نورمحمد فرحت  

موږ هیڅ نه پوهیږو چې راتلوونکي نابغه، ولسمشر، میلیاردر،… به څوک وي. او له کومه ځایه به وی، خو دي ځایو ته د رسیدو چانس ممکن هرڅوک ولري او ممکن هیڅوک یې ونه لری. هغه څوک یې ځکه لري چې لیدلروی او انتخاب ولري او ممکن هیڅوک یې ونه لری چې انتخاب او لیدلوری ونه لري.

زموږ لیدلوری او ټاکنه زموږ راتلوونکي ټاکي،سالم انتخاب تل مؤثرې پایلې لري، ټاکنه د هر چا حق دی، خو تر ټاکنې مخکې لمړی باید په دي ځان پوهه کړو چې څنګه یې وټاکو؟

د یو رییس او د هغه د ساتوونکي فرق یوازې د هغه په لیدلوري او انتخاب کې دی، چې رئیس یې غوښتل رئیس سي، او ساتوونکي غوښتل یو ساتوونکی شي.

زه یوازې دلته غواړم په ټاکنه راوګرځم، لیدلوری به بل وار وسپړو.

نن که یو ولسمشر، وزیر،میلیونر او میلیاردر، ډاکټر، انجینر، او یا ملازیم، یا بل په ټولنه کې په لوړو او ټیټو پوړو کې وینو، او غواړو دده پرمختګ او وروسته پاته والی وغواړو په یوه جمله کي تشریح کړو، نو دا به وایو: چې دا یې انتخاب وو، بس خلاص.

دا سمه نده چې ووایو د رئیس زوي په رئیس وي او د وزیر زوي به وزیر، او د بزګر او ملازیم زوي به ملازیم او بزګر وي. دا چې پلار یې له خپل مغز نه استفاده ونه کړه ځکه بزګر او یا ملازم سو. د چا چې پلار له مغز نه ګټه پورته کړه، نن هغومره لوړ ژوند کوي، نو ژوند ماموریت دی، اصلا په بل پوري تړلي نده، موږ یو باید خپل راتلوونکی وټاکو.

ټاکنه یوازې د یو ماموریت لپاره نده، مهمه داده چې دقیق انتخاب د ژوند دود وګرځوو. ژوند په ټولو چارو کښې دقیق انتخاب وکړو. کله کله داسي هم پیښیږي یو څوک انتخاب نلري، دا نه ورمعلومیږي څه وکړم؟ او څنګه یې وکړم؟ لنډه لار داده چې له خلګو، ملګرو، اراوپوهانو سره مشوره وکړو،یا بریالی کسانو ژوند لیکونه ولولو، په لسګونو نظرونه راټول کړو، او بیا حتمن یو څه پیدا کیږي،چې ترې انتخاب یې کړو. مهم داده په ژوند کې ارام ولرو ځکه احساسات ډیر کله د کلونو خوارې په یوه لحظه په اوبو وړې.

کوم هېوادونه چې نن ورځ موږ وینو چې پرمختللی سیاست، اقتصاد،او ټکنالوژي لري، لامل یې دخلګو ټاګنه او لیدلوری دی. نو په هر بخش کښې څیړنی کوي، تر څو خپل ژوند په ارامه او سوکالې سره تیر کړي، او راتلونکی نسل هم تري ګته پورته کړي، نو په یو هېواد کښې سوله او امنیت هغه وخت راتلای شي چې د عامو وګړو لخوا علمي، مسلکي او اهل کار اشخاص انتخاب شي، تر څو د هېواد چارې په منظم ډول پر مخ یوسې، نو ټاکنه یوازې د شخصي ژوند ځانګړنه نده، مهمه داده په ټولینزو او ملي ټاکنو کي هم دقیق وسو، ځکه هغه هم زموږ له ژوند سره تړلي مسایل دی.

ارسطو خپل شاګرد سکندر مقدونی ته وویل کله چې ته غواړې د یو هیواد خلګ تر خپلی ولکۍ لاندې راولي او پر دوی باندی حکومت وکړی نو د اهلو پر ځای نا اهله خلګ ته واک ورکړه. تر څو اهل لرونکی اشخاص وټکوې او همداسی غلام پاته شي، نو تر هر څه مهم سالم انتخاب ده، په تېره بيا د هېواد د راتلونکی په اړه کوم کسان چې په ځای تصمیم نسي، ولسمشر، استازې،… او د ولس د رایو په خاطر استازیتوب کوي. د هغوی انتخابول ډیر مهم ده، ځکه دوي کولای شې چې هېواد د پرمختګ په لور سوق کړي یا د بحران په لور، نو ټاکل مو باید دقیق وي. چې بیا نه ځان ته او نه خدای تعالی ته ملامت یو. انتخاب یو مطلق او یو انحصاری حق ده چې پکښې خود مختاره یو او باید په سالم ډول وکارول شې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *