سید غفوراحمد (جاوید )
نن دروسیې سوچي ښار دنړۍ د لسګونو هېوادونو د لوړ رتبه امنیتي چارواکو دنهم امنیتي کنفرانس کوربه دی ، دا کنفرانس چې داځل یې اجنډا دنړۍ دامنیتي مالوماتو ، نړیوالو ګواښونو ته په ګډه جواب ورکول او یو شمیر نورو مسایلو ترڅنګ د نشه یې توکو ګواښ نړیوالې سولي او ثبات ته هم ددي اجنډا مهمه برخه تشکیلوي.
نوموړي کنفرانس کې دافغانستان په استازولۍ دافغانستان دملي امنیت سلاکار ګډون کړی دی او نوموړې خپله وینا دکنفرانس ګډونوالو ته واوروله ، دښاغلي اتمر په وینا کې په افغانستان کې دتروریزم د تهدیدونو ترڅنګ یوه مهمه مسله چې ده ورته ګوت نیونه وکړه هغه دنشه یې توکو کاروبار او دهغې کړۍ اړیکې دتروریزم سره دې ، نوموړې یادونه وکړه چې مونږ باید په سیمه ایزه او نړیواله کچه په ګډه دي ګواښ ته ځواب ووایو ، داچې ياد ګواښ ته ولې باید په ګډه ځواب وویل شي غواړم دلته پري لنډ بحث وکړم.
لومړی !
دافغانستان دنشه یې توکو کارو بار یوازي په افغانانو پوري نه محدودیږي او دا کاروبار کې دنړیوالې مافیا ترڅنګ دسیمې هېوادونو مافیا هم شامله ده او همدا مافیا ده چې دافغانستان دګاونډیو هېوادونو له لاري نشه یې توکې او په ځانګړې ډول پوډر قاچاق کوې او بیا یې تر نړیوال مارکیټونو پوري رسوي ، دنړیوالو سازمانونو دارقامو له مخې دافغانستان 40 فیصده نشه یې توکې د مرکزي اسیا له لاري ، 30 فیصده دایران له لاري او 30 فیصده نور یې د پاکستان له لاري نړیوالو او سیمه ایزو مارکیټونو ته رسیږي او په دي کې د ټولو هېوادونو وګړې په یو شکل نه یو شکل ښکیل دي په ځانګړې توګه دهغه هېوادونو مافیاوي کړۍ.
نو همدي اصل ته په کتو سره یاد هېوادونه په مختلفو برخو کې له دي ګواښ سره مخ دي دبیلګې په ډول هغه خلک چې قاچاق کوې هغوۍ کوشش کوې چې په دي هېوادونو کې ملي امنیت وګواښې ترڅو دهغوۍ کارو بار لپاره خلاصه سیمه پیدا شي او دامنیتي ځواکونو په ضعف او یا هم تشه کې دوۍ په اسانۍ سره خپل کاروبار مخته یوسي چې مونږ یې زیاتره بیلګې لیدلي دي چې دنشه یې توکو کاروباریانو په یادو هېوادونو په ځانګړې ډول په ایران او مرکزي اسیا هېوادونو سرحدي ځواکونو سره وخت ناوخت نښتې هم کړې دي.
دوهم !
دنشه یې توکو کارو بار په یادو هېوادونو کې فساد ته هم لاره هواروي ځکه دا مافیایې کړۍ کوشش کوې دخپلو پیسو په مقابل کې دولتي لوړپوړي امنیتي چارواکې واخلې ترڅو ددوۍ کاروبار په وړاندي خنډ ونه ګرځې او دا هغه څه دي چې په اسانۍ سره کولې شي د اړونده هېوادونو په حکومتي کړیو کې فساد ته لاره هواره کړي.
دریمه!
بله مسله هغه د جرمي اقتصاد ده کله چې دنشه یې توکو کاروبار وي طبعي خبره ده چې هلته جرمي اقتصاد رامنځ ته کېږی او دا تور اقتصاد دسپین اقتصاد مخه نیسي چې له یوي خوا اقتصادي راکړه ورکړه ټکنۍ کېږي او له بل پلوه حکومتونو ته په بیلا بیلو شکلونو ضربه واریدیږي په ځانګړې ډول دقانوني اقتصادي څخه د ګټو په برخه کې ، ځکه ددي مافیایې کړیو یو کار دا وي چې خپلې ټولې نوري چاري هم په غیر قانوني توګه ترسره کړې او د دي ترڅنګ دکان کیندلو برخه هم په قاچاقي ډول ترسره کوې چې دا برخه یې بیا حکومتونو او ملتونو ته ډیره زیاته ضربه ورکوي.
څلورم!
دیاد کاروبارمسولین دخپلو اهدافو لپاره جنګې او تروریستي ګروپونو څخه اقتصادي ملاتړ کوې ترڅو دا ګروپونه دنا امنیو په رامنځ ته کولو سره ددي قاچاقبرانو لپاره خوندي سیمې ایجاد کړې او دوۍ بیا هلته د نشه یې توکو دپروسس او ترانزیت اسانه لاري ولري او له دی لاري څخه خپل کارو بار مخته یوسي.
پنځم !
او اخري تر ټولو لویه ستونزه یې چې ټوله نړۍ ته یې په اخلاقي لحاظ دحل مسولیت ورګرځې هغه دنشه یې توکو څخه رامنځ ته شوي ټولنیزي ناخوالي او اعتیاد دی چې بدبختانه په سیمه ایزه کچه باندي یې اغیز ډیر زیات دی په دي کې افراطیت او تشدد ، فقر او ترڅنګ یې دبشري سرچینو له منځه وړل دي په تدریجي ډول ،ځکه هر څوک چې په پوډرو اعتیادی شي په ټولنه کې دغلا ترڅنګ کورنې تاو تریخوالی رامنځ ته کوي او هم خپله هغه بشري قوه په سمه توګه نه شي مصروفولي چې دا یې بل تر ټولو لوی ناورین دی او ترڅنګ یې دا شخاص نه ده چې ټولنې اوکورنۍ ته اقتصادي ګټه کولې شي بلکې پراخه اقتصادي ضربه هم ورکوي چې دا یې تر ټولو خطرناکه مرحله ده.
نو یادو ټکو ته په کتو سره ویلې شو چې اوس دا د سیمیې او نړۍ هېوادونو مسولیت جوړیږي چې خپل هېوادونه او ملتونه په مختلفو برخو کې لکه امنیتي ، اقصتادي او ټولنیزکې له دي بحران څخه وباسي او هغه غوښتنه چې دافغانستان لخوا مطرح کېږي چې باید ددي پدیدي پرضد ګډه مبارزه وشي باید ورته لبیک وویل شي ترڅو وکولې شو چې دا شومه پدیده دتل لپاره له هېواد څخه ورکه کړو او ښکاره ده چې ګډه مبارزه دا کولې شي ځکه دا تولید دنړۍ مارکیټونو ته افغان بزګران نه وړي بلکې په سیمه او نړۍ کې همدا مافیایې کړۍ دا نشه یې توکې قاچاق کوي.