تاند- د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په پکتیا ولایت کې د ډیورند کرښې صفري نقطې ته لاړ.

د پکتیا د ولایتي ادارې د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، جنرال طارق شاه بهرامي او والي صمیم خان کټوازی د ډنډ پټان ولسوالي په انځرکنډو او توپ سر سیمو کې نوي پوځي تاسیسات وکتل.

له دوی سره د دې سیمې په سفر کې د ۲۰۳ تندر قول اردو او د ۲۰۳ سپینغر زون د قوماندانانو په ګډون یو شمېر نور پوځي او ملکي چارواکي هم ملګري ول.

ډنډپټان سیمې ته د افغانستان دفاع وزیر یوه اوونۍ وروسته له دې لاړ چې افغان امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې خپلې پوستې له پاکستاني پوځیانو بېرته ونیولې.

افغان چارواکي وايي چې پاکستاني پوځیانو د طالبانو په مټ د ډند پټان ولسوالي په انځرکنډو او توپ سر سیمو کې پوستې جوړې کړې وې.

افغان ځواکونو تېر ژمی هم هڅه وکړه چې دا پوستې بېرته ونیسي خو واورو اجازه ورنه کړه چې په سیمه کې پرمختګ وکړي.

دوی وايي چې د دې سیمې نیولو پاکستان ته د طالبانو د تګ راتګ او اسانه اکمالاتو لاره ډب کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *