د عمان سلطنت په کابل ښار کې وروستي دوه بریدونه چې له امله یې څه باندې ۲۱ کسان مړه او ګڼشمېر نور تپیان شول، غندلي.
په هغه پرلیکه خبرپاڼه کې چې د عمان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا خپره شوې، لیکل شوي: «سلطنت هغه دوې پېښې چې پرون د افغانستان په پلازمینه کابل کې ترسره شوې، غندي. سلطنت د ترهګرۍ او ټروریزم په خلاف یو ځل بیا خپل دریځ څرګندوي او د افغانستان خلکو او د قربانیانو کورنۍ ته تسلیت وړاندې کوي او ټپیانو ته عاجله شفا غواړي.»
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په کابل او کندهار کې وروستۍ ټروریستي پېښې، چې په قربانیانو کې یې د بېلا بېلو رسنیو نهه ژورنالیستان هم شامل و، په سختو ټکو غندلې وې.