانستان د تاسو او ستا ورته خاینیو په لاس کی کله په یو او کله په بل خرڅیږی او د دین او جهاد تر نامه لاندی تاسو شیاطینو په دی نړی کی ځانونو ته جنتونه جوړ کړل او دا بیچاره ملت مو په ډول ډول نومونو وواژل ،که تاسو او ستاسو نور جهادی ډلو، کی حتا په اندازه دی منفی یو وجدان وای نو تاسو به په دی ملت لږ شانته زړه سوځولی به وه ولی افسوس کوو چه جهاد تاسو یوازی او یوازی د قدرت،پیسو او د ملت خرڅولو لپاره وکړ . او مونږ به یوازی دا وایو چه لعنت دی پر تاسو د شیاطینو ورونو او
دهغه کمونست ملحیدنو اوسی ،
تاسو لږ فکر وکړی تر پرونه پوری تاسو جهادیانو به یو مظلوم دافغانستان عسکربه مو وواژه چه ولی د پاکستان حکومت ته کار نه کوی او کمونستانو به یو مظلوم غریب کس به یی په دی نوم وواژه چه تاسو د پاکستان حکومت ته کار کوی او نن تاسو ډواړه خاینین یو ځای سره ناست او د ملت په وینو کبابونه او پلونه وهی
د خدا لنعت دی پر تاسو او ملحیدنو !!!
او داباید ووایم چه تاسو بی شرمه په نړی کی دری شیان د خاورو سره برابر او بدنام مو کړ هغه عبارت د اسلام سپیڅلی دین، جهاد او افغانستان چه دا دری شیان مو د دالر او قدرت لپاره خرڅ کړل او په دی باید ښه پوه شی چه ستاسو تش په نامه جهادیان(هغوی چه جهاد د قدرت او پیسو لپاره وکړ) او د کمونستانو څخه مونږ ډیر زیات نفرت لرو
مشرانو،کشرانوته سلام؛حکمتیاره ستادحزب اعلامیه راورسیده.همداتاجناب خپل زوم دې له شمشتونه کابل ومزارته دمعاملې لپاره راولیږه.ورپسې هلال صیب دې ارګ ته کرزی اوسباوون ته راواستول.تراوسه ارګ کې پاتې سو.له خپلې خولۍ سره سوچ وکړه،له بهرنه ستاپه خوله افغانی حزبیان پیازهم نخوری.ولس پوه شوۍ
داسیاست دی زما په اتکل نن په جکومت اوس هم 65%دحزب اسلامی واک دی
زما خبره داده چی دقطب الدین هلال حمایت په شه تو گه پکار دی ویلی دحزب اسلامی دی کوم ارمانونه چی دحزب اسلامی دی دده دوعدی پکولواو د وعدی دوفا په صورت کی به پوره شی خو نن به دحزب دخوا داسی نفر رامخته کیزی چی خپله ودته ددوی اشتهباهات دپیشیمانی او د دریز دبدلیدو یوه نخشه وی