تاند- د افغانستان د شیعه عالمانو شورا له خلکو غوښتي چې تر څو بشپړ امنیت نه وي ټینګ شوی، نه تذکرې واخلي او نه د انتخاباتو لپاره نومونه ولیکي.
ایت الله اصف محسني د افغانستان د شیعه ګانو د علماوو شورا رياست په غاړه لري.
دې شورا وروسته له دې دا پرېکړه اعلان کړه چې د یکشنبې په ورځ د کابل په دشت برچي هزاره مېشته سیمه کې د نوملیکنې په یوه مرکز کې انتحاري حملې تر ۶۰ زیات ملکیان ووژل او تر سلو ډېر نور یې ژوبل کړل.
د افغانستان د شیعه دیني عالمانو شورا د ملي یووالي حکومت د ولس د امنیت په ساتلو کې ناکام بللی او ویلي یې دي چې د حکومت د بې غورۍ له کبله هره ورځ خلک وژل کېږي.
دې شورا پر ټولو افغانانو ږغ کړی چې تر بشپړ او ډاډمن امنیت پورې تذکرې وانخلي او د انتخاباتو لپاره نومونه ثبت نه کړي ځکه چې د دوی په باور د خلکو ژوند تر بل هر شي مهم دی.
دوی له حکومت څخه غوښتي چې د خلکو په ساتنه کې غفلت ونه کړي څو د ولسواکۍ بنسټونه زیانمن نه شي.