په خیبرپښتونخوا کې د افغانستان د یو شمیر اتلانو او د هغوی د کورنیو د غړو قبرونه د ورانیدو په حال کې دي. لهڅو کالو راهسې په دې اړه رسنیو هم رپوټونه نشرويخو تر اوسه پورې د افغانستان دولت او په ځانکړي توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپله دنده نه ده ادا کړې. نو اوس راځئچې خپله مټې راونغاړو څو د خپلو ملي اتلانو مقبرې په خپله جوړې کړو او د هغو ساتنه وکړو .
هر افغان چې غواړي د خپلو اتلانو د مقبرو په جوړیدو کې مرسته وکړي نو د لاندې فیس بوک له لارې دې په تماس کې شي https://www.facebook.com/abdulhaqomeripage
د خیبرپښتونخوا د پيښورښارسره نژدې د درانيانو په هديره کې د افغانستان ملي اتل غازي سردار محمد ايوب خان قبرته څيرمه د اميرشيرعلي خان د ميرمن او دغازي سردارمحمد ايوب خان د مور قبر او دغه راز د سردارجلال الدين خان د ميرمن او دسردارمحمد ابراهيم خان قبرونه هم شته. د وزيرسيد محمدخان قبر چې له دغو قبرونوڅخه يو څه لرې وه ورک شوی دی اوښايي پرځای به يې نور مړي خښ شوي وي. د افغانستان ملی اتل او د میوند فاتح غازی سردارمحمد ایوب خان قبرچی په سپینو مرمر پوښل شوی پرې لګيدلي ډبرې ټولې ماتې شوي او څه یې هم غلاشوي دي، دغه مقبره د ورانیدو په حالت کې ده. د سیمې خلک هم وایي چې که د دې قبرونو ساتنه ونشي ، له قبرونو څخه به پاتې ډبرې هم يووړل شي او زیاتوي چې (د دې د ساتلو والا څوک نشته .
دوی له افغانستان نه راغلي او دلته یی دا ځای په نصیب شوی. او د دوی دا اقبرونه ټول انتیک دي ، د شپې خلک راځي او تیږې تیرې وړي ، او دا نور قبرونه هم ورسره خرابیږي. مونږ له مشرانو غواړو چی په دی نظر وساتي) د افغانستان ملی اتل او د میوند فاتح غازي سردار محمد ایوب خان په کال 1293هجري لمريز کې وفات شو او دپښورښارپه شيخ حبيب بابا زيارت سيمه کې دخپلې کورنۍ دڅونوروغړوخواته خاوروته وسپارل شو.
عبدالحق عمري