د اسلام د سپيڅلي پيغمبر ژوند له ډيرو هسکو ټيټو ډک دی، د هغه مبارک ژوند موږ ته د قیامت تر قیام پورې د عبرت درس دی خو هغه وحشت چې نن يي طالب او داعش اسلام ته منسوبوي نه يوازې مسلماني نه ده بلکه تر کفره هم بدتره کړنه ده.

طالبانو په نوي کال کې خپل وحشت ته د خندق نوم ورکړی دی چې په ټولنیزو پاڼو کې يي ډيری «خيښتګ» بولي او همدا تر ټولو غوره نوم دی ځکه وحشت له پيغمبري غزواتو سره تشبې کول د اسلام د سپيڅلي پيغمبر او صحابه ای کرامو پاک او سوچه ژوند ته ښکاره توهین دی.

طالبان باید نبوي سيرت ته مراجعه وکړي، دوی باید د خندق ټوله فلسفه له سره ولولي او ډاډه يم که دوی د خندق واقعه د بني قريظه او دې نورو یهودیانو عهد شکني ولولي دوی به د خندق پلویان نه بلکه د وخت د کفارو په ډله کې راشي او په نبوي سيرت کې د احزابو يا ډول يو ځای والی کټ مټ د دوی پر نني « ایراني،روسي،پنجابي» يو ځای والي باندې ښکاره دلالت کوي.

راځم د خندق غزا ته:

د خندق د غزا پر مهال یهودیانو د اسلام له سپيڅلي پيغمبر سره کړې ژمنه ماته کړه او د هغه مبارک د ناکامه ترور هڅه وشوه چې ددې کار پلان يهودي بني نضير تیار کړی وو خو تر نيول کيدو وروسته په طالباني شکل ونه وژل شو بلکه تر تحقیق او څيړنې وروسته د اسلام سپيڅلي پيغمبر وباښه او ده ته امر وشو چې نور باید له مدينې منورې و وزي او همداسې هم وشول خو دې يهودي د کينې له امله د مکې مکرمې قريش او ځينې نور کفار پر مدينه منوره برید ته وهڅول.

د طالبانو د خندق د ورځې له اعلان سره سم دوی په همدې ورځ په ارزګان کې د پوهنتون استاد ولی همت به شهادت ورساوو او ددې خندقیانو تلوار دومره ډير وو چې حتی یو مظلوم اسير ته دخبرو وخت هم ورنکول شو، له دې سره سم يي په همدې ورځ په کندهار کې يو بې دفاع او بې ګناه خبريال عبدالمنان ارغند دفتر ته پر لاره په شهادت ورساوو، په پکتيا کې يي پر ولسي غونډه راکټي بريد وکړ، په لوګر کې يي په لویه لار کې د ملکی وګړو د سورلۍ پر موټر ډزې وکړې، په نادعلي کې يي په ځانمرګي بريد کې شبږ ملکي وګړي په شهادت ورسول او دې ورته لسګونو پيښې يوازې په تیرو څو ورځو کې شوي دي کال خو لا پر خپل ځای پاتې دی چې خدای خبر بیا به څومره روغتونه په نښه شي، څومره ښونځي به وتړل شي، څومره مساجد به خاره شي او څومره لارې او پلونه به په بمونو والوزول شي.

د خندق د غزا بل غټ درس  دا وو چې مسلمانانو بیا هم د جګړې او مبارزې پر ځای دفاعي حالت ښه وباله او له همدې امله د سلا مشورو په لړ کې ټولو صحابه وو د سلمان فارس رضی الله تعالی عنه د خندق کيندنې او د غره په څنډه کې له مدينې منورې د دفاع طرحه ومنله او همدا لامل وو چې څلور زره مسلمانانو د لس زره کفارو پر وړاندې بريا تر لاسه کړه.

ددې غزا بل مهم کيفیت په دې کې وو چې د ننیو طالب مشرانو په شان د طالبانی خندق طراحان، روسان، ایرانیان، پاکستانيان او طالبان نه وو بلکه ددې غزا طراحان د اسلام سپيڅلی پيغمبر او صحابه ای کرام وو، پخپله د خدای پيغمبر په دې خندق کيندنه کې دومره ستړې تیرې کړې چې يو ځلې ترې د مازديګر لمونځ قضا شو او چې يو وار بیا په خندق کې غټه تيږه را پيدا شوه او ماتول يي ناشوني وو هغه مبارک ورته خپله مټې را بډوهلې او په مارتول يي ستره تيږه ټوټې ټوټې کړه خو د طالباني خندق طرحه په کوټه کې نورو جوړه کړه، يوازې یوه برخه يي د طالبانو وياند ته ورکول شوه، رسنیو ته ولیږل شوه.  په طالباني خندق کې  هبت الله او سراج الدين حقاني نه فزيکي ستړې تیره کړې نه فکري بلکه دوی د افراطيت د نانځکو په توګه د هر  پردي وحشت په پای کې خپل نوم ور لیکي او بس، دوی تر نانځکې ور هاخوا نور نه څه ويلی شي او نه څه کړای شي ځکه هغه چې د نورو په خاطر هره ورځ قتل او وحشتونه کوي دوی به د وطن ژغورنې او يا افغانستان د آبادۍ لپاره څه وکړای شي؟

بله مهمه خبره داده چې د صحابه وو اخلاق، متانت، تدبر او حوصله او د طالبانو روان وحشتونه او بې حوصله ګي نه يوازې د پرتلې وړ نه دي بلکه موږ د يوې وړې وحشي ډلې د وحشتونو توجې کول او هغه بیا په نبوي سيرت کې لټول يو پوره دين ته ښکاره توهين کوو، په اسلام کې قتل حرام دی خو دوی يي کوي، په اسلام کې لواطت حرام دی دوی پکې ښکيل دي، د لویولارو بندول کبیره ګناه ده طالبانو يوه نه سلګونو لارې بندې کړي دی،د خلکو ځورول ګناه لري خو دوی ولس دومره په کړاو کړی چې د طالب تر حاکمیت لاندې سیمو کې هر سړی باید د دوی ډول ته وناڅي که دې لږ خبره هاخوا دې خوا کړه د جاسوس او…په نوم دې دستي سر له تنې جدا کوي.

په مدینه منوره کې د صحابه وو ستړې، د حضرت علی کرم الله وجهه جدوجهد او شپنۍ ګزمې، ښځو او ماشومانو ته د خوندي ځايونو برابرول او ډير نور موارد شته دي چې له طالب سره په نن وخت کې پرې بحث کيدای شي او طالب باید دا هم هیره نکړي چې دکفارو د رواني جګړې پر مهال د خدای پيغمبر حتی هغه یهودیان رخصت کول چې ویل به يي په کورکې سرپرست نلري.

که موږ د خندق د غزا لپاره توجیهات لټوو او غواړو چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د امتیانو په توګه له نبوي سيرت او ژونده يو څه زده کړو نو د خندق د غزا اصلي کيفيت ننی افغانستان دی موږ روسانو، ایرانیانو او پاکستانيانو محاصره کړي يو، موږ د وخت د يهودي لشکر« طالب او داعش» پر وړاندې هره ورځ قربانۍ ورکوو،پر موږ يرغل شوی دی، موږ ته د هغه وخت د احزابو په شان  روسانو، ایران او پاکستان لاسونه سره يو کړي دي، افغانستان کلابند دی او د دوی پر وړاندې ولاړ سرتيري د هم هغو صحابه وو په شان غواړي له دې وحشته يوازې او يوازې خپل وطن او خلک وژغوري.

د خندق غزا دفاعي حالت ته په کتو سره نن افغانستان نه په ایران حمله کړې، نه يي د ایران مخالفو ډلو ته روزنیز مرکزونه او د جلب او جذب ځايونه ورکړي دي، نه يي پر پاکستان برید کړی دی او نه يي د پاکستان په شان په افغانستان کې د کوټې، پيښور، وزیرستان او… شوراوې جوړې کړي دي، افغانستان نه روسانو ته غاښ چیچی کړی دی او نه د روسيي له اقتصادي مستعمرو« ازبکستان، تاجکستان اوقفقاز حوزې» را تښتيدلي ترهګر افغانستان ته راغوښتي دي بلکه دا وحشي ډلې د همدې روسانو، ایران او پاکستان پر مټ پاکستان ته تلي، هلته روزل شوي او نن له طالبانو سره يو ځای موږ په شهادت رسوي او وحشتونه کوي.

د خندق په غزا کې صحابه وو مساجد وران نکړل خو په نني طالباني خندق کې له مساجدو زندانونه جوړ دي، په مساجدو کې بمونه جوړيږي، طالب وسله وال پکې خوبونه کوي او ان په ځينو ځايونو کې د مستند لواطت وقایع پيښې شوي دي چې د لرو پرتو سیمو ډير کلیوال يي شاهدان دي خو د ټوپک له ډاره غږ نشي کړای.

همدارنګه د نبوي خندق پر مهال د اسلامي امت ساتنه فرض وو،ښځې او ماشومان خوندي ځایونو ته بیول شوي وو خو په نني خندق کې لويې لارې بندې وي، ښځې او ماشومان د موسمي ګرمي، سړو او بارانونو له امله له کړاو سره مخ وي، اقتصادي وضعيت يي خراب دی او هيڅ ډول ترحم نشته دی.

نو څنګه موږ ننی وحشت له پروني پيغمبري ترحم، زړه سوي او مجاهدت سره توجې کړو؟ آيا اسلام فرد ته راغلی که بشريت ته؟ اسلام او نبوي ژوند يوازې طالب ته مشال دی که ټولو مسلمانانو ته؟ که طالب خپل وحشتونه توجې کولای شي آيا موږ حق نلرو چې د نبوي اند او ژوند په رڼا کې د طالب وحشتونه تحلیل کړو؟

نو د خندق د غزا له پوره مطالعې وروسته اصلي مسلمانان او د هغه وخت د مبارزې سر لاري موږ یو نه داعشي او طالباني خوارج او دوی ملاتړي.

ځواب په سړه سینه غواړم، لوستل يي اړین دي او که له لیکنې وروسته مو هم پر ځينو مواردو سر خلاص نشو هیله کوم نبوي سيرت ته مراجعه وکړئ او په دې سيرت کې د بشريت د ستر لارښود جدوجهد او مبارزې بیا بیا ولولئ نو پوی به شئ چې څوک په حقه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *