تاند- د طالبانو او داعشیانو په تروریستي حملو کې نن/دوشنبه/ په کندهار او کابل کې لږترلږه ۴۰ افغانان وژل شوي دي.

په کندهار کې انتحاري موټربمي حملې ۱۱ ماشومان شهیدان کړي او ۱۶ نور ژوبل کړي دي.

د کابل په تروریستي برید کې، چې داعش تروریستي ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست، لږترلږه د ۷ ژورنالیستانو په ګډون ۲۹ تنه شهیدان شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. (د کابل د حملې نور جزییات)

له کندهاره ترلاسه شوي راپورونه وايي چې په دامان ولسوالي کې د طالبانو په موټر بمي حمله کې، چې هدف یې د یوه ښوونځي او یوه جومات ترڅنګ د بهرنیو پوځیانو کاروان و، ۱۱ تنکي ماشومان شهیدان شوي دي.

په دې برید کې ۵ رومانیايي پوځیان هم ژوبل شوي دي.

رومانیا د کندهار د دامان ولسوالي په حمله کې د خپلو ۵ پوځیانو ټپي کېدا تایید کړې ده.

وژل شوي ماشومان زده کوونکي ول.

چاودنې ښوونځی هم سخت زیانمن کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *