سږنۍ د ۱۳۹۷ کال شمال دوديزه کلنۍ مشاعره په کندز کې د امن او ورورګلوۍ په فضا کې ترسره شوه، ياده مشاعره وروسته د ريدي ګل ملي او سترې مشاعرې څخه دويمه لويه او دوديزه مشاعره ده چې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې په نوښت او د ځينو فرهنګي ټولنو او کندز فرهنګپالو په همکارۍ د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ترسره کېږي.

مشاعره پرون ماسپښين دوه بجې د کندز په سپین زر کلوپ هوټل کې پيل شوه چې د هېواد مختلفو ولايتونو، کندهار، کابل، سمنګان، تخار، بغلان، بدخشان او د کندز ښار او ولسوالۍ څخه راغلو ګڼ شمېر ځانګړو مېلمنو، د کندز مخور مشر الحاج سناتور انجينير محمد الدين همدرد، د کندز پوهنتون رئيس او استادانو، د کندز د پوليسو اکاډمۍ رئیس ښاغلي زبردست صافي، د کندز د نورو دولتي ادارو مشرانو او استازو، د کندز د فرهنګي ټولنو استازو، شاعرانو، ليکوالانو او د شعر او ادب مينوالو ګډون درلود.

محفل د قرانکرايم د څو سپېڅلو ايتونو په قرائت سره پيل شو، د هېواد ملي سرود له اورېدو څخه وروسته د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې رئيس ښاغلي رحمت الله همنوا ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې سترې غونډې په تنظيمولو کې د پردېس ټولنې له ټولو غړو، کندزي فرهنګي ټولنو، فرهنګپاله ملګرو او د رسنيو همکارانو څخه مننه وکړه چې د دې محفل په برابرولو کې يې خپلې هڅې نه دي سپمولي.

مشاعره ښکلو ترنمونو او د ځوانو شاعرانو دکلمو ښکلې کړې وه او غونډه په ژوندۍ بڼه له سيمه ييزې راډيو کيهان راډيو څخه هم خپرېدله.

هېره دې نه وي چې د مشاعرې په وروستيو شېبو کې د هېواد تکړه او پياوړي ممثل ښاغلي جاويد عابد د خپل دويم هنري سفر ( وطنه مور يې زموږ )  په ترڅ کې د کندز لپاره ځانګړی تمثيل ( ښکاري )  هم حاضرينو ته وړاندې کړ چې د ګډونوالو د تود هرکلي سره مخامخ شو.

ښاغلی جاوېد عابد هرکال د پردېس کلتوري ټولنې او کندزي فرهنګيانو په رسمي بلنه کندز ته راځي چې دلته د شمال دوديزې مشاعرې په ترڅ کې خپل تمثيل مينه والو ته وړاندې کوي.

د مشاعرې په پای کې د ځوانانو له لوري خوندور ملي اتڼ هم ترسره شو.

پردېس کلتوري ټولنې مشرتابه هيئت او غړي يې په کندز کې د ګستره موج های آمو، پسرلي کلتوري ټولنې، ضيايي فرهنګي خونې، ځوان غبرګون بنسټ، رسنيزو همکارانو ، کندز مېشته با احساسه او فرهنګپاله ځوانانو څخه مننه کوي چې د دې غونډې په برابرولو کې يې نه ستړې کېدونکي هڅې کړې دي.

شمال دوديز کلنۍ مشاعره ( مشاعره سالانه عنعنوي شمال ) هر کال په کندز د پسرلي په موسم کې ترسره کېږي چې موخه او مرام يې يوازې او يوازې ملي يووالي او سولې لپاره د خلکو په منځ کې د ذهنيت رامنځ ته کول دي.

۷/۲/۱۳۹۷  کندز

راپور: محمد عزيز پردېس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *