تاند- د جرمني فدرالي چارواکي وايي، یو تن یې په دې تور نیولی چې په افغانستان کې یې له طالبانو سره په جګړه کې برخه اخیستې ده.
د جرمني فدرالي څارنوالانو نن /پنجشنبه/ وویل، نیول شوی کس، ۳۶ کلن دی او د جرمني او پولنډ غبرګ تابعیتونه لري.
د جرمني د قوانینو پر اساس د هغه بشپړ نوم نه دی اعلان شوی او یوازې یې (توماس . کې) بللی دی.
توماس. کې د افغان چارواکو له لوري جرمني ته واستول شو او د فرانکفورت هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم پولیسو ونیوه.
پر نوموړي شک دی چې په یوې بهرنۍ تروریستي ډلې کې غړیتوب لري.
تر دې وړاندې په فبرورۍ میاشت کې افغان چارواکو ویلي وو چې په هلمند کې یې یو جرمنی نیولی چې له طالبانو سره یې د ماینونو او بمونو په جوړولو کې مرسته کوله.
د جرمني څارنوالانو نن وویل چې دغه کس په ۲۰۱۲ م کال پاکستان ته لاړ او څو میاشتې وروسته په شمالي وزیرستان کې له افغان طالبانو سره یوځای شو.
د څارنوالانو په وینا (توماس. کې) د ۲۰۱۴ تر مې میاشتې پورې په افغانستان کې له طالبانو سره اوږه په اوږه په جګړه کې برخه لرله.