د ولسمشر په حکم د امنیت شورا له دفتر څخه د ننګرهار ولایت د هر اړخیز وضعیت د ارزونې په موخه راغلي نظامي پلاوي د ولایتي شورا غړو سره ناسته وکړه.
د ولسمشر په حکم د ډګر جنرال خدایداد هزاره په مشرۍ د امنیت شورا له دفتر څخه د ننګرهار ولایت د امنیتي، سیاسي او ټولنیز وضعیت د ارزونې په موخه راغلي نظامي پلاوي د ولایتي شورا یو شمیر غړو سره د ناستې په ترڅ کې د دې ولایت د هر اړخیز وضعیت د ښه والي په موخه د هغوی وړاندیزونه او ستونزې واوریدې.
یاده ناسته چې د غوایي په ۹مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،پر مهال یې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربیره د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان ډګرجنرال محمد زمان وزیري ، امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي، د ملي امنیت رئیس تورن جنرال محمد طاهر مومند او یو شمیر نورو هم شتون درلود.
د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني او غړو يې اجمل عمر، ډاکترناصر کاموال، اسرارالله مراد، عبدالقهار قدیر، حبیبه کاکړ او سهراب قادري پدې ولایت کې د اوسني او راتلونکي امنیتي وضعیت د لاښه والي په موخه د مرکزي حکومت پاملرنه اړینه وبلله .
دوی د ځینو ستونزو لامل ننګرهار کې نفوس ته په کتو د پولیسو کم تشکیل په ګوته کړ، چې په خبرو يې څو ځلې يې یاده ستونزه مرکز سره شریکه کړې خو غور پرې نه دی شوی نو په همدې اساس يې د یاد پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې د پولیسو تشکیل زیاتوالي
ته پاملرنه وکړي.
د ولایتي شورا یادو غړو په یو شمیر نورو برخو کې هم خپل وړاندیزونه او غوښتنې پلاوي سره شریکې کړې.
د راغلي نظامي پلاوي مشر ډګرجنرال خدایداد هزاره وویل د ولسمشر په حکم يې د امنیتي، سیاسي او ټولنیز وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر کړی، څو په یادو برخو کې د مسئولینو سره د ځانګړو ناستو په ترڅ کې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه راټول کړي او او ډاډ ورکړ، چې وړاندیزونه او ستونزې به کټ مټ ولسمشر او امنیت شورا مشرتابه ته ورسوي.
ننګرهار والي وایي،په جلال اباد ښار او ښار ته نږدې ولسوالیو کې د تروریستي او جنایي پېښو د مخنیوي په موخه یې د موتر سایکلونو د بندیز لنډ مهاله پرېکړه کړې .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د موټر سایکلونو د اتحاديې استازو سره د لیدنې پر مهال وویل په جلال باد ښار او نږدې ولسوالیو کې د تروریستي او جنایي پېښو د مخنیوي په موخه د دې ولایت نظامي شورا پر موټر سایکلونو د ګرځیدو د بندیز لنډ مهالې پرېکړه کړې او ډاډ یې ورکړ،چې د ستونزو د حل کېدو په ترڅ کې به یې د قانون په چوکاټ کې د ګرځیدو اجازه ورکړي .
په جلال اباد ښار کې د موټر سایکلونو اتحاديې استازو وویل د موټر سایکلو په برخه کې سلګونه کسانو پانګونه کړې او که د بندیز په اړه د نظامي شورا پریکړه اوږد مهاله شي نو کاروباریانو ته به اقتصادي زیان ورسیږي.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل د موټر سایکلونو کاروباریان باید د ملي ګټو ساتلو،په ښار او څېرمه ولسوالیو کې د جنایي او ترویستي پېښو د لمنځه وړلو او د خلکو ژوند ژغورلو په موخه د لنډې مودې لپاره قرباني ورکړي او تر دې مهاله یې د دوی له حوصلې څخه مننه وکړه .
نوموړي زیاته کړه د مدني حرکت په نوم هیڅوک نه شي کولای، چې عامې لارې او سړکونه د خلکو پرمخ وتړي او خلکو ته زیان ورسوي.
ننګرهار والي له خلکو وغوښتل،چې د پولیسو ترڅنګ دوی هم د عامه نظم په تامین کې مرسته او همکاري وکړي .
د ولسمشر په حکم د ملي امنیت شورا ګمارل شوي نظامي پلاوي د ننګرهار د هر اړخیز وضعیت ارزونه پیل کړه .
د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د ملي امنیت شورا دفتر څخه د ډګر جنرال خدایداد هزاره په مشرۍ ګمارل شوی پلاوي په ننګرهار کې د امنیتي، ټولنیز او سیاسي وضعیت هر اړخیزه ارزونه پیل کړه .
یاد پلاوي د ثور په ۹مه د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د دې ولایت نظامي شورا غړو سره د ولایت په مقام کې ځآنګړې ناسته وکړه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له مرکز څخه راغلي پلاوي ته د دې ولایت امنیتي، سیاسي او ټولنیز وضعیت په اړه مالومات ورکړل او زیاته یې کړه،دوه کاله وړاندې د دې ولایت په یو شمیر سیمو کې داعشیانو د هېواد نورو ولایتونو ته د خپلو تروریستي فعالیتونو د غځولو په موخه خپلې تخریبکاره کړنې پیل کړې.
نوموړي زیاته کړه، په دې ولایت کې د ښې رهبرۍ او نظامي همغږۍ په ترڅ کې په کوټ، اچین، نازیانو، هسکې مېنې، پچیراګام ، چپرهار او خوږیاڼو ولسوالیو کې داعش وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د دوی مرکزونه له منځه وړل شوي او سیمې د دوی له شتون څخه پاکې شوې دي.
ننګرهار والي وایي، یو شمیر کړۍ د خپلو شخصي ګټو د ساتلو په موخه د دولت اصلاحات او لاسته راوړنې نه شي زغملی، چې په وینا یې د بېلا بېلو لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې او د منفي تبلغاتو پرمټ د ولسونو ذهنونه خرابوي .
د راغلي نظامي پلاوي مشر ډګرجنرال خدایداد هزاره وویل د ولسمشر په حکم يې د امنیتي، سیاسي او ټولنیز وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر کړی، څو په یادو برخو کې د مسئولینو سره د ځانګړو ناستو په ترڅ کې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه راټول او کټ مټ يې ولسمشر ته ورسوي.
نوموړي د ننګرهار والي او امنیتي ارګانونو له مسئولینو مننه وکړه، چې د ښې رهبرۍ او سالمې همغږۍ له مخې يې بېلا بېلې مخالفې وسله والې کړۍ ځپلي .
د امنیت شورا څخه راغلي پلاوي سره د ناستې پرمهال د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان ډګرجنرال محمد زمان وزیري، امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ایوب حسین خیل، د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال محمد نسیم سنګین او یو شمیر نورو په نظامي برخه کې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د دوو بهرنيانو په ګډون پنځلس داعش وسله ووژل شول
ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د دوو بهرنيانو په ګډون پنځلس داعش وسله وال ووژل شول.
د معلوماتو له مخې د هسکې مېنې ولسوالۍ ګجړه، سرکې، منځي او مياجي بابا سيمو کې تېره ورځ ګډو ځواکونو د داعش وسله والو پر پټنځايونو هوايي او ځمکني بريدونه کړي، چې په ترڅ کې د دوو بهرنيانو په ګډون پنځلس داعش وسله وال وژل شوي او د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي.
په دغه بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
دوه وسله وال طالبان ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال ښار لومړۍ ناحيې او نازيانو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ادارې موظفينو له لوري دوه وسله وال طالبان ونيول شول.د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې د نصرت په نوم وسله وال طالب، چې په چپرهار ولسوالۍ کې يې فعاليت کولو ونيول شو.
همدا راز د زمرک په نوم يو بل وسله وال طالب، چې له ميدان وردګو ولايت څخه پاکستان هېواد ته ټرايننګ په موخه روان و په نازيانو ولسوالۍ کې نيول شوی دی.
نيول شوي تن اعتراف کړی، چې د وسله والو طالبانو قومندان قاري نياز محمد له لوري جذب شوی و او پاکستان ته د ټرايننګ په موخه لېږدول کېده، چې د ملي امنيت ادارې له لوري ونیول شو.
نيول شوي وسله وال طالبان ملي امنيت رياست کې د نورو پوښتنو لاندې دي.
د چاودنې له امله اووه ملکي وګړي ټپيان شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند ۱۶ فاميليو سيمه کې يو جومات ته نږدې په زرنج موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو چاودنې له امله اووه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په ټپيانو کې، چې ماشومان هم په کې شامل دي د درملنې په موخه عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.
په لعلپورې، ګوشتې او روداتو ولسوالیو کې ټاکنو مرکزونو ته د جذب په موخه له سلګونو کسانو څخه ازموينه واخيستله شوه
ننګرهار ولایت لعلپورې، ګوشتې او روداتو ولسواليو کې د ټاکنو مرکزونو ته د جذب په موخه له سلګونو شارټ ليست شويو کسانو څخه، چې په کې مېرمنې هم شاملې دي په شفاف ډول ازموينه واخیستل شوه.
د ازموينې اخیستو پر مهال د ټاکنو خپلواک کميسون مسئولينو، د يادو ولسواليو ولسوالانو او نورو ګډون کړی و.
د لعلپورې، ګوشتې او روداتو ولسوالانو د ازموينې پر شفافيت ټينګار وکړ او ډاډ يې څرګند کړ، چې وړ کسان به جذب شي.
دتيکواندو ملي لوبډلې لوبغاړی توحيدالله مړوند د تيکواندو په آسيايي سياليو کې د برونزو مډال د ترلاسه کولو ورسته ننګرهار ته په رسيدوسره ددې ولايت ورزشکارانواو د ورزش مينه والو له لوري وستايل شو.
دننګرهارد تيکواندو فډراسيون مسول انجينر خالد اکبري وويل توحيدالله مړوند وتوانيده چې دايران په کوربتوب د فجرجام ترنامه لاندې دتيکواندو په آسيايي سياليوکې د پرلپسې دريو لوبو په ګټلو سره دخپل هيواد په ګټه د برونزو مډال ترلاسه کړي.
اکبري زياته کړه توحيد الله مړوند اوه کاله وړاندې تيکواندو لوبې ته مخه کړه ،چې په ګڼ شمير ولايتي سياليوکې يې د مډالونو ترلاسه کولو ورسته د ملي لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړ.
په ورزشي چاروکې د ولايت مقام سلا کار نوراحمد حبيبي ، د بدني روزنې امر خوشحال حضرتي او بيلابيلو فډراسيونونو مسولينو هم توحيدالله مړوندته مبارکي وويله .
توحيدالله مړوند له ټولو ورغلومننه وکړه ،چې د نوموړي د ستاينې په موخه يې د ده تود هر کلی وکړ.
په ننګرهار کې د ثور اتمه د مجاهدينو د بري پنځه ويشتمه کليزه د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
افغان مجاهدين په کال ديارلس سوه يو اويا دغويي په اتمه کابل ته په ننوتلو بريالي شول او دپخواني حکومت لمن يې په بشپړه توګه ورټوله کړه.دغه ستره بريا اوس د پلازمېنې تر څنګ په ولاياتو کې خلک له دولتي چارواکو سره يوځای نمانځي.
د مجاهدينو د بريا نمانځغونډه ، چې د قبايلو چارو رياست د غونډو په تلار کې جوړه شوې وه د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال ډاګټر لعل محمد دراني ، د يو شمير دولتي ادارو مسولينو، قومي مخورو ، د سپيڅلې جهاد د شهيدانو ورثو او معلولينو پکې ګډون کړی وو.غونډې ته د ولايت مقام د سکتوري خدماتو ريئس سيد روح الله پاچا راغلو ته د هرکلي ترڅنګ د غونډې ګډنوالو او د افغانستان ټول غيور ملت ته د دغه نيکمرغه ورځې په مناسبت مبارکي وويله.
سادات وويل: هر ملت خپل ارزښتونه لري چې په خبره يې د نورو ارزښتونوتر څنګ اسلاميت او افغانيت زموږ ملي او اسلامي ارزښتونه دي چې افغانانو تل له دغو ارزښتونو څخه په ميړنه دفاع کړې ده.
ديني عالمانو مولوي حميدالله او مولوي حبيب الله بيا د اسلام د مبارک دين له نظره د جهاد په اهيمت او ارزښت خبرې وکړې .
دوی په ياده غونډه کې د مشرانواو ولسي خلکو په کم ګډون نيوکه وکړه او دايې د جهاد قربانيانو سره جفاء ياده کړه.
د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال ډاګټر لعل محمد دراني د ثور اتمې په مناسبت د شهيدانو کورنيو او معلولينو په کډون ټول ملت ته مبارکي وويله.
نوموړي همدا راز وويل : د جهاد پرمهال د ګاونډيو مرسته د الله ج د رضا لپاره نه بلکې د خپلو شومو موخو لپاره وه.
غونډې ته پخوانيو جهادي قوماندانانو حاجي حيات خان ، حاجي ګل ميران دولتزي ، اميرجان کوټوال د ننګرهار پوهنتون استاد منګل شيرزاد ،د ځوانانو په استازولۍ نوراحمد نوراني او يو شمير نورو ويناوالو افغان غيور ملت ته د مجاهدينو د بري د ورځې له امله د مبارکۍ ترڅنګ د غونډې له ګډنوالو سره د افغان سپيڅلي جهاد خاطرې هم شريکې کړې .
دوی په غونډه کې د ځنيو جهادي مشرانو په نه ګډون هم نيوکه وکړه ،چې په وينا يې د جهاد په نوم ډيری اشخاص له حکومت څخه په بيلابيلو نومونو امکانات اخلي ، خو د جهاد پرمهال د شهيدو شوو ورثو او معلولينو ته يې هيڅ پام نه دی کړی .
دوی دغه راز له ټولو هيوادوالو غوښتنه وکړه ، چې په راتلونکو ټاکنو کې له پوره دقت څخه کار واخلي او هغه چا ته رايه ورکړي چې د ولسونو په درد درمند او په دريښتنې ډول يې استازولي وکړي.
منګل شيرزاد وويل: د افغانستان د خلکو سپيڅلي جهاد د فزيکي لحاظه يوه لويه امپراطوري ړنګه او دغه امپراطوري يې په پنځلسو هېوادونو وويشله .
لوی ننګرهار د روغتیایي علومو انسټیټوټ او مملې د ځوانانو ټولنې ترمنځ د دیرش نجونو په ګډون د اویا تنو ځوانانو لپاره د وړیا زده کړو هوکړه لیک لاسلیک شو.
په ننګرهار ولایت کې د لوی ننګرهار د روغتیایي علومو انسټیټوټ د مشر او مملې ځوانانو ټولنې د رئیس ترمنځ د دیرش نجونو په ګډون د مملې سیمې اویا تنو د دولسم ټولګیو فارغانو ته په یاد انسټیټوټ کې د وړیا زده کړو ترسره کولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د لوی ننګرهار د روغتیایي علومو انسټیټوټ رئیس ډاکټر دبیح الله صاحبزاده وویل، په دې موخه،چې ځوانانو ته په وړیا ډول په طبي برخه کې د نیمه لوړو زده کړو زمینه برابره کړي،د مملې ځوانانو ټولنې سره یې هم یاد تړون لاسلیک کړ.
هغه زیاته کړه، د دې تړون له مخې به د مملې د ځوانانو ټولنې له لورې د دیرش نجونو په ګډون اویا تنه د دولس ټولګیو فارغین دوی ته ور پېژندل کیږي،چې د دوی په انسټیټوټ کې به ورته له پیل څخه تر پایه وړیا زده کړې ورکول کیږي .
د مملې د ځوانانو ټولنې رئیس عارف الله ساحل د لوی ننګرهار د ځوانانو ټولنې له مشرتابه څخه مننه وکړه،چې د مملې اویا تنو ځوانانو ته یې په یاد انسټیټوټ کې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړه .
هغه زیاته کړه، ډیر ژر به د خپلې ټولنې له لارې یاد ځوانان په طبي برخه کې د وړیا لوړو زده کړو د ترسره کولو به موخه یاد انسټیټوټ ته ور وپېژني .
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دې ولايت کې د بوکسينګ ټاکنيزې سيالۍ د پټۍ په پرې کولو سره پرانيستې .
مسولين وايي: په دغه سيالۍ کې د ديرش کلپونو درې سوه د بوکسينګ ورزشکارانو ګډون کړی ، چې موخه يې د بوکسينګ غوره لوبغاړو پيژندل دي.
دغه سيالي د جلال اباد ښار په ورزشي لوبغالي کې د سلاکار وزير او ننګرهار والي ، د ولايتي شورا غړو اجمل عمر او اسرالله مراد ، د افغانستان المپيک کميټې اجراييه مشر او ورسره راغلي پلاوي ، د ننګرهار بدني روزنې امر او يو شمير قومي مخورو او په سل ګونه ورزشکارانو په شتون کې پرانيستل شوه، چې درې ورځې به دوام وکړي .
د سيالۍ د پرانيستې پرمهال سلاکار وزير او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل د ورزش په برخه کې د دې ولايت د بدني روزنې امر خوشحال حضرتی د هڅو د ستاينې تر څنګ وويل ، نن په ننګرهار کې د ورزش د نورو برخو سربيره د بوکسينګ سياليو لپاره معياري رينګ جوړ شو چې له دې سره به د بوکسينک ورزشکارانو ته د سياليو پرمهال ګڼې اسنتياوې برابرې شي.
نوموړي دافغانستان د بوکسينګ فدراسيون له مرستيال هدايت الله کاموال څخه هم مننه وکړه چې په خپلو شخصي امکاناتو يې د ننګرهار ورزشکارانو ته د بوکس رينګ چمتو کړ.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ورزشکاران د سولې سفيران او د هيواد اتلان ياد کړل او هم يې دوه تنه قهرمانان چې له تاجکستان هيواد څخه يې د بوکس په رشته کې قهرماني راوړې وه وستايل
.
د ننګرهار بدني روزنې امر خوشحال حضرتي سلاکار وزير او ننګرهار والي څخه مننه وکړه چې تل يې ورزشکاران تشويق او ستايلې دي.
نوموړي وويل ، د بوکسينګ پيل شوې سيالې به درې ورځې دوام وکړي چې موخه يې د بوکسينګ د غوره لوبغاړو پيژندل دي.
دافغانستان المپيک کميټې اجراييه مشر پاينده اختري په هيواد کې د ورزش په برخه کې په وروستيو لاسته راوړنو خبرې وکړې .
ده هم ننګرهار والي څخه مننه وکړه چې تل يې ورزشکاران ستايلې اولا يې د ورزش د پرمختګ لپاره هڅولي دي.
د غونډې په پای کې خوشحال حضرتي د احمدزيو شورا د ورزش برخې د مسول په توکه د ټاکنې ترڅنګ د ورزشکارانو له لوري ننګرهار والي او د افغانستان المپيک کميټې اجرايئه مشر ته د اعزاز لونګۍ ورپه سر شوې .
په ننګرهار کې د شهيد حاجي وکيل تر نامه لاندې د پهلوانۍ پيل شوې سيالۍ پای ته ورسيدې.
مسوولين وايي: د شهيد حاجي وکيل تر نامه لاندې دپهلوانۍ په دغه سيالۍ کې د اووه لس کلپونو يو سلو نوي تنو ورزشکارانو ګډون کړی و.
د پهلوانۍ فدراسينو مسوول ايمل احمدزي په وينا دغه سيالۍ دوه ورځې وړاندې په بېلا بېلو وزنونو کې د فوټبال په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې وې ،چې موخه يې د شهيد حاجي وکيل د ياد نمانځل او په دې ولايت کې د پهلوانۍ لوبې وده ده.
د فډراسينونو اتحاديې مشر زمري عربزاده د پهلوانۍ فدراسيون مسوولينو فعاليتونه وستايل.
انځور فیس بوک څخه
د سره رود ولسوالۍ اړونده صنعتي پارک ته په غځيدلي سړک د جغل اچونې چارې پيل شوې.
د سره رود ولسوالۍ اړونده صنعتي پارک ته په غځيدلي يو کيلو سړک د جغل اچونې چارې پيل شوې.
مسوولين وايي: ياد سړک ، چې يو کيلو متر اوږد والی او ديرش متره پلنوالی لری ، د صنعتکارانو په شخصي لګښت به يې چارې په دوه مياشتو کې بشپړې شي.
د صنعتکارانو اتحاديې رئيس تور ملنګ وويل: دغه سړک ، چې د شيخ مصري په کمپ کې تير شوی ډيره برخه يې غصب شوې وه ،چې د ولايتي ادارې په هلو ځلو د غاصبينو له منګلو وژغورل شوه.
نوموړي له ولايت مقام څخه مننه وکړه ،چې په ياده برخه کې يې ورسره همکاري وکړه.
د سودا ګرۍ او صنايعو رئيس شيرعالم امله وال وايي ياد صنعتي پارک د څلور سوه کار خانو ظرفيت لري ،چې په خبره يې دا مهال شپيته کار خانې فعالې دي او د څلويښتو نورو چارې د بشپړېدو په حال کې دي، چې په نږدې وخت کې به په فعاليت پيل وکړي.
نوموړي دغه راز مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه ،چې په دې ولايت کې د صنعتي پارکونو پياوړتيا او ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.يو تن صنعتکار شيرزاد عزيزي بيا د صنعتي پارک د امنيت ټينګښت لپاره د څو نورو امنيتي پوستود جوړيدو تر څنګ د صنعت د ودې لپاره د لا زياتې برېښنا غوښتنه وکړه.
د اتل شهيد احمد بلال حسيني د دويم تلين نمانځغونډه د هغه د کورنۍ له لوري ترسره شوه.
د لوی افغانستان د اتل شهيد احمد بلال حسيني د شهادت دوهم تلين نمانځغونډه د هغه د کورنۍ له لوري دقبايلو چارو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چي د ننګرهار ولايتي شورا غړي محمد اجمل عمر ترڅنګ د يو شمير دولتي ادارو مسولينو او ځوانانو پکې ګډون کړی وو.د ولايتي شورا غړي محمد اجمل عمر پخپله وينا کې شهيد احمد بلال د هيواد ، وياړلی او ميړنی شهيد ياد کړ.نوموړي وويل شهيد بلال د خپل هيواد او ناموس څخه ددفاع په موخه د ننګرهار په ګوشتې ولسوالي کې پاکستاني ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې خپله سينه سپر او خپل ځان يې له هيواده قربان کړ.
عمر په غونډه کې د سرحدي لوا د قوماندان په نشتون هم نيوکه وکړه چې په خبره يې د هيواد د ميړنې بچي په نمانځغونډه کې يې بايد ګډون کړی واي.
هغه د ننګرهار ملي تلويزيون څخه د مننې ترڅنګ د هيواد د ميړنيو بچيو په نمانځغونډه کې د خصوصي رسنيو په نه راتګ هم نيوکه وکړه .دولايت سلاکار استاد اکبر شير داحمد بلال کورنۍ ته د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.استاد شير وويل ، افغانان له خپل هيواد سره بې کچې مينه لري ،چې ډيری وخت افغان ځوانانو له خپل هيواده ځانونه قربان کړي چې په وينا يې له يادې جملې يو هم شهيد احمد بلال دی.
د سرحدي لوا عقيدتي امر غلام نبي نړيوال د شهيد احمد بلال له کورنۍ او د يادې نمانځغونډې له سمبالونکو د مننې ترڅنګ د شهيد کورنۍ ته دتسليت او شهيد ته دپاک رب له درباره د جنت الفردوس هيله وکړه.
هغه وويل : د شهيد احمد بلال په ګډون د ټولو شهيدانو د ارمانونو د تحقق لپاره ملي امنيتي ځواکونه شپه او ورځ هڅې کوي او په پوره قوت او ميړانې سره به د خپلو شهيدانو ارمانونه پوره کړي.
د کار او ټولينزو چارو ريئس عبدالحکيم شيرزاد او يو شمير نورو ويناوالو هم شهيد احمد بلال د هيواد ميړنی بچی ياد کړ او د هغه شهادت يې د ځانونو لپاره وياړ وباله.
د شهيداحمد بلال ورور ښايسته لال حسيني د غونډې له ګډونوالو د مننې ترڅنګ وويل ، دورورشهادت ورته وياړ او افتخار دی .
هغه وايي ورور يې له خپل هيواد سره بې کچه مينه درلوده او همشيه يې غوښتنه دا وه چې له خپل هيواد څخه د دفاع په موخه د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې دنده ترسره کوم ، چې د همدې مينې له امله له سرحدي ځواکونو سره يوځای او په ګوشتې ولسوالۍ کې خپل ځان له هيواد څخه قربان کړ.
شهيد احمد بلال حسيني د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ اوسيدونکی و ، چې دوه کاله وړاندې يې له خپل هيواد څخه د دفاع په موخه په ګوشتې ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې خپله وينه له هيواده قربان او د دري ديرش کلونو په عمر يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
د یو ماین جوړونکي په ګډون ۶ وسله وال طالبان ووژل شول .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په ادوړ سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د زرین په نوم د یو ماین جوړونکي په ګډون ۶ وسله وال طالبان ووژل شول، یو بل ټپي شو او دوه نور شکمن کسان ژوندي ونیول شول .
د دې عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو ته یو میل کلاشینکوف،یو پایه مخابره او پنځه شاجرونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او یو اندازه مهمات او چاودیدونکې توکې لمنځه وړل شوي دي .
د مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .