په کندوز کې سږ کال د ریدي ګل مشاعره د سولې لپاره ځانګړې شوې وه او په کې د کندوز ، تخار او بغلان  ولایتونو سربیره د یوشمیر نورو ولایتونو شاعرانو او لیکوالانو پکې برخه اخیستې وه .

دلته هر کال د ریدي ګلونو د غوړېدو په موسم کې په همدې نامه مشاعره جوړیږي او سږ کال یې پيغام د سولې لپاره  خاص کړی و چې شاعرانو د شعر په ژبه د سولې پیغامونه خلکو ته واورول .

برخه والو شاعرانو  د سولې د راتلو په خاطر  خپل د زړه اوازونه نن د ریدي ګل په مشاعره کې خلکو ته ورسول   او په یوه غږ يې د سولې غوښتنه کوله .

د دغې مشاعرې سږکال دیارلسم کال دی چې د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې لخوا په کندوز کې ترسره کیږي او دا ځل کندوزي فرهنګیانو سولې او بیارغاونې ته ځانګړې کړې وه ، د مشاعرې تنظیمونکي وايې چې د دوی له  داسې کار څخه موخه په سېمه کې د سولې پیغام رسول دي .

د پسرلي ادبي او کلتوري  ټولنې مشر فدا محمد ارزښت وویل :  دغه ټولنه په کندوز کې له دیارلسو کلونو راپه دېخوا فعالیت کوي چې د نورو ادبي او فرهنګي کارونو ترڅنګ هر کال د پسرلي په موسم کې ریدي ګل دودېزه ملي مشاعره جوړوي چې د هېواد له بیلابېلو ولایتونو څخه لیکوالان او شاعران  رابولي .

همداراز د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې مرستیال نوررحیم عاطف وايي چې له دیارلس کلو راهېسې دوی په همدې هڅه کې دي چې فرهنګي کارونه وکړي ، او د دې مشاعرې سربېره هره پنجشنبه ادبي جلسې هم لري چې په کې ازاده مشاعره ، کره کتنه او ادبي درس ورکول کیږي .

په کندوز کې د ریدي ګل د مشاعرې لپاره ځانګړی خوندور شاعرانه ځای جوړ شوی و خو بیايي د باران د ورېدو له امله د هوټل په تالار کې د سولې او امن په فضا کې و نمانځله .

د سږکال په مشاعره کې د تېرو کلونو په پرتله ډیرو  ښځېنه شاعرانو هم برخه اخېستې وه او خپل لیکلي شعرونه يي واورول او د مشاعرې په وروستیو شېبو کې ځوانانو انتڼونه وکړل  چې مشاعره په اتڼونو پای ته ورسېده .

راپور : عزت الله عمرخېل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *