روان ترینګلی حالات چې کابل یې د بې باوری په سمندر کې لاهو کړیدی تصادفي نه بریښي بلکې د نورو هیوادو لخوا طراحي سوي دي. په یوه باور که حالات په طبعي توګه مخ ته تلای اوسنۍ ترینګلتیا به متصور نه وای. ډیر داسی فکتورونه په اقتصادی، سیاسی او ټولنیزه برخه کې شته چې څیړنه یې پخوا سوې ده او داسی هیلې لرلای سۍ چې د دولت د مخالفینو لخوا به ډیره بې ثباتی رامنځ ته نسی اما ډیر داسی شواهد لیدل کیږي چې بې ثباتۍ په دولت کې دننه د ډلو ټپلو له خوا ممکنه ده چې رامنځ ته سی که پټی سناریوی مطرح نه وی فعلا داسی فکر کېږی چې حالات د پخوا وختو ته ګرځی شاید په نظر کې وی چې اتیایمه لسیزه تکرار سی او یا داچې د ټاکنو د نه کېدو شرایط برابروی ترڅو د امریکا په پالیسیو کې خلل رامنځ ته نسی. پوره دیارلس کاله د دموکراسۍ ډنډوری ووهل سوی لویه پانګه د ټولنی د دموکراتیزه کولو په هیله لګیدلی ده د ښځو په برخه کې د دود او دستور وړاندی افراطی قدمونه واخیستل سوه د ټاکنو تمثیلونه وسوه د سوداګرۍ په ډګر کې شخصی پانګی په کار ولویدی ، بیا هم څه پیښه سوه چې د ګروپ بندیو تنظیم بندیو وختونو ته د ګرځیدو په حال کې یو؟ بیله شکه د دموکراسۍ په هکله ټولی ډنډوری غولونکی وی، د عمل په ډګر کې هڅی سویدی ملیتی، سمتی ،ژبنی تبعیضاتو ته لمن ووهل سی نوی رنګونه او نوی طرزونه ورکول سی.په تیرو دیارلس کالو کې پخوانی ډلی ټپلی چه د هیواد او ولس په وړاندی یې د کوړنۍ جګړی د مسولیت درانه پیټی ورپه غاړه دی نه یوازی پرخپل حال پریښول سوی بلکه تر پخوا پیاوړی کړل سوه، د حکومت او نظام ترڅنګ غیر مسول مسلحی ډلی د موازی ځواک په حیث وساتل سوی حتی په دی لاره کې بهرنیانو پانګی اچونی کړیدی یعنی جهادی مسلح سیسټمونه هم وساتل سوه او هم پیاوړی سوه، که داسی نه وای څنګه ممکنه ده چې د ټوله غرب دیارلس کلن شتون او دموکراسۍ وروسته بیا هم جلا جلا قومونو مسلح ګواکی راتلونکو جګړو ته تیاری نیول کېږی .
خامخا به د پردی شاته څه وی خو په اوسنی حالاتو کې هیڅ سلیم عقل حُکم کولای نسی چې رڼی ټاکنی به ترسره سی ولس یو کس ندۍ چې په اسانی وغولول سی بلکه هغوی په خپلو کلیو او بانډو کې وینی او پوهیږی چې اصلا ټاکنی ممکن ندی رڼی او غیر رڼی بیا بعدی سوال دی،عینی حقیقت خو که تریخ هم وی داسی دی چې د کابل په پنځوس کیلومترۍ کې د دولتی کس ګرځیدل او راګرځیدل ستونځمن کاردی نو څنګه به په نا ارامه ولسوالیو او ولایتو کې ټاکنی تر سره سی؟ د کابل او جلال اباد پر سړک مسلح مخالفین سړک ته راوزی او د موټرو تلاشی په نوبت ترسره کوی د کابل لودیځ لوری ته د ارغندۍ وروسته بیا تر هراته دولتی کسان ګرځیدلای نسی خو د ټاکنو خبری ګرمی دی.بلی دا ممکنه ده چې د ټاکنو بهیر داسی طراحي سوی وی چې که ډیر کم کسان ګډون ولری هم باید ټاکنی سر تاسری وبلل سی، په دی صورت کې به عمدی نا امنی تنظیمیږی د قومونو ترمنځ به د پلان له مخی درزونه پراخیږی او سیاست به په زغرده تبعیضی رنګ اخلی. درې لسیزې کېږی چې څلور پنځه کسان چې غالبا نالوستی یا کم لوستی دی او یا په هیڅ ډول د نړۍ د نننۍ دیپلوماسۍ سره هماهنګ ندی، افغان ولس یې برمټه کړیدۍ او اجازه نه ورکوی چې ولس له خپل منځه څوک د حکومت لپاره غوره کړی په روانه پیړۍ کې چې تکنولوژی د مریخ او لمریز نظام څیړنی کوی موږ اوس هم د پښتون تاجک هزاره او ازبک او نور، د قومونو د تقسیم بندیو په مقیاس حکومت جوړوو له بده مرغه خاماخا باید ولسمشر پښتون اول مرستیال یې تاجک دوهم مرستیال هزاره وی اوس دوستم وایی څلورم مرستیال باید ازبک وی په دی ډول باید ولسمشر د ټولو قومونو مرستیالان ولری چې نومونه یې په ملی سرود کې درج سوی دی یو اهل هنود پاته کېږی چې هغه به بیا ولسمشر په فرمان مرستیال وټاکی. ایا د نړۍ په یوه بل هیواد کې دا ډول حکومتولی چا لیدلی ده؟ او دا هغه ناکاره سیسټم دی چې امریکا موږ ته راوړۍ دی.
تر اوسه پر ملیتونو محاسبه کېږی هغه هم پدی منظور چې ګټی یې یو سالار ترلاسه کړی ،تر اوسه هم پر ولس په نړیواله سطح سوداګری چالانه ده تر اوسه د فساد په هیله د لوړو مقامو لپاره هلی ځلی په شدت جاری دی. زه نه پوهیږم ، شاید دا بهیر به د دموکراسۍ یوه برخه وی. ډیر مهمه داده چې د لسمشر او مرستیالانو د نوماندۍ لپاره یوازی د تنظیمی مشرانو ترمنځ نه بلکه د بهرنیانو سره هم غونډی روانی دی ترڅو داسی څوک ولسمشر سی چې هغوی یې غواړی دا ځکه چې موږ مستقل هیواد یو د تنظیمی مشرانو څخه یوه د فیس بوک پر پانه لیکلی چې موږ پلانی ولسمشرۍ ته غوښت خو بهرنیانو نه خوښوۍ نو ځکه مو هغه صرف نظرکړ. داده دموکراسی چې موږ ته په ارمغان راوړل سویده، په بله برخه کې یې د خپل منځی غونډو د توضیح ترڅنګ لیکلی وه چې پښتون باید ولسمشروی او ډاکتر صاب یو وخت د پلار لخوا پښتون ؤ خو مور او لویدل یې په پنجشیر کې سویدی ځکه یې پښتانه نه منی په بله برخه کې یې تاکید کړیدۍ چې هزاره او ازبک ملیتونه د تاریخ په اوږدو کې سره یو وه . دا ټوله مطالب داسی مسیج لری چې ګواکی ملیتونه باید یوله بله بیل وساتل سی او کله ناکله سره وجنګول سی.
څو څو ځلی د مطبوعاتو له طریقه ږغ پورته سو چې جنرال دوستم پر خلکو وسلې ویشي همدا رنګه د هرات مستعفی والی ډیرې نارې ووهلې اسناد یې وړاندی کړل چې تورن اسماعیل خان پر غیر مسول کسانو اسلحی ویشی خو نه حکومت غوږ ګروی نه امریکایانو ،اوس چې یو ځل بیا اسماعیل خان د مجاهدینو د مسلح کېدو ږغ کړیدی زما په آند ډیره مهمه خبره نده له یوی خوا د ده په شان قوماندانسالاران نور څه وکړی همدا یې د څلویښتو کالو راپدیخوا کسب دۍ له بله اړخه که امریکایان په کُلی توګه ووتل لکه پخوا بیا به ټول جبهات او اسلحی د څو ورځو په ترڅ کې یو بل ځواک ته تسلیم کړی .حتی داسی ویل کېږی چې امریکایان په پټه ځنی جهادی پخوانۍ جبهی بیا رغولی او مسلح کړیدی علت هم دا چې تر دوه زره څورلسم کال وروسته د مخالفینو په وړاندی د جهادی تنظیمو دفاعی وضعیت پیاوړۍ سی، ناټو په کلونو په افغانستان کې و جنګیدۍ خو مطلوب نتایج ترلاسه نه سوه له بلی خوا که امریکایان په نسبی شکل شتون هم ولری په پخوانی موقف کې به ځکه نه وی چې تعداد به ډیر محدود سی او د جګړی بار به ټول د حکومت او تنظیمی ډلو په غاړه وی.
په دا ډول ټکنی شرایطو کې د ارغندیوال او په حکومت کې دننه د اسلامی حزب رنګ ځکه پیکه سو چې د رسنیو په حواله داکټر عبدالله د مرستیال په توګه د ده منل رد کړه له یوه اړخه د حکومتی ایتلافه بهر سو د ډاکتر او محقق سره یې پیوستون مطبوعاتو ته راووت خو ډیر وخت تیر نه سو چې عبدالله بیرته رد کړ اوس د حزب موقف ضعیف سو حکومتی ایتلاف هم باور پری نسی کولای او کوم تکنوکراتان چې خپل منځ جلا په غونډو مشغول دی هغو ته یې هم ارزښت کم سو.