ځاځي میدان

تاند- د ډیورند کرښې د دواړو خواوو قومي مشرانو پرون /یکشنبه/ د کورمې ایجنسۍ او د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالي ترمنځ پر کرښه د شخړې د بیا نه پېښېدو پر لارو چارو د غور لپاره جرګه وکړه.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دواړو خواوو سلا وکړه چې د افغانستان او پاکستان د پوځي ځواکونو ترمنځ دې تر هغو اوربند دوام وکړي چې دواړه خواوې موافقې ته رسېږي.

په دې سیمه کې د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ /اپریل ۱۸/ پاکستاني پوځیان د ډیورند کرښې په اوږدو کې ځاځي میدان ولسوالي ته راواوښتل چې په پایله کې یې د ځاځي میدان د اوسېدونکو او سرحدي پولیسو له غبرګون سره مخامخ شول.

پاکستاني پوځیانو غوښتل چې د ځاځي میدان په اړونده سیمه کې پوسته جوړه کړي.

له شخړې وروسته د ځاځي میدان او کورمې ایجنسۍ قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره به په خپل منځ کې جرګه شي.

پاکستان هڅه وکړه چې د کورمې ایجنسۍ بنګښ او توري قبیلې د جوماتونو له لارې د خپلو پوځیانو ملاتړ ته وهڅوي او د دواړو خواوو د پښتنو ترمنځ د جګړې اور بل کړي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې په پرونۍ جرګه کې، چې په شورکي سیمه کې وشوه او د ځاځیو او توریو قبیلو مشرانو پکې ګډون کړی و، پر یو شمېر مهمو مسلو پرېکړې وشوې.

د دې راپور له مخې، جرګه والو وپتېیله چې د قومي مشرانو او متخصصانو په ګډون به د غور یوه کمېټه د اپریل له ۲۴ څخه پر کرښه د شخړو د پای ته رسولو د لارو چارو د موندلو لپاره کار پیلوي.

د ځاځیو قومي مشرانو ولي خان ځاځي، ملک زړور ځاځي او سید اصغر اکاخېل وویل چې باید اجازه ورنه کړل شي چې پر کرښه دا ډول شخړې وشي ځکه چې د کرښې دواړو خواوو ته پښتانه اوسي او دواړه سره وروڼه دي.

ویل کېږي چې د پاکستان پوځ هڅه کوله چې له یوې خوا له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه د خلکو په تېره بیا قبایلو پام دې خوا ته راواړوي او له بلې خوا د کرښې د دواړو خواوو پښتنو ترمنځ تربنګي پیدا کړي.

دواړو خواوو په دې ټینګار وکړ چې باید د دوو وروڼو قومونو ترمنځ د اختلاف او دښمنۍ د رامنځته کولو لپاره دسیسې شنډې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *