فرید باراني

زه هڅه کوم، چې د مرحوم فريد باراني ځوانمرګي زما ذهن و قلم لړزاند نه کړي او په اسانه يې پر شعر خبرې وکړم. باراني شاعري زموږ د محدوې معاصرې رمزي او سېمبوليکې شاعرۍ  برخه ده، چې زموږ له دوديز غزلي دوده مختلفه ده، ځکه مو ښايي کله په ذوق ښه ونه لګي او مبهمه يا نامسجمه راته ښکاره شي. زه لومړى يو ازاد نظم راوړم او بيا يې پر ځايناستي او خواناستي محور بحث کوم. ښايي دا راسره د معاصرو سېمبوليکو او رمزي شعرونو په سپړلو کې هم مرسته وکړي:

خپګان اوږه راکړې

بس ته وايې چې د ستر بابا ادم مړی مې

ان له جنت نه په اوږه کوز کړی

سګريټ مې لاس کې مړ شو

پېچلی دود یې لا هم

زما د ستړۍ خاموشۍ له وجې

په توره شپه کې ورک ګوګرد لټوي

نور به تر څو ټپروم لاسونه

پرې مې ږده پرې مې ږده چې غرق ویده شم

یوې سودا او یوه قمار لره مې زړه شوی دی

چپه پښتۍ مې په قران خالي ده

ولې دې لاس راته اوږه کې کېښود

پرېږده چې خپل د بخت تندی ازمایم

آه

یاره کیلي رانه د کلپ د ننه ماته شوله

دا پرېشاني به اوس په چا وپلورم

دلته انسان او بازار

دواړه له خامو وروستو خښتو جوړ دي

نظم نوم نه لري، چې موږ ته د نظم په اړه يو کلي تصور راکړي؛ خو له عمودي پلوه د نظم د ټولو برخو ترمنځ په ظاهره سست؛ خو په ژورو کې کلک تړاو او انسجام وينو، چې د يوه تاثر په تار پېيلى دى. دا تاثر ژوره خواشيني ده، چې د شاعر له آروزګانو او د ژوند په اړه له نړۍ ليده راوتې. داسې احساسوو، چې شاعر له خپلو آرزوګانو مجبور؛ خو پرې شکمن دى.

که د ژورې خواشينۍ چې نهيلۍ ته ډېره نېژدې ده، همدا تاثر او مفهوم په يوه قافيه وال شعر کې وړاندې شوى واى، له هره پلوه به دومره راټول واى لکه د يوه دوديز لوستونکي د فهم دايره؛ خو روايي او سېمبوليک ازاد نظم يوازې له قافيو ازاد نه وي، بلکې د مفاهيمو له پلوه همدومره ازاد وي، چې کله دې پرې د انتشار شک وشي؛ خو چې ځير شې، په داسې يوه بازار کې ولاړ وې، چې شاخوا يې ستا د هيلې خلاف ګڼ رنګارنګ شيان پراته دي؛ خو دا ټول د يوه بازار په لوښي کې پراته دي او ټول د خرڅولو لپاره دي. د بابا ادم او د چپې پښتۍ په ظاهره له سګريټ او په قلف کې له پاتې کيلې سره څه اړيکه نشته؛ خو د پرېشانۍ پر وخت د سګريټو څکول له جنته د حضرت آدم له نهيلي راوتلو سره نېژدې اړيکي لري. جنت دروازه لري او دروازه په راوتو قلفېږي او که کونجي پکې ماته شي؛ نو مطلب دا چې د انسان هره هڅه ناکامه شوه، انسان او آرزوګانې يې له خامو وروستو خښتو جوړې دي، چې له باران سره رابهېږي. شاعر د خامو وروستو خښتو پرځاى خاوره ځکه نه ده ويلې، چې له يوې خوا لوستونکي زاړه کلي ته په نوې لار راتاو کړي او له بله پلوه د انسان خاموالى او وروستوالى پرې حس کړي.

خپګان اوږه راکړې

عادي ژبه راته اجازه نه راکوي، چې (خپګان) له (اوږې) سره خوا پر خوا راولو. دا د عادي ژبې محدوديت او بيوسي ده، چې بايد د قواعدو لپاره يې وضع کړي؛ خو د هنر ژبه له محدوديتونو پښه اړول دي. شاعر د خپلې عاطفې او تخيل په زور د عادي ژبې پولې نړوي. دا مسره مکنيه استعاره يا تشخيص دى. شاعر خپګان ته د يوه داسې شخص نظر کوي، چې د ده مړه يې په اوږه دى. خپګان د ده د نهيلۍ زېږندى دى او دا نهيلي څه اوسنۍ نه ده، بلکې د هغه وخت ده، چې ادم يې د خوشحاليو او د ارزګانو له جنته وايست. شاعر خپله نهيلي په يوه داسې کيسه کې نغاړي، چې زمان نه لري. اسطورې نامهالى فردي احساس ټولنيز کوي او ژوروالى، بوږن او درونوالى پکې پيدا کوي. په معاصره شاعرۍ کې د اسطورو د کارونې موخه د ټولنيز لاشعور تل ته د کوزېدو هڅه ده، چې زياتره وخت د ټولنيز ياس او خواشينۍ په حالت کې کارېږي.

زما د ستړې خاموشۍ له وجې

په عادي ژبه کې خاموشي په لږ او ډېره توصيفوو؛ خو د “ستړې” صفت ورته نه کاروو. شاعر لاندې عادي جملې سره ګډې کړې:

زما د ډېرې خاموشۍ له وجې

زما د د ستړي وجود له وجې

لومړى شاعر د دواړو جملو په ګڼو پاراډيمونو(ځايناستي محور) کې يو يو توک انتخاب کړى. د نام چامسکي د ساده زېږندې بېلګې په تقليد، دوه ساده جملې دي، چې په عادي ژبه کې د (زما د ستړي وجود او خاموشې له وجې) بڼه د چاپېريال ژبې ته لېږدېدلې؛ خو شاعر دا دواړه په يوه نااشنا ترکيب کې سره پېيلي، چې دا نااشنا ترکيب تر شا هنري منطق لري. دا راته وايي، چې د شاعرۍ سفر تر عادي ژبې وروسته پيلېږي او دويم انتقال دى.

شاعر غواړي، چې د خپلې خاموشۍ شدت راباندې حس کړي؛ خو ورسره ترې خپله بيزاري هم وښيي. له خپلې خاموشۍ وېره او بيزاري د مرحوم باراني په ټوله شاعرۍ کې خپره وينو، چې کله خپل شکونه د “اندېښنو د بلاربوالي” په ترکيب کې وړاندې کوي؛ نو موږ پوهېږو، چې شاعر ژوند ته په ژور نظر کتلي او په اړه يې ډېر ملاحظات لري؛ خو د “اندېښنو د نه لنګون” مطلب دا نه دى،چې ګنې شاعر له ټولنيز جبره وېرېږي، بلکې شاعر دومره لرېوتى، چې انتخاب نه لري او ټولو حقايقو ته په همدې نظر ګوري.

دا پرېشاني به اوس په چا وپلورم

دا جمله د عادي ژبې له دوو جملو مرکبه ښکاري:

دا پرېشاني چا ته ووايم

دا سودا به اوس په چا پلورم

د لومړۍ جملې (پرېشاني) راغلې او په دويمه جمله کې د (سودا) ځايناستې شوې ده او د وزن او مانا د اړتيا له مخې د مطلقيت مختاړى(و) ورزيات شوى. دې ټولو په ګډه درېيمه جمله جوړه کړې، چې د مانا او بڼي له پلوه له لومړيو دواړو مختلفه ده. له سړي نه په جرنده کې کونجي ماته شوې، د چا د زړه ور يې نه دى خلاص کړى، اوس ورسره اندېښنه ده، چې د خپلې پرېشانۍ پانګه به اوس د کوم زړه په کوټه کې خوندي کوي، ځان به څرنګه له دې باره سپکوي.

شاعري ژبه له ژبپوهنيزو محورونو وباسي او په دې توګه د نويو مضامينو او ماناوو ايجاد ته لار هواروي. موږ د “ړنګ” صفت په عادي ژبه کې له فيزيکي شيانو لکه کور او… نورو سره کاروو؛ خو چې کله يې له “تحمل” سره ووينو، يوه نوې مانا او خوند ترې اخلو. ړنګ تحمل داسې دى، لکه ړنګ کور، په کور کې خلک ژوند کوي او له بارانونو پکې خوندي وي.

شاعر خپل اميد د سګريټ په سېمبول کې وړاندى کړى، چې مړ دى؛ خو پېچلى دود(لوګى) يې لا د ده د ژوند په توره شپه کې لاسونه ټپروي؛ خو موندلاى يې نشي، ځکه نو بايد ورپسې غرق ويده شي. “غرق خوب” دلته د مرګ سېمبول کېداى شي، چې شاعر يې لکه د روايي شاعرۍ د ځينو معاصرو شاعرانو غوندې چې يوه پکې فروغ فرخزاد هم ده، د مرګ آرزو لري او دا قمار وهل غواړي، چې ګوندې يو وخت راپاڅي او له چپې پښتۍ يې د حوا لور راوتې وي. شاعر په ډېرو نورو شعرونو کې هم د خپل مرګ وړاندوينې او خبرې کړي او د کتاب په يوه سريزه کې مې ولوست، چې مريخ ته يې د نه راستنېدونکي سفر لپاره نومليکنه هم کړې وه. پر اوږه هله چا ته لاس ږدو چې له يوه کاره يې راايساروو. شاعر په دې کنايه کي د نه ايسارولو خبره کوي، غواړي، چې خپل بخت وازمايي، ځکه چې کونجي ترې اوس په قلف کې ماته شوې او انسان او بازار دواړه د مجبوريو له خامو خښتو جوړ دي، چې د ده د ډېرو هيلو تاب نه لري.

د مرحوم فريد باراني شعرونه له پېچلتيا سره له رومانسه ډک دي او ډېرې خوندورې جمالياتي تجربې يې په شعر کې تصوير کړي:

سږ کال پروسږ نه دی

چې مې د کيڼې پښتۍ درد ارام شي

سږ کال پروسږ نه دی

چې راسته لاس دې په تندې را کښېږدې

او درته ووايم چې ښه يمه نور

په دې شعر کې پر ماضي پرستۍ، چې د سېمبوليکې شاعرۍ يو مهم خصوصيت دى، سربېره پر تندي د لاس د اېښودو رومانتيکه تجربه هم وينو او دا خصوصيت د ده په ټوله شاعرۍ کي شته؛ خو کله چې د ژوند په اړه له ژورو ځوابونو وتى، يو سطحي رومانس ترې جوړ شوى، چې ښايي د ډېرو لومړنيو شاعرانو په شعرونو کې يې موندلاى شو. زه يې د بېلګې په توګه د کتاب د منځ ځينې شعرونه او د ۸۶ مخ نظم غوندې ځينې نظمونه ښيم؛ خو دا د دې وړوکي خو پر کيفه او پرکيفيته شعري ټولګې کمه برخه ده؛ نور ټول شعرونه د اصيلې عاطفې او لوړ تخيل له خوږو برخمن دي، چې نوي نويزي استعاري ترکيبونه او سېمبولونه يې په هر شعر کې هرکلى درته وايي.

د مرحوم فريد باران دويمه شعري ټولګه(سکوت سندرې وايي) د ګل رحمن رحماني په زيار په دې وروستيو کې سمون خپرندويې ټولنې چاپ کړې ده.

د (سکوت سندري وايي) شاعري مو په قافيه واله شاعرۍ ګردجن شوى ذهن څنډي او له يوه نااشنا خونده مو برخمن کوي. د ارماني له شاعرۍ وړاندوينه کولاى شو، چې که ژوندى واى، پښتو شاعرۍ ته به يې نوى لوى ورکړى واى، زموږ دا هيله يې مرګ راووژله؛ خو کاش ځوان شاعران د دې نوې شاعرۍ پل واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *