تاند- د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور په قصه خوانۍ بازار کې د نن ورځې په موټر بمي چاودنې کې لږترلږه ۳۸ تنه وژل شوي او  ۸۲ نور ژوبل دي.

چاودنه نن تر غرمې مخکې، شاوخوا یوولس بجې، په قصه خوانۍ بازار کې د خان رازق د پولیسو د تاڼې مخې ته وشوه.

د پېښې ټپيان ليډي ريډنګ روغتون ته لېږدول شوي دي. وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه چې د ډېرو ټپیانو حال نازک ښودل شوی دی.

تراوسه څرګنده نه ده چې د دې بې رحمانه حملې هدف څوک و. ټول وژل شوي کسان عام خلک دي. یو جومات او یوه مسافرخانه د چاودنې ځای ته نژدې دي. موټر، چې چاودېدونکي مواد پکې اېښودل شوي ول، د پولیسو له تاڼې لس متره لېري درول شوی و.

د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم قصه خوانۍ ته څېرمه د کواټۍ بازار په سیمه کې پر یوې کلیسا دوو ځانمرګو بریدونو وشول چې په نتیجه کې یې ۸۴ تنه ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *