د خوست ولايتي ادارې شکايت کړى، چې د ٢٠٠ لکه افغانيو په رشوت تورن کس يې بندي خانې ته د لېږلو پر ځاى د خوست د کرنې د رييس په توګه ور معرفي کړى دى.
په ذبيح الله تور دى، چې د خوست د املاکو د مدير په توګه د دندې پر مهال يې د يوه شخصي جايداد د تبادلې په مقابل کې له ملک خيالبدين څخه ٢٠٠ لکه افغانۍ اخیستې او سند يې له ولایتی ادارې سره پروت دى.
د اداري اصلاحاتو کمېسیون او کرنې وزارت اداعا کوي، چې ذبيح الله د ازاد رقابت له لارې د خوست د کرنې د رييس په توګه مقرر شوى؛ اما د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، د فاسدو چارواکو بيا مقرري او د واک دوام په ولايتونو کې د حکومتدارۍ او دولت پرستژ راټيټوي.
کال وړاندې ملک خيالبدين په مزار کې د خپلې ٤٠٠ جرېبه ځمکې احکام او اسناد له ځان سره خوست ته يوړل، چې په ښار کې يې متبادله ځمکه ورکړل شي.
د ملک خيالبدين په احکامو کې د مرکزي لوړ پوړو چارواکو احکام هم وو، خو د خوست ولايتي ادارې ملک خيالبدين ته د متبادلې ځمکې له ورکولو ډډه وکړه.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، اصلاً په خوست ښار کې ٤٠٠ جرېبه خالي ځمکه نشي پوره کېداى او که وي، حد اقل ارزښت يې١٢ ميليونه امريکايي ډالره دى.
والي وايي، ما د مرکزي حکومت دغه موافقه ور رد کړې، خو د ځينو رياستونو کارکوونکو په پټه د دغو ځمکو په جعل او تقلب کې لاس وواهه.
د خوست د املاکو مدير ذبيح الله چې اداره يې د ځمکو په تشخيص او وېش کې رول لرلو، له ملک خيالبدين سره معامله کړې وه او ٢٠٠ لکه افغانۍ رشوت يې اخستى وو. د خوست والي د دغو پيسو سند هم محور ته وښود.
که څه هم ذبيح الله د متهم په توګه محکمو او د پلټنو کمېسيونونو ته ورپېژندل شوى، چې بايد زندان ته يې ولېږي، خو برعکس د اداري اصلاحاتو کمېسيون او کرنې وزارت نوموړى د خوست د کرنې د رييس په توګه معرفي کړى دى.
والي شکايت کوي، چې د فاسدو چارواکو د واک دوام او نه محاکمه کېدل په حکومتدارۍ او دولتي نفوذ ناوړه اغېز کوي. د والي په خبره د خوست ټول خلک د ذبيح الله د اختلاس په اړه خبر دي.
ځايي خبريالان وايي، د ملک خيالبدين د ځمکې دوسیه له ډېر وخت را پدېخوا ګرمه روانه ده. دوی وایي، نوموړی ملک په دې قضيه کې د څو مياشتو لپاره بندي هم شو :((ملک خيالبدين مخکې تر دې چې دغه ځمکه له ولايتي ادارې تسليم کړي، هغه يې ډېره برخه وپلورله او له خلکو يې وړاندې پيسې تر لاسه کړې، چې پيسې يې بيا په رشوتونو ولګولې، څو یاده ځمکه تر لاسه کړي. یوازې د کرنې رییس ذبيح الله ته يې بډې ندي ورکړې، ګڼ کسان د رییسانو په کچه په دې قضيه کې تر زندان ورسېدل او یا له دندو ګوښه شول.))
ځایي مشران وايي، دغه مسئله د ډېرو لپاره حساسيت پاروونکې ده او هېڅوک هم دې ته چمتو نه دي، چې په خوست ښار کې دې سلګونه جرېبه قیمتي ځمکه یوه کس ته ورکړل شي.
یوه سرچينه وايي، ددې ترڅنګ چې د خوست د کرنې نوي رییس ذبيح الله د ملک خيالبدین د ځمکې په قضيه کې پيسې خوړلې، د کرنې ریاست اړوند يو باغ یې هم وېشلی او نمرې کړی دی، چې په دې کې يې د درغليو څرک له ورايه لګېږي.
د کرنې وزارت وياند مجيد قرار په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. له هڅو سره سره د اداري اصلاحاتو کمېسیون په نظر اخستو هم بریالي نشو.
تر دې وړاندې هم ډېرى واليانو شکايت کړى، چې د مرکز او ولايتي چارواکو ترمنځ په مقرريو کې همغږي نشته او متهم چارواکي په نورو څوکيو کې په دوى تحميل کېږي.
داموټری داباغونه دا قصرونه ::داپه وینو ابادشوی تعمیرونه
دابه وسپړی یوه ورځ دخلکو مینځ کی دچاغلا دچاتیرئ دچا ظلمونه::
پروپګندو وطن وران کړ مبا لغه حو وی حو دیوه بیکاره سړی له لاسه یو څوک خه څان سیاسی شحصیت ګنی ایا لازم دی چه خلکو تهدرد سر حوړ کری نه نه نه