پرون دوشنبه ماسپښين په کندز کې د ضيايي فرهنګي خونې، موج های گستره آمو او پردېس کلتوري ټولنې په نوښت د پښتو ادب ستر او نوميالي صوفي شاعر عبدالرحمن بابا (رح)  ۲۶۹ تلین غونډه د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
ياده غونډه کې د کندز ولايت ولايتي استازو، د اطلاعاتو او کلتور رياست غړو، د کلتوري او ادبي ټولنو استازو، مدني فعالانو او د شعر او ادب مينه والو ګډون درلود.
د ضيايي فرهنګي خونې مشر ښاغلي حاجي ضياالحق ضيايي د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له ټولو مننه وکړه چې پخپل ګډون سره يې پروګرام لاښکلی کړ.
مخور سپين ږيري او د ولسمشر ارشد مشاور حاجي محمد امان اتمانزي په خپلو خبرو کې له کندزي فرهنګپالو مننه وکړه چې تل يې د داسې فرهنګي او ادبي غونډو په جوړولو ټولو ته دا انځور وړاندې کړی چې، مونږ په رښتيني ډول يو وجود يوو.
شاعر او ليکوال او د موج های گستره آمو ټولنې مشر ښاغلي عبدالشکور قدردان په خپلو خبرو کې د ادب پخوانيو سرلارو او ستورو په شعر او فکر، دا د ډول غونډو جوړول مهمه اړتيا وبلله.
ورپسې د کندز پوهنتون استاد او د پردېس ټولنې مرستيال ښاغلی پوهنيار عبدالمجيد پردېس د رحمان بابا د ژوند او ند په اړه خپله هراړخيزه مقاله ګډونوالو ته واوروله.
د ښاغلي غلام حيدر حيدر، استاد سيد نعيم عسکر، مغفرت شاه حاضري، انبياء الدين هاشمي، استاد نقيب الله اورياخېل، عبدالله نور قدردان، نقيب الله ارمان، سياف زاخېلوال او نورو ګډونوالو له لوري د رحمان بابا په خوږو کلامونو ليکل شوې مقالې او د بابا شعرونه حاضرينو ته واورول شول.
د ولايت مقام او د اطلاعاتو کلتور رياست استازو د غونډې د تنظيموونکو څخه مننه وکړه چې د پښتو ژبې د غنامندۍ او د رحمان بابا د لا تعارف په موخه يې دا پروګرام برابر کړ.
پروګرام د کندز مخور سپين ږيري او فرهنګپال ښاغلي حيرت فاريابي په دعايې پای ته ورسېد.
راپور: محمد عزيز پردېس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *