تاند- د بغلان والي وايي، وسله وال طالبان د افغانستان په دولتي روغتونونو کې خپل ټپیان تداوي کولی شي.
د بغلان والي عبدالهي نعمتي دا خبره پرون /شنبه/ په پلخمري کې د سولې په یوه غونډه کې وکړه.
ده وویل«موږ نه غواړو چې افغانان ووژنو او له هغو کسانو چې موږ وژني هم غواړو چې د خپلو وروڼو له وژلو لاس واخلي او د ولسمشر د سولې بې قید و شرطه وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي.»
د بغلان د ولایتي شورا رييس صفدر محسني په دولتي روغتونونو کې د درملنې لپاره د بغلان د والي وړاندیز وغانده.
ده وویل«د خلکو د استازي په توګه فکر کوم دا سیمه نه ده چې په روغتونو کې د هغو کسانو درملنه وشي چې د خپلو خلکو پر ضد جنګېږي.»
د بغلان والي بد کوي چی دښمنانو ته آسانتیاوی برابروي. او کاش چی د پاکستان، ایران او روس غلامان لدی نه عبرت واخلی او د سولی خبرو میز ته کینی.