ټرمپ له سناتور پاول سره

تاند- واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل هیواد د سنا جرګې جمهوریپال غړي رند پاول ته په خصوصي خبرو کې ویلي چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان لري.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر اساس، سناتور پاول ادعا کړې چې ولسمشر ټرمپ ورته ویلي«په عمومي ډول موږ غواړو چې له دې دوژخه ځان خلاص کړو.»

ورځپاڼه وايي، ښايي ټرمپ دا خبره سناتور پاول ته، چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د مایک پومپیو د نومول کېدو سخت مخالف و، د مخالفانه څرګندونو د بس کولو لپاره د یو تاکتیک په توګه کړې وي.

ورځپاڼه وايي، داسې ښکاري چې د پومپیو د نړیوالې پالیسۍ په وړاندې د پاول انتقادي دریځ د ټرمپ له پرله پسې ټېلفوني خبرو وروسته بدل شوی وي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ پاول ته درې ځلې ټېلفون وکړ.

ټرمپ له واک ته رسېدو مخکې هم ویلي و چې له افغانستانه به خپل ټول پوځیان وباسي.

خو د ده پلویان وايي چې ټرمپ مجبوره شو چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي ځکه چې طالبانو حملې زیاتې کړې.

One thought on “ټرمپ ویلي، د افغانستان له دوژخه ځان باسي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *