شیخ زاید پوهنتون

د اطلاعاتو او کلتور وزیر پوهاند محمد رسول باوري، خوست مرستیال والي ښاغلي شېر باچا اورګوني، له کابل څخه راغلي پلاوي، د بېلابېلو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رییسانو په خوست کې د بابرک خان ځدراڼ له تاریخي کلا لیدنه وکړه او په دې کلا کې جوړو شویو مراسمو کې یې برخه واخیسته.

په دې مراسمو کې ډاکتر محمد ګل بابرکزي او یو شمېر نورو ویناوالو ورغلي پلاوي او چارواکو ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چې ولایتي ادارې او اطلاعاتو او کلتور وزارت د خوست تاریخي ځایونو او سیمو ته پاملرنه کړي او په خاصه توګه یې د غازي بابرک خان ځدراڼ د تاریخي کلا د جوړولو هوډ کړی.

دوی وویل چې د تاریخي ځایونو په ساتنه کې به له ولایتي ادارې سره همکاره وي او هغه څه به ترې ونه سمپوي، چې د دوی له اړخه یې امکانات وي.

په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي باوري وویل چې په خوست کې یې یو شمېر تاریخي ځایونه لیدلي، سروې یې شوي او هغه چې پاتې دي په راتلونکو پروګرامونو کې به د بیارغونې او تشخیص کولو لپاره ځای ورکړي.

ښاغلي باوري وویل چې د غازي بابرک خان ځدراڼ کلا د دریو ځانګړنو( ۱. د یوې تاریخې پېښې انعکاس. ۲.ځانګړی جوړښت. ۳. الهام ورکول) په درلودو سره به د کلا په تاریخي ابداتو کې شامل کړي.

هغه وویل چې د غازي بابرک خان کلا په اړه یوه سروې تر سره شوې او د ښه تشخیص په موخه به یو بل پلاوی راولیږي، ترڅو یې په راتلونکې کې د بیارغونې کارونه پیل او په تاریخي ابداتو کې ثبت شي.

د غازي بابرک خان کلا د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې ډیزاین او  په ۴ جریبه ځمکه کې جوړه شوې، درې دروازې، جومات، څلور برجونه، دفاعي دیوالونه او  نور ساختمان لري، چې د خوست په فرهنګي میراثونو کې یادیږي.

ولایتي اداره ژمنه ده، چې د یادې کلا او نورو تاریخي ځایونو په بیارغونه، سپېړنه او ساتنه کې قانوني مسولیت تر سره کړي او ددې ولایت تاریخي ځایونو او اثارو ته لا پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *