تاند- تکړه ژورنالیست او په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند نن سهار /چهارشنبه/ د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
ارغند سهار په کندهار ښار کې کار ته روان و چې ډزې پرې وشوې.
ارغند له تېرو پنځو کلونو راهیسې د کابل نیوز او څو نورو رسنیو لپاره د خبریال په توګه کار کاوه.
د خبریالانو مدافع ټولنو د عبدالمنان ارغند وژل کېدا غندلې او له چارواکو یې غوښتي چې د نوموړي قاتلان ومومي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عبدالمنان ارغند د وژل کېدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې له حکومت څخه غوښتي«کمیټه له افغان دولت څخه غواړي چې د شهید ارغند قاتلین ژرترژره ونیسي او دقانون منګلو ته یې وسپاري او پرینږدي چې د شهید ارغند د وژل کیدو قضیه هم لکه د لسهاوو نورو شهیدو شویو خبریالانو په څیر له پامه وغورځول شي.»
دې کمېټې همداراز ویلي«د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د خبریالانو بې پریتوب او مسلکیتوب ته په پام سره یو ځل بیا ټینګار کوي چې خبریالان یوازې هغو حقایقو ته چې په ټولنه کې موجود دي انعکاس ورکوي او خپله پکې په هیڅ ډول دخیل نه دي، نو له همدې مخې جګړه کې ښکیل لوري او ټول حقیقي او حکمي اشخاص باید د خبریالانو حقونو او خوندیتوب ته بشپړ پام او درناوی ولري.»
تېر کال په افغانستان کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي وو.
تېر کال تر ۶۰ ډېر نور خبریالان ټپي شوي دي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د رسنیو له پراخې ازادۍ سره سره زیات خبریالان او ژورنالیستان پکې وژل کېږي.
تراوسه پورې د عبدالمنان ارغند د وژلو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.