کار او دنده د انساني ژوند د ښه والي لپاره تر ټولو مهم توک دی. نن سبا په نړۍ کې هر انسان په دې لټه کې دی، چې څنګه د یوه ښه کار یا یوې ښې باوري او ګټورې دندې خاوند شي. ډېر کسان دي چې دنده تر لاسه کړي خو د خپلو ځینو نیمګړتیاو یا ستونزو له امله مهمې او ښې دندې له لاسه ورکړي. دنده څه ډول پیدا کړو؟،کاري مرکه څه ډول وکړو؟، د تنخوا ټاکلو پر مهال دغه ټکي مه کاروئ، د تنخوا ټاکلو پرمهال مناسب دلایل، په لومړيو کاري ورځو کې څه کول په کار دي؟، څه ډول د يوې ادارې تر ټولو بريالی کارکوونکی شو؟، دغه عادتونه مو د شخصي او کاري ژوند کیفیت لوړوي، هغه تېروتنې چې په دنده کې مو د پرمختګ مخه نیسي، هغه تېروتنې چې کاري راتلونکې مو زیانمنوي، په کاري محیط کې د خوښ اوسېدو لارې چارې ، څه ډول په کاري محیط کې غوسه کنټرول کړو؟، په دې حالاتو کې د تنخوا د لوړېدو غوښتنه مه کوئ،په کومو شرایطو کې دنده پرېږدئ؟، که مو دا نښې ولیدې له دندې اېستل کېږئ، څه ډول له دندې استعفا ورکړو؟ ، د استعفا لپاره کوم دلایل نامناسب دي؟. حمیدالله حمیدي دې او دې ته ورته نور اړین مسایل په دې کتاب کې پښتو ژبې ته را ژباړلي دي. کتاب په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دی، چې پر همدې کتابپلورنځي سر بېره په ولایتونو کې هم پیدا کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *