د غوایي ۷ او ۸ د افغانستان تاریخ نه هېرېدونکې او اغیز لرونکې ورځې دي، ترڅو چې افغان او افغانستان وي او خلک تاریخ لولي دا ورځې به یادوي، دا ځکه چې له همدغو ورځو راوروسته د بهرنیو حریصو کړیو لاسونه رااوږده، هېواد د بهرنیانو د تاخت او تاز او لاسوهنې پر ډګر بدل شو. د همدغو دوو ورځو عاملینو د کار کړنو له امله افغانستان د نړۍ سترو زبرځواکونو تر برید او ولکې لاندې راغی چې له امله یې ډېرې ککرۍ خاورې شوې، ډېرې وینې تویه شوې، ډېر خلک ترخاوره لاندې شول، میلیونونه کډوال شول، د پلازمینې کابل په ګډون ښارونه او کلي کنډواله شول، ډېر خلک و ځورول شول، ډېر نور بې عزته شول او ځینې نور بیا شتمنیو، شان او شوکت خاوندان شول نو ځکه خو دا ورځې ډېرې مهمې دي او ددې ورځو فعالانو په کړنو کې ورته والي او له هغو لوست په خپله افغانانو او ان نړیوالو ته مهم دي.
د۷ او ۸عاملینو په کړنو کې ورته والی:
د دواړو ورځو عاملین کلیوال خلک وو، خو توپېر یې دادی چې د ۷ عاملین بیا تر ډېره لوستي خو د ۸ والاوو کې له سرلارو او لږ سلنې پرته نور ډېر نالوستي وو ، لامل یې دادی چې کلیوال د ښاریانو په پرتله تر ډېره سرکښه او تر ډېره د ځان او کورنۍ پروا نه لري، دا ځکه چې په کلیوالي ژوند کې له یوې خوا کورنی پیوستون زیات او د کورنۍ غړي یو پربل تکیه لري، د کورنۍ غړي تر ډېره د ژوند اړتیاوې له ګډې او شریکې سرچینې لکه ځمکو، باغونو، څارویو، غرونو او ځنګلونو په ګډه پوره کوي او په ګډه یې خوري نو ځکه خو د کورنۍ غړو سره دومره د ځان او اولادونو غم نه وي، دوی پوهېږي چې په نشتوالي کې یې کورنۍ او بچیان په ډاګ نه پاتې کېږي او بله دا چې په کلیو کې تر ډېره قانون نه بلکې دودونه او ځاني دفاع خلک ساتي او له خطرونو همدغه د ځان دفاع د کورنیو په غړو کې د پیوستون روحیه نوره هم پیاوړې کوي. خو په ښارونو کې بیا خبره بل ډول ده، په ښارونو کې د خلکو ورځني ژوند اړتیاوې له تنخوا یا د ورځې له کاره پوره کېږي او هر څوک هغه د چا خبره ځانته ګټه کوي او د ځان او خپلې وړې کورنۍ اړتیاوې خپله پوره کوي نو ځکه خو په لویه کورنۍ کې پیوستون دومره غښتلی نه وي، تر ډېره لانجې قانون حلوي او خلک دومره د ځان دفاع ته اړتیا نه لري، هرڅوک په خپل غم کې وي او د خپل ځان او اولاد وېره ورسره وي نو ځکه خو ښاریان د کلیوالو په پرتله ډېر په احتیاط ګامونه اخلي او له لانجو ځانونه ساتي- له خطرناکو کړنو ډډه کوي.
له همدغه ځایه ویلی شو چې د غوایي د ۷ او ۸ فعالین تر ډېره کلیوال خلک وو چېز نه یې د ځانونو او نه یې د نور وپروا درلوده.
د غوایي ۷ او ۸ د پیروانو ایدیولوژيانې له بهره صادرې شوې وې او د بهرنیانو اجنډاوې یې مخته وړلې، په دې مانا چې د۷ والا ایدیولوژي چپي، له مسکوه صادر او افغانستان ته وارد شوې وه او د مسکو د ګټو ژباړه یې کوله خو د ۸ هغه بیا له مصره د پاکستان د ګتو له پاره صادره او افغانستان ته وارد شوې وه، نو ځکه خو ددواړو ورځو عاملین د خپل هېواد او خلکو په غم کې نه بلکې د خپلو ولینعماتو د ګټو له پاره یې په دغه هېواد کې اورونه بل کړي چې لمبې یې تر ننه له افغانانو قرباني اخلي.
د دواړو پېښو عاملینو د انحصار روحیه درلوده په دغه توپیر چې د غوایي ۷ والا تر ډېره څه چې سل په سلو کې ایدیولوژیک انحصار تحمیلاوه خو د غوایي اتمې والا بیا قومي انحصار غوښت چې د غوايي ۷ او ۸ دواړو عاملینو د خپل انحصار ټینګښت له پاره له هیڅ راز، بې رحمي ډډه نه کوله. د ایدیولوژي انحصارګرو خپل مخالفین زندانونو ته واچول، شکنجه یې کړل، تر خاورو یې لاندې کړل، کلي یې وران کړل او میلیونونه خلک یې له هېواد کډوالۍ ته اړ کړل. خو د غوایي اتمې والا بیا د قومي انحصار په هڅه د کابل په ګډون ښارونه لوټې لوټې کړل په هېواد کې یې د قومي جګړو اور بل کړ. د بېلګې په توګه د قومي انحصار ټیکه دارانو( جمعیتانو) لومړی له حزب اسلامي بیا وروسته وحدت اسلامي او جنبش ملي اسلامي سره د واک انحصار له پاره بېرحمانه جګړې وکړې چې په دغه غویه منډ او انډوخر کې یوازې ۶۰ زره کابل ښاریان ووژل شول، ښار پر کنډواله بدل او میلیونونه خلک کډوالۍ ته اړ شول.
لوست:
له دواړو پېښو داسې اخیستل کېدی شي چې دواړه پېښې د نااغیزمن، کمزوري او غیر دمکراتیک حکومت او بهرنۍ لاسوهنې په پایله او د سیاستوالو، بغاوت، ځانغوښتنې، لنډ فکري، سیاسي نالوستیا، شخصي ګټو او پر نورو (پردیو) د بې ځایه او ړانده باور په پایله کې رامنځته شوې دي نو ځکه خو اړینه ده چې سیاستوال هغه چې د واک نشه په سر کې لري لومړی باید خپله ټولنه، ګاونډیان، د هغوی نیت ښه وپېژني او په ټوله کې پر ستراتېژي سم و پوهېږي او په هیڅ ډول شرایطو ان د دوی ځانونو ته د خطر په صورت کې هم بغاوت او ناقانونه کړنو لکه وسله وال پاڅون، کودتا او نورو ناقانونه کړنو ته لاس وانه چوي او مخالفت هم په سوله ییزه بڼه څرګند کړي نه د تاوتریخوالي په بڼه.
دویم لوست دادی چې هیڅ ډله باید هیڅکله د واک انحصار هڅه ونه کړي، د یو بل منلو، نورو ته په واک کې د مناسبې ونډې ورکولو او د مخالف نظر اورېدلو توان او زغم ولري دا ځکه چې د واک انحصار د ناخوښي لامل ګرځي او له ناخوښي بیا نور(ګاونډیان) د خپلو ګټو له پاره ګټنه کوي.
اما ستاسو د ښه تحلیل ترڅنګ سیمه ایز او نړیوال عاملین هم لري.
زمونږ مغرضو ګاونډیانو خصوصا پاکستان او ایران د ثور له ۷ ډېر مخکې د خپلو شومو اهدافو لپاره پلان ګذاري کړې وه ، خپل جاسوسان او لاسپوڅې یې داسې یوې ورځې لپاره روزلي وو چې په ډېر تاسف سره کمونست پلوه ذوالفقار علي بوټو اوبیا وروسته د افغانانو اوفلسطینیانو قاتل جرنیل ضیاالحق وتوانید هغوي د افغانستان د ورانۍ او تباهي لپاره مجهز ، تسلیح او د خپلو استخباراتي جاسوسانو په رالېږلو سره د ثور د اتمې غمیزه پر افغانانو تحمیل کړي.
همدا راز د ختیز اولوېدیز نړیوالو سیاسي – اقتصادي بلاکونو ( وارسا او ناتو ) یا په بل عبارت نړیوال سوسیالیستی او کاپیتالیستي نظامونو رقابتونو هم زمونږ پر ټولنې ، نظامونو او عامو خلکو فوق العاده تاثیر درلود چې په حقیقت کې مونږ افغانانو د دوي د سیاسي ، اقتصادی ، نظامي رقابت قرباني شولو.