تاند- د کابل پولیسو د ولسي جرګې پخوانی غړی او د امروز تلویزیون خاوند نجیب الله کابلي نیولی دی.
پولیسو پر ښاغلي کابلي د برمته ګرۍ تور پورې کړی دی.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي نن باختر خبري اژانس ته ویلي چې نجیب الله کابلي د اختطاف په تور وړمه شپه د محکمې په حکم نیول شوی دی.
ستانکزي د نجیب الله کابلي د تور په اړه نور جزییات نه دي څرګند کړي.
کابلي د امروز تلویزیون ترڅنګ د مشارکت ملي ګوند مشر هم دی.
نوموړی د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنو سخت منتقد دی.
ده د ایران د مداخلو پر ضد څو مظاهرې هم تنظیم کړي دي.