تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس د افغانستان پر امنیتي پرمختیاوو په ځانګړي ډول د افغان هوايي ځواک په اړه خبرې وکړې.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم دواړو مشرانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اړتیاوو د پوره کېدو پر ضرورت خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې نور جزییات نه دی څرګند شوي چې څه ډول اړتیاوې او یا ایا امریکا څه نوې ژمنه وکړه او کنه.
د افغانستان حکومت له څو کلونو راهیسې د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د ترانسپورتي او جنګي الوتکو غوښتنه کوي.
ارګ وايي ښاغلي غني او پینس د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ – چې د تېر کال د اګست په میاشت کې اعلان شوه – له تروریزم سره د مبارزې، سولې او ثبات، انتخاباتو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په ګډون پر ګڼو بېلابېلو مسلو خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې د سږ کال د میزان په میاشت کې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات ترسره شي.
ولسمشر غني له مایک پینس سره د انتخاباتو په اړه وویل، حکومت د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ټول ضروري اقدامات کړي او د حکومت لپاره دا ټاکنې لومړیتوب لري.
د امریکا مرستیال ولسمشر له افغانانو سره په انتخاباتو کې د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه.