تاند- نابي تیمه، چې ګومان کېږي د نړۍ تر ټولو د زیات عمر خاونده ښځه وه، د جاپان د کیکای ښارګي په روغتون کې مړه شوه.

دا د جنورۍ له میاشتې څخه په روغتون کې بستري وه.

تیمه د ۱۹۰۰ کال د اګست په ۴ مه زېږېدلې او اټکل کېږي چې ۱۶۰ لمسیان، کړوسیان… لري.

دا په ۱۱۷ کلنۍ کې مړه شوه. د مرګ په ورځ د دې دقیق عمر ۱۱۷ کاله او ۱۰ ورځې و.

تیمه ۶ میاشتې پخوا د نړۍ تر ټولو د اوږد عمر خاونده وګڼل شوه چې یوه بله ښځه په همدومره عمر مړه شوه.

تر دې ۳ ورځې مخکې د اپریل په اتلسمه/ د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د نړۍ تر ټولو د زیات عمر خاوند په ۱۲۱ کلنۍ کې ومړ. دغه سړی، چې (Celino Villanueva Jaramillo) نومېږي او د چیلي اوسېدونکی و، هغه مهال ساه پرې کړه چې له تخته ولوېد.

د امریکا د عمرونو د ثبت د څېړنیزې ډلې د معلوماتو پر اساس اوس یوه بله جاپانۍ ښځه، چې چیو یوشیدا نومېږي، د نړۍ تر ټولو د زیات عمر خاونده ښځه ده.

یوشیدا ۱۱۶ کلنه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *