لیکواله: ګلابه سبا رسولي
د تاریخ په اوږدو کې مو تل اوریدلي دي، څه چې مو لیدل فکر مو پرې نه دې کړی او یا خو سر مو پرې کار نه دې کړې؛ چې سم تحلیل یې کړای شو ترڅو په سم او ناسم پوه شو.
په دې معنا چې تل مو د وطن د دښمنانو ناوړه تبغلیات اوریدلي دي او غولیدلي یو.
زمونږ په هیواد کې هر هغه حکومت چې د پرمختګ لپاره یې هڅې پیل کړي دي په وړاندې یې ؛ سمدستي د هیواد د دښمنانو ضد او نقیض تبلیغات پیل شوي دي.
د پردو غلامانو تل د دښمن د تبلیغاتو او د خلکو د ذهنیت د خرابولو هڅې کړي دي، هیواد وال یې تېر ایستي دي او د دښمن د ګټو لپاره یې کارولي دي.
د شاه آمان الله خان له زرینې دورې نیولې تر ننه، ځيني هیواد وال د پردیو د دسیسو ښکار ګرځي او د نورو د ګټو لپاره کار کوي.
له انګریزانو د خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته آمان الله خان د هیواد د پرمختیا او ودې هڅې پیل کړې؛د ښځو د حقونو قوانین یې رامنځته کړل په هره برخه کې د پرمختګ هڅې پیل کړې.
دښمن د افغانستان د پرمختګ زغم نه درلود،نو دځینو ناپوهه او نا لوستو افغانانو څخه یې د خپلو موخو لپاره کار واخیسته.
د اروپايي جامو په پلمه او د نورو په لمسون یې بهترین رژیم نسکور کړ.
خو د نادر شاه کورنۍ چې په افغانستان کې له اروپايي جامو او اروپايي ژوند سره څه د پاسه څلور لسیزې سلطنت وکړاو د هیواد د پرمختګ او آبادې پر ځای یوازې د خپلې شاهي کورنۍ د ارامې په لټه وو؛ دښمن هم خوښ او غلی و.
دا مهال یې زمونږ د ناپوهه ړوند او غولیدلي هیواد والو په غوږ کې دا ونه ویل چې؛ د شاهي کورنۍ ښځې سر لوڅې ګرځي، مسلمانان نه دي!!
۱۳۵۷ کال د غوايي د اومې نیټې انقلاب او که کودتاه یې بولئ، د هیواد د ودانۍ او پرمختګ لپاره یې په ډېر لږ وخت کې ډېر بنسټیز کارونه تر سره کړل. دا ځل یو وار بیا د هیواد د تمدن او پرمختګ چټکو ګامونو دښمن وارخطا کړ!
د ( سي- ای -ای) په ګډون ځينو نورو استخباراتي کړیو، د افغانانو په منځ کې د لستوڼي ماران او پخواني غلامان د افغانستان د بربادۍ په دنده وګمارل او د حکومت په وړاندې یې ودرول.
د ډاکټر نجیب سپیڅلی شعار ( وطن یا کفن ) د سپږنو او پمنو له ( جهاد افغانستان ، دفاع پاکستان) له شعار سره مخ شو.
د همدې شعار غلامۍ ډلې، ډېر هیواد وال ووژل، پوځ یې له منځه یوړ، هیواد یې ړنګ کړ،تاریخي عابدات، ملکي تجهیزات او د هیواد ډېرې شتمنې یې له منځه یوړې او هیواد یې له دوامداره کړکېچ سره مخ کړ.
ډاکټر نجیب الله اردو جوړه کړه، د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع لپاره یې دریځ غوره کړ،قوانین یې رامنځته کړل،روسان یې له هیواد و ویستل او د وتلو ورځ یې د ( نجات ) ورځ و نوموله.
خو دغو سپږونو او د پردیو مزدورانو او جاسوسانو، افغانستان ته ۴۳ هیوادونه را وبلل او د ډالرو لپاره یې هیواد وپلورلو.
ډاکټر نجیب له واکمنۍ وروسته نه د هیواد دننه او نه په نورو هیوادونو کې پانګه، کورونه، ودانۍ او نه هم مغازې او رستورانتونه درلود.
پاچا آمان الله خان هم په ورته ډول!
نو که مونږ خپلې سترګې پټې او غوږونه ډپ نه کړو، که له عقل او فکر څخه کار واخلو؛ نو پوه به شو چې چا د دې خوار وطن لپاره کار کړې او چا د ځان لپاره ؟ چا د هیواد جوړول او رغول غوښتي؟ چا ویجاړ او برباد کړې دی؟ چا د هیواد پرمختګ او تمدن غوښتې؟ او چا هیواد وروسته پاتی کړی دی؟ څوک رښتیني خدمتګار وو؟ او چا د نورو غلامي نوکري او خیانت کړې دی؟
راځي ! د تېر قضاوت د راتلونکي تاریخ ته پریږدو! او مونږ او تاسې د خپل نن د جوړولو لپاره تېر هېر کړو،له دې پيښو عبرت واخلو، سره یو موټی شو او د پردیو د غلامانو په خبرو د غړلېدو پر ځای په خوله یې کلک سوک ورکړو!