تاند- په سعودي عربستان کې پرون /شنبه/ د یوه ستر تفریحي مرکز د جوړېدو د بنسټ تیږه په یو لړ مراسمو کې کېښودل شوه.
د دې بې ساري تفریحځای پر جوړېدو به ۸ ملیارد ډالره لګښت وشي.
دا تفریحځای د دغه هیواد د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د هغه پلان برخه ګڼل کېږي چې غواړي په خپل محافظ کار هیواد کې اقتصادي ازادۍ راوړي او کلتوري پالیسۍ نرمې کړي.
شهزاده سلمان تر دې وړاندې د سینما د ازادولو، ښځو ته د سپورتي سیالیو د کتلو او موټر چلولو د اجازې په ګډون یو لړ بدلونونه راوستي دي.
د سعودي عربستان پاچا سلمان او ولیعهد یې پرون /شنبه/ له پلازمېنې ریاضه څخه شاوخوا ۱۰۰ کحیلو متره لېرې په قدیه سیمه کې په دې مراسمو کې ګډون وکړ.
دا تفریحځای، چې د کال به یو نیم ملیون سیلانیان ولري، پر ۳۳۴ کیلو متر مربع ساحه کې جوړېږي چې د نړۍ د مشهور او ستر تفریځای (ډیزني ورلډ) دوه نیم برابره به لوی وي.
ډیزني ورلډ د امریکا په فلوریدا کې دی.
د سعودي عربستان د دې ستر تفریحځای لومړی فاز به په ۲۰۲۲ م کال پرانیستل شي.
دا تفریخځای به د اوبو پارک، د موټرچلولو ځای، د کلتوري غونډو او مېلو ځای او د استوګنې ځایونه ولري.
د سعودي عربستان د عمومي تفریحاتو اداره وايي، سږ کال به په دې هیواد کې تر ۵۰۰۰ زیات فیستوالونه او کنسرتونه جوړ شي او په راتلونکو ۱۰ کلونو کې به پر دا ډول مېلو څه باندې ۶۴ ملیارد ډالره پانګونه وشي.
تر دې وړاندې سعودیان له دا ډول تفریحګانو او تفریحي مرکزونو بې برخه ول او ډېری سعودیان به د ساتېرۍ او تفریح لپاره نورو هیوادونو ته تلل.