د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غونډه ترسره شوه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د نظامي شورا غونډه د ولایت په مقام کې ترسره شوه،چې په کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري، امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي، د ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند، د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین، د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل، د همغږۍ مرکز قوماندان جنرال غونډي وال او یو شمیر نورو ارګانونو استازو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې غونډې پر مهال د امنیتي ارګانونو د مسؤلینو د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه مالومات واوریدل او په یو شمیر برخو کې يې د سپارښتنو ترڅنګ په وروستیو کې د دوی د ترسره شوو دندو څخه قدرداني او ستاینه وکړه.
د دې غونډې په ترڅ کې مسؤلینو د جلال اباد ښار په ځانګړي ډول د را یې ورکونې په موخه د نوم ثبتونې د مرکزونو د لا زیات امنیت په موخه جدي تدابیر ونیول او پر خلکو یې غږ وکړ،چې په ډاډه ډول پخپلو نږدې محلونو کې خپل نومونه د رایې ورکونې په موخه ثبت کړي .
ننګرهار والي د یو شمیر مسؤلینو او مخورو په ملتیا د پخواني جهادي قوماندان ارواښاد شاپور یاسیني د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ مشهور پخوانی جهادي قوماندان شاهپور ياسيني،چې د شنبې په ورځ یې د سعودي عربستان په مکه شریفه کې د جنازې لمونځ ادا شوی وو،نن یې په کامې ولسوالۍ کې د فاتحې مراسم ترسره شول .
د فاتحې په مراسمو کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربېره،د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند،د لغمان مرستیال والي شهزاده مظلوم یار،د ولایتي شورا غړو ډاکټر ناصر کاموال او اسرارالله مراد،د امن او ثبات ټولنې بنسټګر او د ولسي ملاتړ پروګرام مشر حاجي حیات خان،د یو شمیر ادارو مسؤلینو،دیني عالمانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د فاتحې پر مهال د ارواښاد کورنۍ په استازۍ د مرحوم تره زوی او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي میرویس یاسیني ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل .
نوموړي زیاته کړه، ارواښاد قوماندان شاهپور یاسیني په ختیځو ولایتونو کې د جهاد پر مهال د هېواد د ازاداۍ په لار کې په سترو قربانیو ورکولو سره د یو مخکښ مجاهد په توګه د خلکو په منځ کې پېژندل کېده .
هغه د مرحوم مړینه یوه لویه ضایعه وبلله او ورته یې د فردوس جنت هیله وکړه .
د ولسي جرګې غړي او د مرحوم د تره زوی میرویس یاسیني د ننګرهار والي او ورسره مل پلاوي څخه مننه وکړه،چې د نوموړې کورنۍ سره یې په غمشریکۍ کې ګډون وکړ .

د ۷۲۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د کرنې په برخه کې د روزنیز مرکز ودانۍ، استنادي دیوال او جوړه شوې لیلیه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ادارې ( FAO ) د ۷۲۲ زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند د تنګي توقچي سیمه کې د میرانو سربند ته څیرمه په دوه پوړونو کې جوړ شوی روزنیز مرکز او د سیلابونو څخه د یاد مرکز د ساتنې په موخه استنادي دیوال او د مرکز اړوند لیلیې ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو ته سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلا ب منګل د وینا پر مهال یاد روزنیز مرکز د اوبه خور سیستمونو جوړولو، ظرفیت لوړونې او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې مهم وباله او زیاته کړه پدې روزنیز مرکز کې به د ننګرهار سربیره د نورو ولایتونو د کرنې مسلکي کسانو او بزګرانو ته میتودیکه روزنه ورکول کیږي.
نوموړي زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ادارې له لورې د یو هوکړه لیک له مخې روزنیز مرکز ودانۍ د کرنې او مالدارۍ ریاست ته او د لیلې ودانۍ یې د کانال ریاست ته وسپارلې .
منګل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ادارې ( FAO ) او د جاپان سولې روغتیايي خدماتو (PMS ) ادارې څخه مننه وکړه، چې په هڅو يې د ګمبیري شاړه دښته په سرسبزۍ بدله شوه او پدې برخه خپلې هڅې لا ګړندۍ ساتي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ادارې ( FAO ) مشر تومیو سیچري پدې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د پياوړتیا په برخه کې د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکړ.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي وویل، جوړ شوی روزنیز مرکز ۱۲ خونې، ۵ تشنابونه، پخلنځای ، ګودام اود همدې لپاره جوړه شوې لیلیه ۱۲ خونې ، تشنابونه او نور اړین ملحقات لري،چې د شاوخوا درې کلونو په موده کې یې چارې بشپړې شوي دي .
د ولایتي شورا غړي ډاکتر ناصر کاموال جوړ شوی روزنیر مرکز د کرنې د پيا وړتیا په برخه کې مهم یاد کړ او غوښتنه یې وکړه ، چې دغه جوړ شوی روزنیز مرکزدې د پوهنتون په چوکاټ کې د کرنې په برخه کې د یوې څانګې په توګه ورڅخه ګټه واخیستل شي.
د جوړو شو مراسمو پرمهال د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولت زي،د PMS جاپانۍ مؤسسې مشر ډاکټر ناکامورا او یو شمیر نورو د وینا پر مهال د یادې پروژې د بشپړیدو له امله ولسونو ته د مبارکۍ ترڅنګ له دوی څخه یې د ساتنې غوښتنې وکړې.
د یادونې وړده،چې په جوړو شوو مراسمو کې د کانال رئیس غلام حضرت عبدالرحیمزي،ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد، د سیندیزې حوزې او کلیو پراختیا ادارې رئیسانو،د ولسي ملاتړ پروګرام مشر حاجي حیات خان،دیني عالمانو،قومي مشرانو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.

د ننګرهار والي په لارښوونه د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې له یو شمیر مرکزونو څخه لیدنه وشوه.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د ولایت سرپرست مرستیال او مستوفي عبدالله رقیبي،چې د ولایت مقام دفتر رئیس انجینر محمد فرید ناصرزي یې ملتیا کوله،د جلال اباد ښار اړوند عبدالحق مېنې،مشکو کوڅې ، میاعمر لیسې او د انګور باغ چوک په مربوطاتو کې د رایې ورکوونکو د نوم ليکنې له يو شمېر مرکزونو څخه د کتنې پر مهال د يادو مرکزونو کار کوونکو ته ډاډ وکړ ، چې د امنيت ټينګښت په موخه به يې خپلې هڅې لا پراخه کړي.
ښاغلی رقیبی وويل: په دې ولايت کې ميشت امنيتي ځواکونه د ولسي جرګې او ولسواليو شورا ګانو راتلونکو ټاکنو ښه ترسراوي لپاره پوره چمتو والی لري ،چې په وينا يې هېواد وال کولای شي په ډاډه زړه په ټاکنو کې د ګډون په موخه نومليکنه وکړي او ټاکنو کې برخه واخلي.
ننګرهار کې د شفتالو یو جریبی باغ څخه باغداران تر ۳ سوه زره افغانیو عاید تر لاسه کوي .
په ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د شفتالو د اصلاح شوو باغونو څخه باغداران د یو جریب څخه په یو فصل کې تر ۳ سوو زرو افغانیو عاید تر لاسه کړي دي .
د دې ولایت د باغدارانو شفتالو نن د کرنې او مالدارۍ وزارت په انګړ کې رسنیو ته د نندارې او مالوماتو د شریکولو په موخه اېښودل شوي وو.
د یادونې وړده،چې د میوه جاتو اصلاح شوې نوعې د ننګرهار د کرنې ریاست د میوه جاتو د څېړنې مرکز د نښوتونو له جملې څخه دي.

ننګرهار پوهنتون کې د پسرلني جام تر نامه لاندې د کرکټ دولس اوريزې سيالۍ د يادپوهنتون د ژورناليزم پوهنځي لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسيدې.
دننګرهارپوهنتون د بدنې روزنې امر محمد نسيم کاکړپه وينا دغه سيالۍ د ننګرهارپوهنتون بدنې روزني امريت له لوري د ننګرهارپوهنتون د دولس پوهنځيو لوبډلو په ګډون د ياد پوهنتون په ورزشی ډګر کې دوه اوونۍ وړاندې په لاره اچول شوې وې.
کاکړزياته کړه، د دې سياليو په ترسره شوو لوبوکې ژوزناليزم اوساينس پوهنځيولوبډلو وکړايشول د يادو سيالیوپاي لوبي ته لاره پيداکړي.دنوموړي په خبره د دې لوبې لومړۍ منډي ساينس پوهنځي لوبډلې پيل کړې اوپه ټاکل شوو دولسو اورنو کې يي ژورناليزم پوهنځي لوبډلې ته يې د اته نوي منډوهدف وټاکه .
په ځواب کې ژورناليزم پوهنځي لوبډلي وکړايشول ټاکل شوي هدف دلوبي په وروستۍ اورکې پوره او د يادو سياليو د اتلولۍ مقام خپل کړی، همدارنګه ساينس پوهنځي لوبډلې بيا دويم مقام ترلاسه کړ.د پای لوبي د نندارې لپاره د يادپوهنتون استادان دورزش په چاروکې دولايت مقام سلاکاراو دسوک وهني ملی لوبډلي لوبغاړی نور احمد حبيبی، سلګونه محصلينو اودکرکټ مينه والو برخه اخيستې وه.حبيبی دواړولوبډلو ته دسلاکاروزيراو دننګرهاروالي محمد ګلاب منګل د مبارکۍ پيغام وويلې او د ياد پوهنتون ورزشکارانو ته يې ډاډ ورکړ، چې د دوی لاسته راوړنې به ولايت مقام ته ورسوي اود دوي شته ستونزې د حل په موخه به پوره هلې ځلې وکړ.ورپسې د ننګرهارپوهنتون د محصلانو چارو مرستيال استاد نعيم جان سروري دولايت استازۍ نور احمد حبيبی څخه پدی موخه مننه وکړه، چی دپوهنتون دورزشکارانوفعاليتونه يی له نږدی وکتل او دحل په موخه يي دوی سره دهمکاريو ژمنه هم وکړه.
په پای کې دولايت مقام اود پوهنتون ادارې له لوري برابرشوي ستاينلیکونه اوکپونه ګټونکو لوبډلو ته وويشل شول.
دوه داعش ووژل شول او ۳ تنه د نشه یې توکو د قاچاق او پرچون پلور په تور ونیول شول .
ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په سلیمانخیلو تنګي اړوند مرخڼۍ سیمه کې د بې پيلوټه الوتکې په هوایي برید کې،چې نن له غرمې وروسته ترسره شو،درې داعش وسله وال ووژل شول او د دوی د وسلو او مهمات ډیپو هم لمنځه یوړل شوه .
په همدې حال کې د امنیه قوماندانۍ پولیسو د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخیلو سیمه کې د پلټنې پر مهال په یوه عراده کرولا موټر کې ۱۳ کیلو ګرامه چرس،چې له خوږیاڼو ولسوالۍ څخه مارکو ته لیږدول کیدل،له یو تن قاچاق کوونکي سره یو ځای نیولي .
په ورته وخت کې د خوږیاڼو ولسوالۍ ارغچ سیمه کې د پلټنې پر مهال یو نیم کیلو ګرامه تریاک کشف او تر لاسه شول .
د یو بل خبر له مخې پولیسو د جلال اباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطه ساحه کې د پیرمحمد او شفیع الله په نوم د نشه یي توکو دوه تنه پرچون پلورونکي د کا په نوم (۲۰۰) تابلیتونو سره یو ځای نیولي.
د ټولو نیول شوو کسانو څېړنې جریان لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *