د نړۍ د کړکېچونو عمده لامل (ښه/بد) دی. د بشار الاسد (سوريه) حکومت (ښه/بد) دی. د ايران، روسيې او حزب الله لپاره ښه دی، خو سعودي او متحده ايالات يې بد بولي.
– اسد خپل وګړي وژني.
– ياغيان بايد وځپل شي، جنګ کې حلوا نه ويشل کيږي. 
هغوی چې خلک وژني، باور يې دا وي چې (ښه) کار کوي او استدلال يې هم دا دی، چې د دغو وژنو په پايله کې به (ښه) رامنځ ته شي. مخالف اړخ يې هم ورته استدلال او کار کوي؛ (بد) خلک بايد د ځمکې له مخ څخه ورک شي.

هغوی چې وسلې جوړوي، منطق يې دادی چې په دې سره به د (بدو) مخه ونيسي او د (ښه) ژوند کولو لپاره به ګټه وټه وکړي.

انسان خپل کار (ښه) بولي، ځکه  د عقلانيت يوه ځانګړنه داده، چې (بد) کار بايد هيڅ ترسره نه شي.

(ښه) هغه څه دي، چې دين ورته (ښه) ويلي دي. دينونه مختلف دي، د هر دين پيروانو ته خپل دين (ښه) ښکاري، ځکه د (بد) دين پيروي انسان نه کوي. خو ځيني  بې دينه دي، د هيڅ دين پيروي نه کوي او استدلال يې دا دی، چې (ښه) کار کوي.

(ښه) هغه څه دي، چې مدني قانون ورته (ښه) ويلي دي. خو د هيوادونو قوانين فرق لري، له (ښه) څخه يې درک او تعريفونه هم فرق لري. د بېلګې په ډول، ځينو ته همجنس بازي، لوڅ ګرځيدل (ښه) ښکاري او ځينو ته يې ورکتل هم (بد) دي.

(ښه) هغه څه دي، چې د ټولنې ښېګڼه په کې وي، خو اوسمهال د يوې ټولنې ښيګڼه، بله ټولنه ځان ته بدګڼه بولي.

په تذکرو کې د (افغان) کلمې زياتول ښه/بد دي.
– په قومونو باندې د ځانګړي هويت تحميل دی، ولسمشر دا صلاحيت نه لري، خوند په تنوع کې دی.
– د مشترکاتو زياتول ملت سره نږدې کوي، ملی هويت بايد د ګوتو په شمېر کړيو/اشخاصو د ګټو قرباني نه شي، دا سره کرښه ده، په دې اړه د بحث کولو اړتيا هم نشته.

د قضاوت لپاره نظرپوښتنې کيږي، څو (ښه/ بد) وتَلي. هغوی چې زيات نظرونه ګټي، د قضاوت/تعريف صلاحيت ترلاسه کوي، خو په ډيموکراټيکه ټولنه يو انتقاد دادی، چې اکثريت د لږکيو په حق کې ظالم وي او خپل نظر/ارزښتونه ورباندې تحميلوي.

ښه/بد نسبي دي، خو د نسبيت اندازه ګيرۍ معيارونه او صلاحيتونه هم نسبي دي. قاتل ته د مرګ سزا ورکول (ښه) کار دی، ځکه کس يې وژلی دی؛ په بله وينا (بد) کار يې کړی دی. د قاتل عمل [وژل] ته (بد) او د قاتل سره کيدونکی عمل [وژل] ته  (ښه) ويل کيږي، که څه هم ترسره کيدونکی عمل يو دی.

ښه هغه دي چې (زما) په کې (خير) وي، خو د (زما) په مقابل (ستا) او د خير په مقابل کې (شر) هم شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *