تاند- ۲۱ تنه افغان کډوال، چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي وو، له دغه هیواده له ایستل کېدو وروسته د چهارشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې له الوتکې کښته شول.

ډي پي اې خبري اژانس ته د مهاجرت د ادارې چارواکو ویلي چې دا کسان سهار وختي په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته ورسول شول.

دوی د سې شنبې په شپه د جرمني د دوسیلدورف له هوايي ډګره کابل ته واستول شول.

دا له ۲۰۱۶ م کال را په دې خوا له جرمني څخه په ډله ییز ډول د بېرته استول شویو افغانانو دوولسمه ډله ده.

په مجموع کې د افغانانو د بېرته ګرځولو د پروسې له پیله تراوسه پورې ۲۱۹ تنه افغانستان ته استول شوي دي.

له جرمني څخه د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنېدو له بهیر سره مخالفتونه هم شوي دي.

په جرمني کې د (پرو ازویل) په نوم د کډوالو د حقونو د موسسې غړی ګوینتر بوکهارد د افغانانو ایستل یو غیر شعوري عمل بولي.

خو د جرمني د نارت راین ویست فالیا ایالت د کورنیو چارو وزیر په الوتکو کې خپل هیواد ته د افغان کډوالو د استولو ملاتړ کوي.

دی وايي چې دا کسان د افغانستان د وضعیت په اړه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ارزونې پر اساس استول کېږي.

خو له دې سره سره لا هم د جرمني په شمول اروپا ته د افغانانو د پناه وړلو لړۍ دوام کړی دی.

د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې نژدې ۳۰ زره افغانان ترکیې ته رسېدلي.

دا کسان په دې هیله ترکیې ته ځي چې له دغه هیواده به د یونان او بلغاریا له لارو ځان لوېدیځو اروپايي هیوادونو ته رسوي.

ترکیې په وروستیو ورځو کې په څو چارتر الوتکو کې سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته واستول.

په ترکیه کې څه باندې ۳ ملیونه کډوال اوسي خو اکثره سوریه وال دي.

جرمني د تېر کال په مې میاشت کې په کابل کې د خپل سفارت مخته د ټانکر له خونړۍ چاودنې وروسته د افغانانو بېرته استول ځنډولي و.

په دې برید کې ۹۰ تنه وژل شوي وو.

 د سږ کال یوازې په جنورۍ کې په کابل کې ۷ سترې حملې وشوې چې ۲۴۷ تنه ملکیان پکې ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *