په تیرو څلویښت کلونو کی په هیواد کی بیلابیل حکومتونه حاکم شول چی هر یو یی له ځان سره ښی او بدی ځانګړتیاوی درلودلی چی په لنډه توګه ویلای شو چی د افغانستان تیر ۴۰ کلن تاریخ په څلورو دورو ویشل شوی چی یوه یی د کمونستانو دوره وه او بله یی د مجاهدینو دوره او بله یی د طالبانو دور وو او اوسنی نظام د طالبانو له سقوط څخه نیولی تر اوسه پوری.
په دی هره دوره کی بیګناه افغانان په بیلابیلو نومونو په بی رحمانه ډول وژل شوی او هر رژیم کوښښ کړی خپل رقیبان په وحشیانه توګه له منځه یوسی، او یو لوری هم خپل مخالف لوری نشو زغملی چی همدا ناکامه پالیسۍ ددی سبب شوی چی هیواد دا څلویښت کاله له کړکیچ سره مخ شی.
اوس چی هیواد کی یو نوی نظام حاکم شوی او هر لوری په یو ډول په نظام کی شریک دی نو پکار ده چی ټول د یو بل زغملو او په ګډه د هیواد دملی منافعو په نظر کی نیولو سره په هیواد کی د قانونی نظام د ټینګښت او پرمختګ لپاره کار وکړی نه دا چی پخوانۍ کیسی بیا را تازه کړی او هیواد یو ځل بیا د کړکیچ او ګډوډۍ خوا ته بوځي، که یو څوک په یو لوړ دولتی موقف کی ځای لری او له هغه ځایه د بل لوری پلویانو ته سپکی سپوری وایی نو باید په دی پوه شی چی هغوی هم په ملت کی پلویان لری او د ورته عکس العمل سره به مخ شی.
د ښاغلی مسلمیار وروستۍ څرګندونی چی د ډاکټر نجیب الله او د هغه د پلویانو په اړه یی کړی، چی ډاکټر نجیب یو ظالم او قاتل شخص دی او پلویان یی لیونیان دی نو ښاغلیه اول خو تاسی ووایاست چی په تیرو کلونو کی کوم لوری قتل ندی کړی او ظلم یی ندی کړی تاسی چی کابل ته راغلۍ په عامو خلکو مو څه نخری ونکړی، تاسی د افغانستان منظمه اردو له منځه یوړه د افغانستان ټانکونه او طیاری مو د پاپړو په نرخ په پاکستان خرڅي کړی چی اوس مو مونږ د پردیو سوال ته کینولو، د کابل په هره کوڅه کی بیل بیل حکومتونه نه وو، ناهید مو په یاد ده ؟ هغی د چا له لاسه ځان له دریم منزل څخه ځان راوغورزاوه؟ د آبشارو قتل عام مو په یاد دی؟ د خلکو سرونو کی میخونه وهل او په کانتینرونو کی سوزول مو هیر شول؟ کوم یوی درته یاد کړم، د قیافو په بدلولو ستاسی ظلمونه د خلکو له ذهنونو نه پاکیږی د کابل هره کوڅه او هر سرک ستاسی د ظلمونو ګواهی ورکوی که یی خبری کولای شوای نو ډیر به یی درپسی خندلی وای تاسی څه فکر کوئ چی اوس ستیژ ته ودریږئ او د دیموکراسۍ او ترقۍ خبری کوی نو ستاسی ماضی به پری هیر شی؟ هیڅکله هم نه. نو ښه خبره داده چی مخکی له دی چی د یو بل چا په هکله قضاوت کوی نو لږ په خپل ګریوان کی سر کښته کړۍ او خپله ماضی هم را په یاد کړئ زه یقین لرم چی له ځان سره او خپل وجدان ته به ملامت یاست خو له شرمه پری اعتراف نشۍ کولای.
مونږ دا نه وایو چی کمونیستانو ظلم ندی کړی او نه د هغوی پلوی کوو خو تاسی د اسلام په جامه کی د جهاد تر نامه لاندی داسی کارونه وکړل چی اوس یی خلک په یادولو شرمیږی، تاسی اوس هم د جهاد تر نامه لاندی تجارت کوی او امتیازات یی اخلۍ او هریو دماڼیو او قصرونو خاوندان یاست کله مو هم د خپلو هغو پلویانو چی ستاسی تر امر لاندی یی خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا ټپیان شوی، دهغوی او یا د هغوی د بچیانو پوښتنه مو کړی، ستاسی دهمدی اعمالو پایله وه چی ستاسی بادارانو (ISI) درته بل دښمن طالبان پیدا کړل او پر تاسی یی مسلط کړل هغوی هم په خپل وار افغان مظلوم ولس ته چاړه تیره کړه او تر اوسه یی له افغان وژنی څخه لاس ندی اخستی.
پخوانیو کورنیو جګړو کی هر لوری خپل جعلی اتلان لری چی هیڅکله بل لوری ته د منلو ندی، ځکه دلته چی هرچا ډیری وژنی کړی وی نو هغه اتل دی،نو ښه خبره داده چی اوس له پخوانیو کیسو تیر شو او ټول په ګډه د یو بل زغملو په سیاست سره که هغه خلقی وی که پرچمی که مجاهد وی او که طالب وی او که غرب او شرق نه راغلی افغانان وی ټول مټی راونغاړو او شته ناخوالو ته د پای ټکی کیږدو او ملی وحدت او سولی ته کار وکړو او ځوان نسل نور په دی بی فایدی خبرو مصروف نکړو پریږدۍ چی درس ووایی او هیواد ته کار وکړی. او بیا تاسی ښاغلی چی د یو مهم ارګان مشری په غاړه لری نو دی خبرو ته باید ډیر پام وکړۍ چی ملی وحدت زیان ونه وینی، دا قضاوت تاریخ ته پریږدۍ راتلونکی نسلونه به تاریخ ولولی خپله به پوه شی چی پدی هیواد کی چا څه کړی تاریخ د هیچا پلوی نکوی اوبل څوک چی مړه دی نو هغوی د حساب او کتاب ځای ته ورغلی زمونږ او ستاسی ښه او بد ویل هغوی ته کومه ګټه او زیان نشی رسولی ددی پر ځای چی هغوی پسی خبری وکړو باید خپله په خپلو کړو تیروتنو پیښمانتیا وکړو او له خدایه بښنه وغواړو.
او په اخر کی ښاغلی مسلمیار ته وایو: ددی پر ځای چی په تیرو کیسو ځان مصروف کړی د خپل کلی او ولسوالی غم وکړه چی په یوه شپه د یوی بیوزلی مور دری داکټران زامن شهیدان شول ورشه او هغی مور اوښکی پاکی کړه او په داسی لارو غور وکړه چی نوری میندی بوری نشی او دی بد بختیو ته د پای ټکی کیښودل شی تیری کیسی هیری کړه د نوی نسل د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کار وکړۍ او پدی فکر وکړۍ چی راتلونکی نسلونو ته څه په میراث پریږدۍ .
د یو سوکاله ارام او پرمختللی افغانستان په هیله!
آفرین دې وی ستاسو په قلم -که چیری ډیری ځوانان داسې مهمو ټکو ته پام وکړی – اودپخوانیو سوډرانو په خبر تیر ونه ووځی ، انشاء الله وطن به جوړ شی همدااوس ددې سړی له کورنۍ نه ۲۲ تنه سوډران ددولت په عایداتی څوکیو کې کار کوی ، دخپلې درغلۍ له لارې حرامه خوری اودی لګیا ده هغه چا پسې خبرې کوی چې
– سره له دې چې ولسمشر ووخپله موریې په ټاکسی کې مزار ته لیږله