دا لومړی برید نه و او نه به وروستی وی، له تیرو ۱۷ کلو راهیسی خوار او غریب افغانان په یو او بل نوم وژل کیږی او هیڅوک نشته چی دا روښانه کړی چی ولی؟ په ځانګړی توګه د حکومت له لوری. د افغانانو وینه په نړی کی تر ټولو ارزانه او بی ارزښته شوی. ددی ځینو خو ډیره اسانه دنده ده یواځي دی ته ناست دی چی د خواشینۍ پیغامونه کاپی پست کړی. زه باوری یم چی دا ډيره اسانه دنده ده چی په لوکس دفتر کی ناست یی AC درته چالان وی او چای او کافی درته رسیږی او فقط ووایی اوف ډیر خواشینی شوم بښنه غواړم چی بیګناه خلک مړه شول. دا ډیره د ټوکو او خنداوړ ده چی یو څوک چی د خلکو د ساتنی دنده او مسولیت لری او د خواشینی په پیغامونو له خپل مسولیت څخه ځان خلاصوی، نو خلک چیری ولاړ شی او له چا مرسته وغواړی. زه فکر کوم نور بس دی دا ۱۷ کاله وشول چی غریب افغانان په دا ډول وحشیانه بریدونو کی راګیر دی او دولت د یوه برید په هکله هم خلکو ته قانع کوونکی ځواب نلری.
امنیتی وضیعت نه یوازې دا چی په کابل کی ورځ تربلی د خرابیدو خوا ته روان دی بلکی په ولایاتو کی هم لکه هلمند، فراه، کندز، غزنی، بغلان اونورو ولایاتو کی هم نا امنی او ګډوډی ورځ تر بلی زیاتیږی، طالبان، داعش، دحقانی ګروپ ورځ تربلی پیاوړی کیږی او مونږ ډیر نوری سیمی هم دوی ته له لاسه ورکوو. که یوازی مرکز له دولت سره وی دا ددی معنی نلری چی حکومت ډیر ښه دی. ما په سل هاوو ځل ویلی دی او داد ډیرو افغانانو غوښتنه ده چی ډيری امنیتی ارګانونه په قوم پالنی او فساد باندی ککړ دی او په ډیرو مواردو کی ددی ارګانونو لوړ مهم پوستونه ځینی مشخصو سیاسی ګروپونو ته په ډالۍ کی ورکړل شوی او دا خلک بیا خپل ډيری وخت د خپلو سیاسی ګروپونو او مشخصو هیوادونو د ګټو لپاره په خدمت کولو لګوی. دلته زه د امنیتی ارګانونو ټول میړنی ځواکونه نه تورنوم خو په ډير تاسف سره باید ووایم چی ددوی په منځ ځینی داسی خلک شته چی خپل هیواد او خلکو ته ریښتینی او ژمن ندی.
په دویم قدم کی باید ووایم چی روانه جګړه یوه نیابتی او چریکی جګړه ده او په دی ډول جنګونو کی ژمنو، ښه مسلکی او په وخت په تکنالوژۍ سمبالو ملی امنیت کارکوونکو ته اړتیا ده ترڅو د دښمن پلانونه کشف او په نطفه کی یی خنثی کړی، په تیرو ۱۷ کلونو کی زمونږ په ملی امنیت ډیره پانکونه وشوه خو د وخت له غوښتنی او د جګړی له ډول سره سمه نده، دولت په مالی لحاظ باید نوره هم ډيره پانګونه وکړی تر څو ددی وړتیا پیدا کړی چی ددښمن پلانونه شنډ کړی، زما په باور باید زمونږ په ملی امنیت کی اصلاحات پیل شی او هغه څوک چی وړتیا نلری او د قوم او خپلوی پر بڼسټ ګمارل شوی وی بیرته کوروته ولیږل شی، چی په زرګونو داسی کسان په دوی کی شته.
په دریم قدم کی هر وخت ملی امنیت ته مخکی له مخکی له مختلفو منابعو څخه مالومات وررسیږی چی دښمن د برید پلان لری، دلته بنسټیزه ستونزه داده چی دوی نشی کولای چی مالومات نشی تحلیل او تجزیه کړی تر څو د برید مشخص ځای په ګوته او ددښمن پلان مخکی له مخکی شنډ کړی، چی ددی ډیری بیلګی شته که یی دلته وړاندی کوو نو لیکنه ډیره اوږدیږی، ملی امنیت د راپورنو په تحلیل او له نورو قواوو سره د دغه تحلیل پر بنسټ اقدام کی لویه ستونزه لری، دولت باید د ملی امنیت هغه برخه چی مستقیما له مالوماتو او تحلیل سره تړاو لری وارزوی او تصمیم پری ونیسی چی په کوم ځای کی خلا وجود لری هغه خلاوی ډکی کړی نو مونږ بیا کولای شو له داسی پیښو مخنیوی وکړو چی دا ۱۷ کاله ورسره مخ یو.
غریب خلک ددی خونړۍ جګړی بیه پری کوی، نه هغه خلک چی په مفشنو دفترو کی ناست دی او لوکسو موټرو کی ګرځی، نو دا ملت او خلک باید نور راویښ شی او له دی خلکو چی پدی لوکسو دفترونو کی ناست دی او ځانونه د خلکو نماینده ګان معرفی کوی حساب وغواړی، دوی هیڅکله د درد احساس نه کوی ځکه ددوی د کورنی یو غړی هم دلته ژوند نه کوی.
له هر برید څخه وروسته مونږ باید راویښ شو او پر خپلی وړتیا کتنه وکړو او خپلی نیمګړتیاوی په ګوته او پوره کړو کنه نو مونږ هیڅ شی نشو ګټلای. خلک نور ددی تکراری خیرو او تشو پیغامونو له اوریدو ستړی شوی دا تشی خبری هیڅ شی نشی رغولای او نه د یوی ښی راتلونکی تضمین کولای شی. نن خلکو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او تاسی ټول چارواکی یواځی په تشو غندونو خلک تیر باسۍ ډیر د شرم او خجالت ځای دی تاسی ته خو که پری پوه شی.
زه په خپلو میړنیو امنیتی ځواکونو ویاړم خو خو دلته ځینی ستونزی او چلنجونه شته چی ددوی وړتیا تر پوښتنی لاندی راولی زه له دوی سره مینه لرم او پری ویاړم خو مونږ باید دا ستونزی او چلنجونه له منځه یوسو تر ځو دوی نور هم مسلکی او خپلو خلکو او هیواد ته ژمن او پیاوړی ځواک باندی بدل شی.
په اخر کی هیله کوم د پیښو د قربانیانو عکسونه مه پورته کوی، په لمړی قدم کی خودا د هغو وحشیانو چی دا وحشیانه برید یی تر سره کړی د خوښۍ سبب کیږی او دوی پری فخر کوی چی خپله شومه موښه یی ترلاسه کړی، او له بله اړخه مونږ ددوی کورنۍ او خپلوان لاپسی غمژن کوو، ملګرو نو دا ښه کار ندی راځۍ چی په سختو شیبو کی دیو بل مرسته او لاسنیوی وکړو.
د یو سوکاله ارام او پرمختلی افغانستان په هیله!
وروره ښه ټکو ته مو پام کړی زمونږ زړور امنیتی ځواکونه او بی ګناه او غریب هیوادوال هره ورځ د دی شومی جګړی په پایله کی خپل ژوند له لاسه ورکوی خو هیڅوک نشته چی پوښتنه وکړی چی ولی؟ ستونزه څه ده او دحل لاری یی کومی دی هیله ده جارواکی لږ دی ټوکو ته پاملرنه وکړی تر څو په راتلونکی کی دداسی ناوړه پیښو شاهدان ونه اوسو.
مننه