لیکونکي:  اسدالله ولي او یما هوتک  

نن یو وار بیا وحشی صفته انسانانو د هیواد لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کینولی، دا د انسان په جامه کی وحشي غلامان نه سولې ته ژمن دي او نه له انسانیته خبر دي. د دوی موخه یوازې د بې ګناه افغانانو وژل دي څو خپلو بادارانو ته خدمت وکړي او په هیواد کې د هر ډول سولې، آرامۍ او پرمختګ مخه ډب کړي. دولتي چارواکي هم له برید څخه وروسته بیا د ډاډګیرنی تکراري پیغامونه آپدیټ کوي او تیرې تکراري خبرې بیا له سره نشروي، ولس نور د دې تکراري او بې خونده پیغامونو له اوریدو ستړی شوی، دوی بدلونونه غواړي داسې بدلونونه چې لږ تر لږه د دوی ژوند تر یو حده خوندي شۍ.

ولسمشر په تکراري ډول له طالبانو څخه د سولې او خبرو اترو غوښتنه وکړه او داسی شرایط یی ورته وړاندې کړل چې تر دې نور نرمښت نو امکان نلری، خو د پردیو ګوډاګیانو دا ثابته کړه چی دوی د خپل بادار له اشاری پرته هیڅ هم نشی کولای اوس نو ملت ته مالومه شوه چی دوی دوطن او اسلام لپاره نه بلکی د خپلو بادارانو د شومو موخو لپاره جګړه کوی. نور نو له دوی سره باید د سولی په خبرو بیځایه وخت او منابع مصرف نشی دولت ورته خپل شرایط ویلی که څوک ورته حاضر وی سوله دی ورسره وشی او که نه نو باید وځپل شی تر څو ولس یی له غمه خلاص شی.

او ددی پرځای چی له دوی سره وخت ضایع کیږی باید له هغو هیوادونو سره خبری وشی چی ددوی تر شا دی او یوه منطقوی اجماع رامنځ ته شی چی له دوی وپوښتی چی دوی څه غواړی او ولی یی زمونږ په هیواد کی جګړه ګرمه ساتلی نور تر څو چی ددی له بادارانو او تمویل کوونکو سره یوی پایلی ته ونه رسیږو له دی غلامانو څخه د سولی تمه کول هسی د وخت او منابعو له لاسه ورکول دی. اوس هیواد د لویو هیوادو او ګاونډیانو تر منځ د زورآزمویلو په میدان تبدیل شوی او هر هیوادغواړی تر څو خپلی نیابتی جګړی دلته پرمخ بوځی نو تر څو چی مونږ دی ګردآبه ځان خلاص نکړو نو یوی پایداری سولی ته نشو رسیدلای.

سوله د ټولو افغانانو یوه هیله او آرمان دی خو تر څنګ یی باید مونږ د خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو پیاوړتیا او تجهیز ته ډیره پاملرنه وکړو او هڅه وکړو چی ددوی نیمګړتیاوی له منځه یوسو او خالیګاوی یی پوره کړو تر څو دوی وکولای شی د ښمن وځپی او سولی او خبرو اترو ته یی مجبوره کړی.

په تیرو څو لسیزو جګړو کی زمونږ د ملی امنیتی ځواکونو تشکیلات او تجهیزات ټول له منځه لاړل چی د طالبانو له سقوط وروسته د نوی نظام په راتګ سره د ملی امنیتی ځواکونو تشکیلات له سره ورغول شول او هیواد دیوی نوی ملی اردو او نورو امنیتی ځواکونو خاوند شو، چی ددی امنیتی ځواکونو په تشکیل کی دری ډوله خلک ځای پرځای شول یوه برخه یی د پخوانی کمونیستی رژیم له وخته پاتی شوی افسران بل یی د مجاهدینو دوخت جهادی قوماندانان او افسران او بل یی د نوی نسل ځوانان دی، خو پدوی ټولو کی داسی پیاوړی نظامی کدرونه ډير لږ دی چی د جنګ یوه پرمختللی او منظمه تګلاره جوړه کړی تر څو جنګ مهار کړی دوی تل په وړو وړو جګړه اییزو تکتیکونو باندی کار کوی.

زمونږ د امنیتی ځواکونو زړور سرتیری هره ورځ په لسګونو شهیدان ورکوی خو د رهبرۍ په سطحه د فساد شتون،تنظیمی ویش او سلیقوی ګمارنی هغه څه دی چی ددوی د بیځایه وینی تویدو سبب کیږی، او ددوی وړتیاوی او کړنی تر پوښتنی لاندی راولی. ددی لپاره چی ولس په خپلو زړورو سرتیرو اعتماد له لاسه ورنکړی نو باید دا نیمګړتیاوی له منځه ولاړی شی تر څو له یوی خوا ددوی میړانی ځای ونیسی او د بی ځایه قربانیو مخه یی ونیول شی او له بلی خوا دښمن وځپی او ولس تری وژغوری.

ددی تر څنګ دولت باید دولس د زړونو د راخپلولو او ددولت او ولس تر منځ د واټن دکمولو لپاره هم هڅی وکړی چی پدی برخه کی زمونږ په افغانی ټولنه کی دینی علماء او قومی مشران او سپین ګیری ډیر اړین رول لوبولی شی، خو په ډیر تاسف سره د حج او اوقافو وزارت چی دایی دنده او مسئولیت دی تر څو د علماوو او ملاامامانو د راجلبولو او منسجم کولو لپاره هیڅ پروګرام او منظمه تګلاره نلری تر څو دولس او دولت ترمنځ شته واټن له منځه وړلو لپاره تری کار واخلی، دوی یواځی د حج برخه رانیولی چی هغه هم په سمه توګه نشی مدیریت کولای او د اوقافو برخه تری بیخی پاتی ده.

بله ډیره مهمه وسیله چی په اوسنی شرایطو کی ډيره مهمه ده او دولت تری د خپلی ګټی لپاره موثر کار اخستلای شی هغه رسنۍ دی، په ځانګړی توګه دولتی رسنۍ دوی هم صرف پیسی مصرفوی نور نو نه پلان لری او نه منظمه تګلاره دوی هم کولای شی دولس او دولت ترمنځ په واټن کمولو کی ګټور تمام شی خو تر اوسه یی هیڅ داسی اړین کار ندی ترسره کړی تر څو خلک د دولت ملاتړ ته وهڅوی، له مخالفته لاس واخلی او د خپل دولت ترشاه ودریږی، د رسنیو بله لویه برخه دولتی ویاندویان او په ټولنیزو رسنیو کی فعال د حکومت ملاتړی ځوانان تشکیلوی، خو دولتی ویاندویان صرف په فیسبوک پوری محدود دی او یواځی له دی لپاره ناست دی چی دخپلو غونډو او میټینګونو عکسونه په فیسبوک خپاره کړی او ډیر لایکونه واخلی. فعال ځوانان هم ټوله ورځ په ټولینزو رسنیو کی په ژبنی، قومی، مذهبی او سمتی جنجالونو اخته دی هم تری خپل درسونه پاتی دی او هم تری د خپل دولت په ملاتړ کارکول. په دی برخه کی چی بله ډيره مهمه او دیادولو وړ خبره ده هغه د جعلی فیسبوکی پانو او اشخاصو شتون دی چی دبهرنیو استخباراتی کړیو له خوا د تبلیغاتی جګړی لپاره رامنځ ته شوی، دوی نو بیخی میدان وړی او تر اوسه خپلو موخو ته په آسانۍ رسیدلی دی چی ښکاره بیلګه یی د کندز وروستۍ پیښه ده چی دښمن تری په تبلیغاتی برخه کی په پراخه پیمانه ګټه واخیسته خو دولت لاتراوسه غلی دی او په دی هکله ولس ته د رښتیا په ښکاره کولو کی پاتی راغلی. نو دولت باید ددی جعلی پاڼو د موندلو او تړلو لپاره تر وروستی بریده کار وکړی تر څو ځوان لوستی نسل له دی ناسور څخه وژغوری.

په آخر له ټولو افغانانو هیله کوو چی ددښمن په مقابل کی یو موټی شی او په یو منظم صف کی ودریږو او د ظلم او وحشت په مقابل کی خپل غږ پورته کړو تر څو به وژل کیږو او خپل د ګل غوندی ځوانان به له لاسه ورکوو، نو راځۍ چی د یو خپلواک او پرمختللی افغانستان لپاره کار وکړو.

تر هر څه مخکی افغانستان!

2 thoughts on “تکراری وحشتونه او د دولت مسئولیتونه”
  1. پرون جلالتمآب جمهور رییس د افغانستان د خلکو په باب وویل چې د افغانستان ټول ولس مجاهد دی . خو تاسو بیا زمونږ هېواد وال په دریو کتګوریو تقسیم کړل.
    په دایوه جمله مو چې د پنجابیانو په ګټه لیکلي ، ټوله ارزښتمنه لیکنه بېخونده کړې ده.
    نن زمونږ ټول هېوادوال خصوصا نظامیان که په هرګروپ پورې تړلې دي په یوه واحد صف کې د بېرحمه او نا ځوانه دښمن په مقابل کې ولاړ دي. د دوی ملګري هره ورځ د همدغو بېرحمه دښمنانو له خوا شهیدان کیږي . دښمن ته تور او سپین یو دی . هر هغه څوک چې د ګران هېواد د دفاع لپاره خپل سر قربانوي ، هغه د داعش او ټالیب او پنجاب دښمن بلل کیږي.

  2. وروره دلته زمونږ هدف خدای مکړه خلک په ګروپونو ویشل ندی بلکه مونږ یوازی دا یادونه کړی چی زمونږ ملی اردو ددی دری دورو با تجربه افسرانو او سرتیرو څخه تشکیل شوی او ددوی په هیواد پالنی او سرښندنی
    کی هیڅوک شک نشی کولای دوی په مخامخ جبهه یی جنګونو کی ډيره ښه زړورتیا او تجربي لري، خو د اوسنی جګړې له غوښتنی سره سم مونږ ډیر کم نظامی کدرونه لرو چي ددی وړتیا ولری تر څو داسی نظامی طرحی او پالیسۍ جوړی کړی تر څو د دښمن پلانونه شنډ کړی او د میړنیو سرتیرو او بی دفاع هیوادوالو د د زیان کچه تر یوه بریده راکمه کړي ، او ستاسی دا خبره په سر سترګو قبلوم چی پخوا څه تیر شوی هغه تیر شول اوس ټول افغانان په یوه صف کی د دښمن په وړاندی ولاړ دی
    ژوندی او بریالي دی وی زمونږ اتل سرتیري!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *