ژباړه: حمیدالله حمیدي–
ډېر کله موږ د هغه څه په اړه فکر کوو چې کېدای شي را منځته نه شي، د بېلګې په توګه له وخته مخکې د پیسو خلاصېدل، دنده له لاسه ورکول او داسې نور… ډېر کارونه د وخت په تېرېدو سره خپله حل کېږي، نو لازمه نه ده چې له وخت وړاندې خپل وخت او انرژي مصرف کړو. ښه ده چې پر ځای یې دغه انرژي په یوه داسې څه ولګوو چې وکولای شو په یو ډول خپلې موخې ته نږدې شو.
د ستونزې حل ډېر کله خپله په ستونزه کې نغښتی وي. په دنیا کې هېڅ شی هم د لاسه ورکولو نه دي. په یاد ولرئ، تر ټولو مهم او اړین څه چې په دې وخت کې باید ضرر ونه ویني هغه ستاسو «روحیه» او «افکار» دي. په دې اساس له خپل ځان څخه ساتنه او مراقبت ته د خپلو کړنو په سر کې ځای ورکړئ.
ځان ته وخت ځانګړی کړئ او د خپلې خوښې وړ کارونه پکې تر سره کړئ، ځکه وزګار کېناستل تاسو دې ته اړ باسي چې منفي فکر وکړئ، مشهوره خبره ده چې وایي خالي ذهن د شیطان ځاله جوړېږي. ځان په یوه کار مصروف کړئ، تر څو مو ذهن له منفي افکارو څخه خلاص شي او هغه لذت یې ځایناستی کړئ، چې د همدې کار کولو په وسیله یې لاسته راوړئ. دا کار د دې سبب هم ګرځي چې ستاسو پټ استعدادونه را برسېره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *