ژباړه: حسیب نورمل–
ښايي ځینو ته واده د ژوند تر ټولو ستونزمه مرحله وي خو که دواړه اړخونه د ښې اړیکو د جوړېدو لپاره پوره هڅه وکړي نو دا مرحله د ژوند تر ټولو ښکلې او په نېکمرغه مرحله بدلېدلی شي. که خاوند او مېرمنه د یو بل د راضي کولو هڅه وکړي حتمي ده چې مثبتې پایلې ته به ورسیږي، ۳۰ داسې لارښونې دي که خاوند او مېرمن یې په هره اونۍ کې عملي کړي ښایي په ګډ ژوند کې یې ستر مثبت بدلونونه راشي او د واړو ترمنځ د مینې، محبت او صمیمیت سبب شي اندېښنه مه کوئ، لارښونې ستونزمنې نه دي خورا لنډې او اسانه ده دي.
۱-هر سهار له یو بل نه وپوښتئ: نن څه داسې درته کولی شم چې ټوله ورځ د ښکلې وي؟!
۲- د سهار چای په ګډه وخورئ، د ورځې د پلان په اړه خبرې وکړئ.
۳- په اونۍ کې یوه ورځ پرته پر یو بل له نیوکې تېره کړئ.
۴- کله چې په کور کې وی ټول الکټرونکي وسایل لکه موبایل، تلویزیون او کامپیوټر مو خاموش کړئ.
۵- په اونۍ کې یو ځل د یو بل د خاطرو په کتابچه کې یو بل ته یادښت ولیکئ.
۶- د هرې ورځې په نیمايي کې یو بل ته له مینې ډک پیام ولېږئ.
۷- په اونۍ کې څو ځلې په ګډه پخلۍ وکړئ، خوندور خواړه تیار کړئ او بیا یې په ګډه نوشي جان کړئ.
۸- په اونۍ کې یوه ورځ مو ټول تمرکز د یو بل په مینه وکړئ.
۹- هره ورځ د یو بل ستاینه وکړئ، پرته له دې چې کوم کار مو ترسره کړی وي.
۱۰- په اونۍ کې یوه ورځ یو بل ته یو ښکلی شعر، حکایت او کیسه واویئ او په خپل منځ کې بحث پرې وکړئ.
۱۱- په اونۍ کې یو ځل د غرمې یا د ماښام ډوډۍ خوړلو لپاره رسټورانټ ته لاړ شئ.
۱۲- په ډالیو یو بل ونازوئ، حتی که ډالۍ کوچنۍ او کم ارزښته هم وئ.
۱۳- په اونۍ کې یو ځل له دوستانو او خپلوانو کره مو لاړ شئ، که ونه توانېدلی چې له نیږدې یې وګورئ نو په مبایل یې پوښتنه وکړئ.
۱۴- په اونۍ کې یوه ورځ لږ تر لږ نیم ساعت په ګډه پلی تګ وکړئ.
۱۵- هره ورځ یو بل وخندوي او د یو بل پر شونډو موسکا خوره کړئ.
۱۶- هره ورځ له لسو نه تر پنځلسو دقیقو پورې پرته له دمې له یو بل سره خبرې وکړئ.
۱۷- په اونۍ کې یوه ورځ حتمي ګډ عکسونه واخلئ او درسره یې وساتئ.
۱۸- په اونۍ کې یوه ورځ په ګډه د خپلې خوښې لوبه وکړئ.
۱۹- د اونۍ په پای چې کوم کتاب مو مطالعه کړی وي د هغه پایله له یو بل سره شریکه کړئ.
۲۰- د یو بل کورنۍ ته پوره احترام ولرئ تل یې درناوی وکړئ.