دې ژورنالیزم ته اصل کي ژړ ژورنالیزم ویل کېږي، دا ژورنالیزم لومړی وار په امریکا کي رامنځته سوی دئ.
یونس شکرخوا وایي: “لومړی وار په ۱۸۸۳مېلادي کال کي نیویارک سن خپرونه وه، چي د مخاطبانو د جذب په خاطر یې دا ژورنالیزم رامنځته کړ”. ژړ ژورنالیزم د چوک د سر آوازې نشروي او مینه وال یې کښته ذوق لري، ژبه یې ډېره ساده وي، ځکه دوی غواړي د ټولني معمولي خلګ ځان ته جذب کړي، په ژړ ژورنالیزم کي د خلګو مبالغې، احساسات په رښتیا او درواغو ګډولو سره خپرېږي.
د ژورنالیزم مسلکیان اوس ژړ ژورنالیزم داسي تعریفوي چي اوسمهال زموږ د فرهنګ، ټولني او مذهب سره ټکر دئ. دوی وایي د ژړ ژورنالیزم هدف ګرم بازار درلودل دي. هو رښتیا په ژړ ژورنالیزم کي د سوژې پرته له څېړني، تحقیق او غوراوي پر سطحي او ظاهري شکل خپرېږي. د ژورنالیزم یو بل فعال حسن قندي بیا وایي: “په ژړ ژورنالیزم کي هیجاني او جنجالي موضوعات خپرېږي”.
نو د ژړ ژورنالیزم مخاطبان عام ولس دئ، هغه ولس چي غواړي بې له دې چي د موضوع اصلي علت او لامل وپلټي، احساساتي کېږي. نن ورځ ځيني رسنۍ په ژړ ژورنالیزم نه دي مشهوري، خو دوی هڅه کوي چي داسي موضوعات نشر کړي چي دا د افغاني ټولني سره لوی زیاتی او ظلم دئ، خو ځینو لا له وړاندي ژړ ژورنالیزم نشروي. د یوه ناثابت او نااصلي مدیریت نه درلودل، پالیسي نه درلودل، سهار او ماښام تګلاره بدلول، کافي زده کړي نه درلودل، مشخص کاري ټيم نه درلودل، ناڅاپي پېښو ته زیاته پاملرنه کول، د ژړ ژورنالیزم جوړښت دئ.
په کندهار کي یې بېلګي لیدل کېږي. په ژړ ژورنالیزم کي سوژه پیداکول هم خورا ډېر اسانه کار دئ، ځکه دوی د عامو خلګو د خوښي سوژې نشروي، چي په هغو سوژو کي سریالونه، فلمي ستوري، رقاصي، په هیواد کي د ګوندونو تضاد او ورته سوژې راځي.
په عمومي ډول د سوژې په څرنګوالي پسي نه ځي. بدبختي یې داده چي د دې ژورنالیزم موضوعات په ټولو رسنیو لکه: راډیو، تلوېزیون، ورځپاڼو او اونیزو کي، خو ډېر زیات اوس په آنلاین رسنیو لکه فیسبوک کي هم خپرېږي. بله بدبختي یې لا داده چي ژړ ژورنالیزم د ژورنالیزم له اصولو سره ډېر زیاتی کوي اعتبار، دقت، سرعت او رښتينولي او سیاسي، ټولنیز هدفونه تر پښو لاندي کوي.
یوه بله بدبختي هم لري، اخلاق په کښي نه مراعات کېږي چي دا هم په رسنیو کي د یوې داسي ټولني لکه زموږ ټولنه خورا ورته د اندېښنې وړ ده، نو عمومًا ژورنالیزم ډېر پاک او عالي مسلک دئ، پاک او باوجدان، له هیواد سره لېونۍ مینه لرونکي کسان په کښي کار او فعالیت کوي، ولس دي داسي رسنۍ او مطبوعات تعقیب کړي چي د ملي ګټو ارزښتونه ساتي.
دا لیکنه په طلوع افغان ورځپاڼه کې چاپ شوې ده.