سردار محمد همدرد 

افغانان او پښتون ولس عجیبه عادت لري، کله چې ښه وټکول سي، بیا د حق اواز پورته کوي. پیر روښان هم په داسې وخت کې مبارزه را پیل کړه  چې د سر په قېمت وه. هدف یې ځان ته وټاکه، تر نفسي خواهشاتو تېر سو. لومړی یې له الله تعالی سره تعهد وکړ او وروسته یې بیا خپل قوم ته تعهد وسپاره. د پیر روښان دوره که سړی مطالعه کړي، په شعوري او پاک نفسه کسانو باندې تکیه سوې ده.

زه نه غواړم چې په پیر روښان باندې زیات بحث وکړم. تر خوشال خان به هم تېر سو، ځکه چې د هغه مبارزه بېل بېل اړخونه لري او ټول یې په پټو سترکو د منلو وړ دي. اوس غواړم د لوی خان او په اصل کې د یوه ملنګ، د پښتون قوم لوی خواخوږی او د ستر انسان خان باچا خان په اړه خبره وکړم. دا انسان رښتیا هم خدایي خدمتګار و. ټوله مبارزه یې د عدم تشدد او پښتون قوم لپاره وه او نورو قومونو ته یې هم د یوالي فکر ورکړ. پښتنو ته یې تل ویل، چې یا به یو کیږو، کنه ورکېږو.

د بابا خبره مهمه په دې ده، چې له یوالي او اتفاق پرته مونږ ښه ورځ نه سو لیدلی.

دغه وطن د تحریکونو، بنسټونو او جرګو او مرکو وطن و، په دې وطن کې انګېزه پخوا لا موجوده و. د خواخوږۍ او پېرزوینې خلک وو. دې قوم ته هغه ورځ لا د ظلم ورځ وه، په کومه ورځ چې په لوی لاس دا قوم په دوه برخو و وېشل سو. له لومړۍ ورځې پاکستان پنجاب اداره کاوه، یوازې پښتانه قوم او بلوڅ یې له ځانه پردي ګڼل؛ ځکه هغوی به همېشه د خپلو مشروع حقوقو غوښتنه کوله.

که صحي نظر پوښتنه وسي، سندیان هم وایي، چې مونږ مظلوم یو. په دې تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانانو د بربادۍ پروژه په عملي توګه پیل سوې وه. دواړو غاړو ته ولسونه وټکېدل. د ټکولو ګناه یې یوازې تاریخي غیرت او لنګوټه وه. دا هغه څه وو، چې د دې قوم دښمنانو نړیوالې ټولنې ته ټول پښتانه ترهګر او تروریستان معرفي کړل او په حقیقت کې دغه قوم په تېرو پنځلسو کلونو کې دومره قرباني ورکړه، چې ساری نه لري. په دې وطن کې داسې څه پاتې دي، چې ونه سول؟ په مسجدونو، هدیرو، جرګو مرکو او ښارونو کې داسې چاودنې وسوې، چې مطلق د نسل وژنې استازیتوب کوي.

ما په افغانستان کې ډېرې بې عدالتۍ ولیدلې. په نا حقه د کورونو تلاشي، په یو او بل نامه د خلکو ګیرول او د پیسو په مقابل کې د خلکو پرېښودل او دې ته ورته نور نا حقه پېښې ترسره سوې.

اوس اصلي بحث ته راځم. د نقیب شهادت او وینې رښتیا هم انقلابي جذبه را پورته کړه. دا یوه تاریخي خبره ده، چې کله کله مظلومه وینه انقلابي جذبه راپورته کوي. همداسې وسول. یوه ځوان منظور پښتین د عدالت ږغ پورته کړ او د شهید نقیب الله د وینې پوښتنه یې وکړه او جلسې یې پیل کړې. تر دې چې نارینه او ښځینه و یې دغه ږغ بدرګه کړ او خپل مظلومیت یې څرګند کړ. دوی چې کومې خبرې کولې، ما فکر نه کاوه، چې دومره ظلم دې سوی وي او په زرګونه خلک دې نادرکه وي، کورونه او بازارونه یې چور سوي وي، پوځ ولسونه د ګرو ګانو په شکل ساتلی وي او هر ډول انساني او بشري ضد کړنې دې تر سره سوې وي.

زه منظور ته یوه مشوره ورکوم، چې شاته کېږه مه او مایوسي مه کوه. مبارزه دې د تاریخ یوه برخه جوړوي. پښتنو سیاسي ګوندونو ته وایم، چې که مو له پښتون څخه لاره غلطه کړه، د پښتون قوم په منځ کې به مو ځای نه وي پاتې او څومره چې د منظور اواز قوي کوئ، پښتانه در باندې حساب کوي. اوس د دې وخت را رسېدلی دی، چې مونږ باید له جګړې ځان خلاص کړو او د امن فضا را منځ ته کړو. په افغانستان کې هم د سولې لپاره پرلتونه جوړ سوي دي. په دې اوس ټول پوهیږي، چې په جګړه کې تباه کیږو. د خپل مظلومیت اواز باید ټولې نړۍ ته ورسوو، چې جګړه زمونږ تباهي ده او نوره جګړه نه غواړو.

زه د ښاغلي منظور پښتین او د ملګرو یې قدرداني کوم، چې خپل سر یې په لاس کې واخیست او د حق ناره یې پورته کړه، چې له ننګ او غیرت څخه ډکه ناره وه.

له منظور او ملګرو څخه مې یې هیله دا ده، چې دا سپېڅلې انګېزه د فکر په ډول وروزي. داسې نه چې ځینې سیاسیون او چارواکي داسې فکر وکړي، چې دا مقاله یو اړخیزه وه او یا په کې عقدوي اړخ پالل سوی دی د منظور کومې خبرې د قانون او اصولو خلاف دي؟ د ده یوازینۍ خبره دا ده، چې ظلم دې بند سي. مونږ مظلوم یو او د یوه پنجاپي ښاري غوندې د ژوند کولو حق لرو.

 که خبره د ولسواکۍ، ډیموکراسۍ او اجتماعي عدالت خبره کوو، نو بیا خو دا خلک مظلوم دي. مبارزه یې د عدم تشدد او مظومیت پر بنیاد ده؛ خو پوځ د دوی په مخ کې خنډونه جوړ کړل او رسنۍ یې ور باندې بندې کړې، چې دغو کړنو په پاکستان کې ډیمو کراسي او د بیان ازادي او هر څه تر سوال لاندې سول.

دوی په منظور باندې د نورو استخباراتي کړیو تور لګوي دا بلکل غلطه خبره ده، د همدغو غلطو پالیسیو پایله وه، چې پښتون او بلوڅ یې له لاسه ورکړل. زه بیا هم دا خبره کوم، چې د حق او باطل په جګړه کې تل حق کامیابه وي. که باطل هرڅومره هم قوي وي، د حق په وړاندې مبارزه نه سي کولی. په نړۍ کې چې هر څوک ظلم او استبداد کوي، زه د بشري حقونو د یوه مدافع په حیث دا خپله فریضه ګڼم، چې په وړاندې یې خپل مسوولیت ادا کړم.

د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغان ځورېدلي قوم د نېکمرغۍ په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *