ډېر کتابونه مې ولوستل، ډېرو لوستو کسانو ته کېنستم، په ډېرو دېرو، حجرو، مدرسو او ښوونځيو وګرځېدم، خو هيچا هم راته د ځان تعريف ونه کړ.
له ملګرو سره مې ناسته ولاړه شوه، په ډېرو ورانو ودانو مو خپل نظرونه شريک کړل، خو لا هم د ځان په تعريف کې نيمګړی يم او د همدې سختې ازموينې پاڼه لا تر ننه سپينه ده.
زما تر ګريوانه د ډېرو لاسونه راورسېدل، د مظلوميت چيغې مو خپې شوې، زه وژل شوی، داړل شوی او شړل شوی یم، زه لا اوس هم د خپل ځان په تعریف کې پاته یم، زه هم بوره او هم بدنامه يم.
د مرګ لايق او د محتسب د هرې ګنا پوروړی يم، زه د ژوند په اوږو د مرګ تر کلي درومم، دلته هر څه سرچپه دي، نه مو د کلي ماشوم له خپلو خيالونو سره غاړه غړۍ شو، نه د سرو لاسونو ناوې د ارمان تر ډولۍ ورسېده او نه زموږ د کلي ستړي بزګر د خپلې کړې خوارۍ پاداش وليد.
د ژوند بېړۍ توپاني شوې، لمحه په لمحه يې د ډوبېدو خطر ډېرېږي، د مينې پر ښار وحشت منګولې خښې کړې او د مينې اوازونه زیندۍ کوي.
د عاطفې حس مو حچن شوی، تر ځان وړاندې د فلسطین، برما او سوریې د مسلمانانو په وير ساندې وايم، خو په کوڅه کې ټوټه، ټوټه پرتو جسدونو په ليدو بې تفاوته يم
تر مرۍ مې د جلاد چاړه راورسېده، په ړندو بمباريو کې بې اسرې شوم، ځانمرګو بريدګرو مې د کور رڼاګانې تیاره کړې، زموږ په مرګ کې بلا ثوابونه شته، محتسب د مرګ فتوا ورکړې او ظالم قاتل رانه د ژوند ستره هيله واخيسته، ځوانې هيلې او ارمانونه مې يتيمان پرېښودل.
دلته ژوند جرم دی او موږ د همدې ستر جرم په سزا محکوم شوي وګړي يوو، زموږ د ژوند په بیه حورې پېرل کېږي، قاتل تر حورو رسي او محتسب جنت د تلو لاره ورلنډه کړې او موږ يې واجب القتل ګڼلي يوو.