تاند- چین او هند په افغانستان کې د ګډې اقتصادي پروژې د اجرا کولو اراده کړې ده.
د ایشین ایج ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند صدراعظم نریندر مودي او د چین صدراعظم کشي ژوپینګ موافقه کړې چې په افغانستان کې به په اقتصادي پروژو کې په ګډه کار کوي څو وښيي چې دواړه هیوادونه په درېم هیواد کې همکاري کولی او د درېم هیواد د اړتیاوو په پوره کولو کې په خپل منځ کې یووالی لرلی شي.
په افغانستان کې په اقتصادي پروژو کې د هند او چین همکاري د پاکستان لپاره ښايي ښه خبر نه وي ځکه چې له یوې خوا د دواړو ترمنځ د همکارۍ ګټه افغانستان ته رسېږي او له بلې خوا د هند او چین د اړیکو د نژدې کېدو سبب کېږي.
چین او هند دواړه د افغانستان په سوله او د اوسني حکومت د ستنو په ټینګښت کې ګټه ویني. نه چین او نه هم هند غواړي چې پر افغانستان سختدریځي واکمن شي.
د هند صدراعظم نریندر مودي او د چین ولسمشر ژوپینګ د چین په وهان ښار کې سره وکتل.
دوی د چین او هند ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې وکړې.